شعرونه
د عشق نغمه
دا د مينې جذبه ده که جنون سره مې شپه ده دا ګرمي د يار د غېږې که د اور کومه لمبه ده توره شپه کې رڼا وينم د بادو پر موج روان يم دي ټالونه د خوبونو که د عشق خوږه نغمه ده د الفت سندرې اورم ځنګوي مې پر راګونو د خيالونو دي بزمونه که د جام ښکلې نشه ده په آسمان کې مې سفر دی له سپوږمۍ سره نڅا ده مطربان دي د افلاکو که د خوب نوې کيسه ده خرابات کې څراغونه بل د مينې محبت دي کاروانونه د الفت دي که د ستورو سلسله ده مصور دي پر افلاکو د ښکلا ډېر تصوي
غزل
دستورو شړاسمان سره مې شپې شوې داوښکو لوند ګریوان سره مې شپې شوې لارې د منږل کږې وږې ښکاري تیاروکې د کاروان سره مې شپې شوې دلته هستي ټوله دګواښ لاندې ده بیا څومره سخت ګذران سره مې شپې شوې خیاله ماته ارته دنیا جوړه کړه داهسې تنګ جهان سره مې شپې شوې څړیکې د پرهر مې هیڅوک نه اوري بیا ټول عمر درمان سره مې شپې شوې ژوند مې په سلګیو کې لاهو شولو ( وارثه ) د توپان سره مې شپې شوې
قبرونه ژاړي
قــبـرونــه ژاړي قبرونه ژاړي اوس په ویر کی ډوب دي او د مزار هدیري بیا او يو ځل بیا د شهیدانو تابوتونه په زړه کی ځای کړل بیا او یو ځل بیا یی په ژړا کړل میندي او یو ځل بیا یی د لیلی د شهیدانو ورونه ومنل او یو ځل بیا یی افغانانو ته ژړل او د ناځوانو او بی ننګونو د کړو وړو شاهد وو *** او بلخ می ژاړی د ځوانانو ویر کی او دا ترکومه به وی له خلکو پوښتي د خلکو ډلي
پسرلیه
راشه راشه پسرلیه دامړې څانګې راژوندۍ کړه خوشبویي د مشکو راوړه داوطن غوټۍ غوټۍکړه د بلبلو په چغهار کې مستې مستې نغمې راوړه د لمر وړانګو سره یو ځاې په زولیو وږمې راوړه سپیرې دښتې کړه ګلونه چې میلو ته زلمیان وځي څڼې واچوي اتڼ ته چې د ټولو ارمان وځي جونو پرانستلې څڼې خپل اوربل ته ګلان غواړي د بلیو په سر ناستې کشمالو ته باران غواړي چې د لمر په پلوشو کې نري څاڅکي د با
غزل
دلته خو لمر په تیندکونو راځي خوشحالي کله په کلونو راځي د زخمي زړونو پټ دردونه لاشته اوښکې اوس هم په ګریوانونو راځي دلته له هرځاې قتلګاه جوړه ده د وینو بوې بیا له سیندونو راځي چې یې سکروټې په خپل لاس کرلي خود به لمبې په اتڼونو راځي کله په ځان کې په خپل ذات شکي شم ګډ شوی لو چې په سرونو راځي وایي ( وارث ) هرڅه له زغم وتلي څړیکې همیش له پرهرونو راځي اسلو- ناروې
د زړه لمبې
