شعرونه
ملامت دی
زه توپیر د ښه او بد کولی نه شم دې مالت کې د قاتل څومره عزت دی چې د خپل ورور په مرۍ وي غلی شوی دا د کوم قوم رواج دی او غیرت دی ځان مو خپله د بلا خولې ته ورکړی که لیکلی له ازله دا قسمت دی هغه خلک چې سرکښه او ناراض شي که زوریږي دې کې هم د رب حکمت دی دا شیندلې پرګنې به کله یو شي که لاسونه سره ورکړي لوی قوت دی هغه ځمکه چې سوزیږي او وریته شي خود به وایو پدې ځمکه سور قیامت دی
د زمری په غاړه خرمهره
طنز محمود نظری د زمری په غاړه خرمهره پنځوسو تنوغلو دا وطن په سرکولپې نیولی یرغمل کله وزیرسي کله والي سي کله سلاکارسي هر سور غل چې هر یو له واکه لیري سي بیا دغرتوپرتو بنۍ سي د واک د لړمون خوړینو بګیلوغلو سره يې ټیزونه سي مل *** سوله له طالبانو سره په کوم موم خشره نه کیږي دمینې بیان په چینګه خوله او خبرو هرزه نه کیږي ولي دلته اهل کار ته د کار مسؤلیت نه سپارل کیږي؟ زمریتوب په خپله غاړه ځړول د خر مهره نه کیږي *** دل
ستړي کړي یو
مونږه خو غمونو ستړي کړي یو دومره ډیر دردونو ستړي کړي یو خدایه! ټولې سختې بیا اسانه کړې ډیرو کړاونو ستړي کړي یو لاره د ژغورنې مونږ نه ورکه ده بس تشو خیالونو ستړي کړي یو څومره افتونه شو نازل په مونږ څیرې ګریوانونو ستړي کړي یو مونږ د ژوندانه په مفهوم پوه نه شو راز راز تعبیرونو ستړي کړي یو لاس د امداد چاته ورکوی نه شو خپلو پرهرونو ستړي کړي یو ماتو کږلیچونو باندې واوښتو
د ماشوم سوچ
طنز محمود نظری د ماشوم سوچ دماشوم مغزو د بیرولو لپاره اخله تل نوم د اوخۍ چي کالي يي خیرن کړه ورته وایه بلا، دا دي کړه خۍ دداسې ماشومانو سره په کار نه دي سیاسي خبرې اترې ماشوم کله شرمیږي په لاس کې په مروړلو د خپلي سوخۍ دلته د ماشومانو د وړو مغزونو باچاهي ده د ماشوم د لوبې شی ترې اخیستل هغه ژړوي خر چي اوبه وویني دریږي په کې میتازي کوي هغه په خپل وړوکی خیال دا د حیات ماده ډیروي هر چا ته د خپل مغزو په کچه یو کار ښه
ګناه نلري
حسن او غرور دواړه بقا نلري کله هم دا ښکلي وفا نلري راز د محبت سترګو کې پوه شومه خیر دې که شرمیږې پروا نلري ګوره د رقیب په خوله تیر نه ووځې خدایږو پیرزوینه په چا نلري څومره ډیر خالونه دې وهلي دي دومره ډیر ګلونه صحرا نلري پیڅکی د پوړني خوله کې مه نیسه مه شرمیږه مینه ګناه نلري پام کوه طبیب ته یې ونه وایې مینه داسې رنځ دی دوا نلري اوسلو - ناروې
غزل
له دې محله د سلګو جنازې ووتلې د خپلو څه کړې د پردو جنازې ووتلې د پرخو ساندې تر اسمانه پورې ورسیدې ګلونه ژاړي د ازغو جنازې ووتلې شیخ او زاهد د میکدې کنډول اوس نه ماتوي ځکه له کلي د توبو جنازې ووتلې پتنګ بې ځایه ځان د اور په لمبو وسوزاوه پانوس له کوره د لمبو جنازې ووتلې پیغلې ګودر نه اوس له ویرې اوبه نشي راوړی کتار کتار بیا د منګو جنازې ووتلې ( وارث ) به ډکې لپې راوړي د رڼا ملګرو دلته
