شاته

امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.

د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی.

کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی.

د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي.

د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په کې اکثریت لري، د ماسک کارولو په اړه د روغتیايي چارواکو سپارښتنو ته غوږ نه دی نیول شوی.

په اوریګان ایالت کې چې د امریکا په شمال لوېدیځ کې د ارام سمندر په غاړه دی، روغتونونه په بشپړ ډول د کرونا وېروس له ناروغانو ډک شوي دي.

د دغه ایالت ګورنر د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ لپاره په روغتونونو کې د ملي ګارډ د یو نیم زر ځواکونو د ځای پر ځای کولو پلان اعلان کړی دی.

څو نورو ایالاتونو لکه هاوايي د کرونا وبا د ډېرېدو د خطر زنګ کړنګولی دی.

روسیې هم پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله په دغه هېواد کې په یوه ورځ ۸۱۵ تنه مړه شوي دي.

د روسیې د روغتیا وزارت وايي چې د سږکال په جولای میاشت کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر د تېر کال د جولای میاشتې پرتله په سلو کې ۶۰ زیات شوی دی.