ساقي راوړه اور د میو بیا لمبې پر زړه کړه بلې ښه شیبه ده ښکلې شپه ده د زاهد نارې دي غلې خوند له ژوند اخلم یارانو زنځیرونه مات د عقل د نشو پر ټال زنګېږم له آسمان سره خبرې مېخواران ولاړ په تمه سره جامونه نذرانه کړه د سرور ډېوې کړه بلې د ښادۍ کوه سندرې د رنګرېز خمونه راوړه وچې دښتې کړه رنګینې څاڅکي څاڅکي باران اوري د امید دي مرغلرې بلبلان مطرب د ګلو د وږمو خوږې نغمې دي پاېکوبې ده د خوبانو ترانې دي سحرګرې د نسیم وږمې لګېږي د مین د زړه پر
درد
درد وختونه تیر کلونه تیر شول ما د ژوند د کتاب ډیرې پاڼې یو پر بل واړولې زه ېې د ستونزو ، کړاوونو او لوړو ژورو سره ښه بلد کړم خواږه ترخه مې ډیر وڅکل ساړه تاوده مې ډیر ولیدل دکوچنیتوب په خو ند ېې پوه نکړم نه مې د خټو نه ډوډۍ جوړې کړې نه مې دشګو کوټنۍ جوړې کړې نه مې په ډکه خوله خندا وکړه نه مې په حال کوم چا ژړا وکړه د کلي ټول هلکان د ښوونځي په لوري بیا لیکې، لیکې روان زه به څارویو سره
پسرلی
نسیم ښکلوي مخ د مهرویانو مستي کوي د زلفو له سنبل ګلان ولاړ سلام کوي بورا ته آواز ښکلی په باغ کې د بلبل عطرونه د ریحانو او نرګس دي عالم کې نوی ژوند ګورم رڼا کنګل به اوبه کېږي په سینو کې خندا ده څنارونه په نڅا ژوندون څیري سینه د تورو خاور بری دی پر هستۍ د باورونو وصال به د بورا وي له ګلانو هوسۍ کوي مستي په ځنګلونو مېلو د ارغوانو ته به ځمه په ټال کې د بوډۍ به ورزنګېږم خوبونه او خیالونه مې زانګو ده وخت
د پښتون زړه
طنز محمود نظری د پښتون زړه واکمن پښتون زړه نه لری یوازې ینه لري که يې هم لري بای پاس سوی یا پینه پينه لري چې سم زره لري د هغه کومه تمه مه کوه له بخته د هغه زړه دنده لکه معده لري *** چې ګبر ،یهود او مسیحي مو مسلمان نسي ازبک، تاجک او پښتون مو یو افغان نسي هر یو یې په خپل سر ډنګوی خپل ډول وطن به خلاص د ایران او پاکستان نسي *** ناتو په کامونو او مذهبونو کي واچوه کرکه هغوی یې خپله اخته کړه دیو بل په مړینه ور
دود او دستور( ازاد شعر )
له نیکونو میراث پاتی یادښه کلتور بلګه ده دمیلمه قدر همیش کړو چی ساتلی مو دیره ده اوحجره ده په چم اوپه ګاونډ کې لا دخپل سر له قاتله هم غچ نه اخلو او اشرکار مو ښه دود دی په ګډ کار کې څومره خوند وي ټولې ستونزې کړي اسانه ډیرې سترې مسلې د خلکو منځ کې په جرګو او مرکو باندې هوارې درناوی دخپل مشرانو د کشرانو وجیبه ده دوطن په ننګ سرونه بیاډالۍ شي هره پیغله دوطن بیا په میوند کې ملالۍ شي خو!