غزل
احساس مې بوګنوي دا ستا یادونه ځي راځي پرهر مې نه جوړیږي چې دردونه ځي را ځي ځینې مټکورې كکرۍ دي یاغي شوې په ذهن کې یې کرلي نفرتونه ځي راځي لاس په کتاب کیږده، ایمان په ګمان مه بایله انسان چې بدګمان شي عذابونه ځي راځي هسې تخیل کې له جهانه لیرې تښتم د سترګو رپیدو کې مې خوبونه ځي راځي تږی وم ( وارث ) راته کنډول د کوثر راوړ اوس پروت یمه په ځمکه اسمانونه ځي راځي اوسلو ـ ناروې
دیتیم چیغه
دیتیم چیغي هغه عرش لارېږده وي اوښکې سـمنـدرسي ښـارونـه ورانه وي یتیـم مخـکي زوی مـه نـازوه خـپـل دغـــه کـــارد یــتـیـم زړه پــه درده وي دیتیـم په نازولـو الله خوښـیـږي تـل نــازئې په یقـین سره نړۍ هم خبره وي یتیـم وي بېنوا بې مینوالـو دی تـنها مخ داوښکوبې اوس څوک ور پاکه وي
ورک دی
اوس لر را څخه ورک دی، او هم بر را څخه ورک دی خبرې شوې کې ډیرې، سم نظر را څخه ورک دی دیدن به د منګي سره، ارزانه ؤ په لار کې بدل شوله حالات، او که ګودر را څخه ورک دی ډیوه ګرځوم ورځ کې، عجیبه ده راته خاندي د سترګو ځیر مې کم دی، او که لمر را څخه ورک دی په څنګ کې مې د یار، خماري شوی یم بې بنګو عجیبه نیشه یي شوم ، خپل څادر را څخه ورک دی یارزیه لیونیه! اوس رمې پیایه په غرو کې چې چغې وهې لار کې ټیک د سر را څخه ورک دی ــــــــــــــــ
غزل
نارې مه وهه په زوره, ،شر به جوړ شي که دې وباسي له کوره، شر به جوړ شي دلته مینه په لوی جرم کې حساب ده ځان ساته له هره توره، شر به جوړ شي ځه چې ځو له دغه کلي ښار ته لاړ شو ځان به باسو له سور اوره ، شربه جوړ شي پام! همزولو ته کیسه کله ونه کړې رسوایي به شي بیا نوره ، شر به جوړشي د سنګسار رواج لا اوسه پورې پاتې رسوي دې بیا تر ګوره ، شر به جوړ شي چې په خوله د ( وارث ) نوم کله وانخلې خلاص
درد وه پکې
ما د خپل ځان کیسه کوله، څومره درد وه پکې چې مې ستا چیغه اوریدله، څومره درد وه پکې دلته شمیره د پرهرونو له حسابه وتې له هر پرهر څړیکه وتله، څومره درد وه پکې د ویر ماتم د کاروانونو لار سوره ده په مونږ لار د خلاصون مو لټوله، څومره درد وه پکې دسیند په شور کې پروني خوندونه کله شته دی نن یې بیا مړه څپه وهله، څومره درد وه پکې دلته هر چا کمیس اغوستی د دوزخ د لمبو ما د هر تن لمبه شمیرله، څومره درد وه پکې
ګام زمونږ
اولمیر استاذ ویلې:"ای د سبا ستوریه! وخیژه پر بام زمونږ مونږه شپې ښکېل کړي وو ، وشلوه دا دام زمونږ " مشال خان ټکر وايي:<< ګریټ افغانستان موومینټ ! دا دی ړومبی ګ.ا.م. زمونږ>> &nb
باران وهلې
