شاته

"د کرونا واکسین له کارت پرته هېڅ محصل ته اجازه نه ورکوو پوهنتون ته ننوځي"

نورجلال د پُل تخنیک پوهنتون د ساختماني څانګې د لومړي ټولګي محصل وايي، دوه ورځې مخکې یې د جانسن اېنډ جانسن د کرونا واکسین وکړ، خو له روغتیايي ستونزو سره یې مخ کړ.

ده ازادي راډیو ته وویل، دغه واکسین دوی ته په جبري توګه کېږي: "ما دوه ورځې مخکې واکسین وکړ، کله چې کور ته راغلم لومړی مې پښې درنې شوې او زړه مې خوييدو، نیمه شپه کې ضعف شوم، بخار راته پیدا شو. زما په نظر هغه کسان چې واکسین لګوي مسلکي نه دي، د واکسین کولو پر مهال ان زموږ نه وینې تللې."

خو تر اوسه هېڅ روغتیايي مرجع نه ده منلې چې د نورجلال په وجود کې د پیدا شوي حساسیت لامل به د کرونا واکسین وي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری محصلینو د کرونا د واکسین هرکلی نه دی کړی او له اجباري واکسین کولو سره یې مخالفت کړی دی.

بل خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکړی چې د کرونا واکسین له کارت پرته به، یوه محصل ته هم اجازه ورنه کړي چې د پوهنتون ساحې ته ننوځي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان د شنبې (د زمري ۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ، په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کرونا د واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی، د افغانستان ټول محصلین مکلف دي چې د کرونا واکسین وکړي، د پوهنتون ساحې ته د ننوتلو لپاره د کرونا د واکسین کارټ الزامي دی."

د لوړو زده کړو وزارت وايي، تر اوسه ۱۵۰ زره محصلین واکسین شوي
د لوړو زده کړو وزارت وايي، تر اوسه ۱۵۰ زره محصلین واکسین شوي

ښاغلي فرزان وویل، تر اوسه ۱۵۰ زره محصلین واکسین شوي او د زمري د میاشتې تر۱۶ مې نېټې چې ټول پوهنتونونه پرانیستل کېږي، باید تر هغې پورې د واکسینونو کول بشپړ شي.

د عامې روغتیا د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي وايي، کوم واکسین چې افغانستان کې کېږي، د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا تصدیق شوي دي: "کوم واکسین چې افغانستان کې پلي کېږي، ټول یې د نړیوال روغتیايي سازمان تصدیق لري، نو هېڅوک دې اندېښنه نه کوي، دا واکسین لنډ مهال عوارض لري چې د بدن سستي، بې اشتهايي، کمزورې یا شدیده تبه په کې شامله ده چې له ۲۴ نه ۴۸ ساعتونو پورې دوام کوي او خلک دې ورته نه اندېښمن کېږي."

علیزي وايي، ټول واکسین د مسلکي کسانو له خوا پلی کېږي.

ده دا هم وویل، اوس افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، خو که روغتیايي سپارښتنې مراعت نه شي، ښايي دغه ناروغي بېرته را وګرځي.

حکومت څو اوونۍ مخکې تصمیم ونیو چې په ښوونځي او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې دې حضوري زده کړې، په تدریجي توګه پیل شي.

حکومت د جوزا په اتمه په ۱۶ ولایتونو کې ټول تعلیمي بنسټونه او د راټولېدو ځایونه وتړل چې دغه بندیز بیا ټول افغانستان کې پلی شو.

د دغه تصمیم له مخې تېره اوونۍ په ښوونځیو کې حضوري زده کړې پیل شوې او د لوړو زده کړو په موسساتو کې به د کرونا واکسین د کولو په شرط د اسد په شپاړسمه پیل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو ۱۲۸ خصوصي او ۳۹ دولتي بنسټونه شته چې ۴۵۰ زره محصلین په کې په تحصیل بوخت دي.

هاخوا د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۹ کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې ۲۸ ترې مړه شوي دي، خو په ټوله کې افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله۱۴۷۴۷۳ په دغه ویروس اخته شوي چې ۶۷۳۶ ترې مړه شوي دي.

په زړه پورې منځ‌پانګه

د 65392 برخه ناکامه شوه