نوي او انتخاب شوي پټاټې
(NEW & SELECTED Potatoes) (دانګلیس شاعر اولیکوال (جان هیګلي ،په ۱۹۸۶ کې لیکل شوي کتاب ( نوي او انتخاب شوي پټاټې ( John Hegely ) او۲۰۱۳م.کال کې بيا چاپ شوي څخه د یوه شعر ژباړه د ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي له خوا+ انګلیسي متن ېې
نوی کال
نوی کال دنوي کال شپه وه باد نه لګیده خو نری نری باران وریده اسمان دتورو وریځو شاته پټ وه دسپوږمۍ ستورورڼا ځمکې ته نه رسیده توره تیاره وه لارې هم نه ښکاریدې دڅانګو څڼې لمدې اوڅاڅکي څاڅکي بیا تری لاندې څڅیده چوپتیا خپره وه ونې چوپې غرونه چوپ وه یواځې دسیند شور تر غوږو رسیده ښه مې په یاد دي پلار مې کیسه کوله دکلي لوې جومات کې دماخستن دلمانځه نه وروسته ټولوخلکو لاسونه لپه کړل م
خداوندا ! کجا شد آن بهار صلح افغانت؟
در رابطه به عدم موجودیت صلح در افغانستان عزیز ما، در رابطه به بهار خونین جنگهای خانمانسوز، غزل مقبولی داریم از مرحوم خلیل الله خلیلی در پنج بیت، تحت عنوان "بهار خون" که به حالت فعلی وطن عزیز ما نیز بی ربط نبوده و صدق می کند. وطن آمد بهار اما نبینم گل به دامانت نیاید نغمه شادی ز مرغان غزلخوانت به جای موج خون می جوشد از انهار خندانت به جای لاله روید داغ از طرف بیابانت نسیم امروز با بلبل حدیث عشق سرکرده مـگر وقت سحر بگذشته ازخاک شهیدانت چه ش
مـســتي ، ډیري مـسـتي ، د افغان سندرې و وایه
محترمو لوستونکو ته دا یوه پسرلنی شعر د ښاغلی محترم سلطان جان کلیوال وړاندی کیږی: پســـــرلیــه ! مـاتـه پسـرلیه ! د جـا نـان ســـند رې و وایــه مـســتي ، ډیري مـسـتي ، د افغان سندرې و وایه ما د سـرو لمبـو د سـوځیـدلو ځـنی و ژغـوره اور چی د جنګ مړ کا ، د باران سـندرې و وایه پریـده چي تر غـاړه شی، نارنج ټولو ګلونو ته مـاتـه د ښــکلا د ارغـوان ســند رې و وایــه یو می ســه «بخـدي» ته د ســوما په شـر بتـو پسي لـوړو سـر درو ک
دغوث الدین خیشاوه
طنز محمود نظری دغوث الدین خیشاوه که وزیر غل دی مل یې هغه راوستلی پیریې تر دې څوکۍ هغه دی راکښلی باید دهغه له مرشد ه وسي پوښتنه په څو يې په دې څوکۍ دی کښېنولی دپاک مشر مادون غل کیدای نسي دپاکی مور زوی ارمونی کیدا ی نسي *** د ټولو وزیرانو کار لکه دغوث الدین خیشاوه ده واښه پریږدي بوټي باسي دورځې کار یې یوه بسواسه ده لکه موږک په لټه د قروتو یې هر کونچ کې کښه سږمه ده بل کار نسته نسواریې بهرته د تلوراتلو ډالري سفریه
د پوهې کاروان
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه که شوې دسمې لارپیرو بیا د جهان سره ځه پاڅه په پوهه ،علمیت پیشرفت ته لار وباسه زحمت او زیار وباسه قلم په لاس ورځه د سولې ارمغان سره ځه علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه سیاینس اوتخنیک دا کاینات او پرمخ تللی جهان سیراو منزل د زمان ځان پرې خبر کړه بیا دستورو کهکشان سره ځه علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه چې د غفلت په خوب ویده دي دکاروان نه پاتې عصر او زمان نه پاتې په ع
غزل