دښته کې کیږدۍ باران وهلې وه لاړله جینۍ باران وهلې وه ټوله رپیدله توده نه شوله ځکه چې شړۍ باران وهلې وه نه وه په ګودر کې نن ناسوبه وه ګوره لیونۍ باران وهلې وه بره غره لمن کې رمه نه څري خدایږو سیلانۍ باران وهلې وه هلته د همزول وشورماشور منځ کې ناسته وه بدرۍ باران وهلې وه ( وارثه ) د قاف غر څنګه چوپ ناست وه نن خو ښاپیرۍ باران وهلې وه اوسلو ـ ناروې
غزل
په سپرلي کې هم له بڼه ګلان تښتي بې له شکه له خزان بلبلان تښتي دلونګو بو ټي چا کړه له نظره ځکه اوس خو نیمه خوا شو باغوان تښتي په هنر او تدبیر کله راستنیږي دا قانون دی چې به روح له انسان تښتي چې له خټې غیرتي وي پیدا شوی چا ویلې چې له جنګه افغان تښتي مونږ دوخت په انتظار سرونه سپین کړه امیدونه خو زما په ګومان تښتي که د مینې کر دې وکړ ای (وارثه ) نفرتونه به د هر چا له ځان تښتي اوسلو ـ
پرهر
ته د باتور ملت په نوم یادیدې وطنه تل په خپل بچو نازیدې نن مې دا ستا تصویر ته ډیر وژړل پرهر پرهر په وینو سور ښکاریدې دلته بارودو وو محشر جوړ کړی چې تورې وریځې دې په سر ګرځیدې څه دغلیم څه د بچو له لاسه په تا یې نخښې د پرهر پریښودې د سر سرونه ټول لو شوي ګورم په هدیرو چې سرې جنډې رپیدې دلته د وینو ارزاني وه دومره له غرونو هم بیا سرې چینې بهیدې د (وارث) اوښکې هم نور ټینګې نه شوې
پریوته
راغلله په ناز په څنګل ، پریوته پرښه پاڼې خوا کې په ګل ، پریوته ښکاري اراده د تللو نلري ګوره بې اختیاره بیا تل ، پریوته نور یې د لوستلو حاجت نشته دی پاڼه د کتاب وه په بل ، پریوته ساقي ورته ډک جام دمیو راوړ څو یې په لاسو کې نیول ، پریوته هسې مې توبه توبه تر غوږه شوه تش یې ژبې لاندې ویل ، پریوته سترګو کې بیا پوه شوه په تقصیر باندې پټ پټ یې ( وارث ) ته کتل، پریوته اوسلوـ ناروې
دمولۍ وحدت لیونی بل زوی
طنز محمود نظری دمولۍ وحدت لیونی بل زوی هغه ماشوم چې ډیرې کریغې وهي مور یې ژر پۍ پياپی ورکوي هغه ماشوم چې آرام وي هغه ته په خوله کې تش خپل تی ورکوي دا د طبیعت دقانون اساس دی چې سوې ژړا د هر چانظر کښوي دا هم سته چې ډیر اسره من یا ټمبه کیږي یاهم جزا یې قی ورکوي د وحدت له لانجو داصلي خلکوخپله آزادي هیره ده هر یوه سره د ځان اواولاد د انساني قصابي ویره ده هر یو په دې خیال دی چې ږیره اوږده که لنډه کړم دلته د حکومت هلته د طالب څنګه خ
مور، د ژوند ښکلا
مور، د ژوند ښکلا په خدای قسم پرته له تا ژوندون مې خوند نه کوي ته مې سکون ته مي ژوندون ته مې د ژوند بله ډیوه یې مورې کله چې خدای په تا زما د درکونې پيرزو وکړه مورې خوشحاله وې سوکاله وې او شکرونه دې کړل مورجانې زه به ترهغه ستا خدمت کوم چې واړه په دنیا کې اوسو غواړم له خدایه په ژوندون ستا د مینې ډکې دعا ګانې مورې ستا قدمونه مې څارل چې زه جنت پیدا کړم اوس په دې پوه شوم چې د جنت وسیله ته یې مورې الله در کړي اوه واړه جنتونه زما ګرانې مورې
توره ډیموکراسي
طنز محمود نظری توره ډیموکراسي قصابان چې ډیر سي غویي مردار سي چي سلاکاران انډیر سي دولت هم مردار سي دناکاره ښځي هره مساله خرواری وي په خوړو يي خوار ملت تارو نار سي له پاکستانه د مجاهد په کپسول کې پوډر د بدل غله راغله پر شین کښت د برید لپاره د مچخو دغوبل حمله راغله غلومشرانو خپل وطن د تورلنګي دښمن د مړغټانو جار کړ بهرنیو زړه خورینو غلو چې واوریده ټوله په لمانځه راغله د هره لوړې خوا غله را مات سول په وطن لکه خړ سیلاب
د مینې کعبه
څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې د هــیچــا مې بن
که خدایوغـواړي(۱)
که خدای وغـواړي رازونـه برالا شي هرخاين به په همدی دنـيا رســوا شي محتسب جب نه به پــريوزي جامــوونه مخ تورن به شي چی ايښی وي دامونه توطئی به په همدي نړی کی شنډ شي پټ پلانونه بـــه له يومخی بربــنډ شي تحـ
غزل
کله مو یواځې د خپل ځان سره ژړلي دي یا مو نیمه شپه کې لوند ګریوان سره ژړلي دي نشته داسې زړونه چې حالاتو نه په امن وي ټولو وار په وارې خپل ارمان سره ژړلي دي ما خو ګردچاپیره داسې نخښې پیدا نه کړلې چاچې پټ په پټه خپل وجدان سره ژړلي دي ټال د بوډۍ څومره ډیر رنګونو نه جوړشوی دی دې ټولو رنګونو داسمان سره ژړلي دي ماتو اوښکو لارې تر لمنې پورې جوړې کړې دلته ټول مظلوم ولس جهان سره ژړلي دي ستا شډل لاسونو د غوټیو مرۍ پرې کړلې
زما مورې
وې دزړونو ترجمانه زمامورې له هرچاوې مهربانه زما مورې ستا سپیڅلو ارادو ته مې سلام دی جار لوګی دې شم حیا نه زما مورې ستا په غیږ کې مې مکتب دغیرت ولوست ځکه ته یې قدردانه زما مورې تا دمینې فلسفه باندې زه پوه کړم وې ښوونکې مهربانه زما مورې کاشکې ژوند مې دربخښلی شولو تاته زړه مې ډک دی له ارمانه زما مورې ستا ګاللي کړاوونه په ما پور دي خوب مې نشته له خفګانه زما مورې د اسمان سترګې لمدې او ګریوان لوند شو پر
غزل
ډیرې بې وسۍ نه ما دا ستا لمنه ونیوه وریځو په اسمان کې دسبا لمنه ونیوه تا له ډیره کبره چې زمونږ کلي ته شا کړله ما هم وارخطا بیا د ژړا لمنه ونیوه زه لکه لوګی په سرو غرمو له غرونو واوښتم سوو اسویلو مې د صحرا لمنه ونیوه اوښکې ننواتې ستا تر وره پورې درغلې ستا د کاڼي زړه بیا د ګناه لمنه ونیوه تادرقیب مخ کې څوڅو وارې ملامت کړمه ځکه مې په چوپه د حیاء لمنه ونیوه څومره ټینګ باور بیا د (وارث) په خپله مینه وه تاولې په زغرده
دفلسطین ځلمیانو!
دفلسطین ځلمیانو! ***** دپلستین(فلسطین) ځلمیانو! پام چې ونه ویریږئ! ***** ستاسوپاڅون جهان ته یونوی رنګ ورکړی دغې قیام خلکوته جرأت دننګ ورکړی پام چې ونه ویریږئ ! ورونوونه ویریږئ ! ***** پام چې ونه ویریږئ ! مونږدرسره یوورونو! افغانان ټول درسره دي ګورئ ونه ویریږئ ! پام چې ونه ویرږئ! ***** پام چې ونه ویریږئ ! ستاسودوینوڅاڅکي به ګلان وټوکوي شئ به واکمن دخاورې او