غزل يو تار د يارانې يې غځولی و يو وخت جانان مې تر زړګي را رسيدلی و يو وخت غزل غزل ځواني وه پکې نغښې د جانان ما تار په ملغلرو کې پيئلی و يو وخت ځه خير که اوس يې ځان پرې اچولی داسې کوڼ زما د زړه آواز يې اوريدلی و يو وخت چې ولې به يې زړه راڅخه موړ وي اوس مهال زړګی يې را سره ډير لګيدلی و يو وخت دا ستا نيکمل د ستا له غمه داسې شو تغير کنه دارنګې نه و خدايګو ښکلی و يو وخت د غزل مقطع حیات افغان صاحب ته ډالۍ
اول لمبر هیواد
طنز محمود نظری اول لمبر هیواد د پښتنو ښه پيرزوینه په ښه ښکنځلو ده د وطندوستو سپیانو پيرزوینه په غپلو ده موږ په زړه تور په ژبه خواږه لکه کافران یو چې دبمونو غورځول یې د یموکراسۍ په بدلو ده *** د ناهلو کارمنوانو د تقرر په اساس شکراول نمبر یو د قومي تحصباتو په اساس ماشاالله اول نمبر یو دمجازاتو دنه عملي کولو په اساس مرحبا اول لمبر یو د ښه بلکل نه مدیریت په اساس الحمد اله اول نمبر یو د دولت او شورا د ناتواني په اساس زهي
زما ملګری
زمـــــا د مــــــلــــګــری پـــــه یــــاد لیکوال: سمیع الله خالد کــاش د هغې ورځې هیڅ نه وای اثر چـی پـــــکی راغــی مـا ته دا بد خبر د یو بل دوست د مرګ خبر می واورید ورځ می شوه توره په ځان نشوم خبر سترګی می ډکي شوي له وینو خو هغه لاړهء خــنـدا کی په نـــاچـــاره ســفر نــور به هغه مهربــان نــه وی افسـوس هــغه چـی خــبـري وي هـم دُر او شکر ډیـري خــبـري یـی پـه زړه وي بیا هم خــوښــی یی ښــودلــه په هر یو رهګذر مــوږ
تسلیت
د عمرونو د اشنايانو مرحوم قدرمن محمد ظاهر اُفُق او مرحوم عزتمن ببرک شينواري د رحلت د غبرګ ماتم په مناسبت څو شَلې شَډلیِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شَلې شَډلیِ د رڼو خلکو ياده روڼ شه د سپين لمر په غاړه د بنډارونو کور يې جوړ شه د کوثر په غاړه د ملګرپالو میړنيو سخاوت والاوو هلته يې هم نغری جوړ شه د لنګر په غاړه په تګ خپه نه شئ مرګ هم بل تداوم د ژوند دی دلته په نوم کې هلته تل د لوی سف
(مرضونه)
الله تعالا پیدا کړي په پرېماني مرضونه په دنیا او مافیها کې ډیر انتاني مرضونه انتاني نه مې مقصد دی میلیونونو میکروبونه چې په سترګو لیدی نشي ذره-بيناني مرضونه دزيړي ويروسه یې نيسه ترچينجيانواوغوماشو څه سليم دي څه خبيث دي آن سرطاني مرضونه له آدم او حوا مخکې په نړۍ نور موجودات ول خدای خبر څه ول نومونه دیو،پیریانو! مرضونه ابلیس ولمسوله حوی په خوړو د انګور دانې بې-امري د الله وسوه له ناداني مرضونه بنیآدمو سره مړهء کړل دقدرت او ثروت پاره
ملي اتل
طنز محمود نظری ملي اتل دظاهر شاه په مهال سفربري سوه اعلان له ټولو ولایاتونو څخه راټول سوه پشکیان هر خوا ته لومړی لمبر سوه جنګي احضارات د پاکستان په سرحد جوړ سوه استحکامات دا جنګي احضارات لکه د اوښ کولمه سوه اوږده په پای یې ان د هواشناسي ستیشن لا نه پوهیده یو افغان ضابط چې واده کړي و تازه په تازه ورغی کومندان ته چي ورکړي کور ته دتلو اجازه کومندان ورته ویل تیاري ده دجنګ اول لمبر اجازه کورته نسته دهیڅ کوم عسکر او افسر
ای عدل بیا و دور نما چوکی دار را
گویند چو دزد شهر باز چوکی دار گشت ای عدل بیا و دور نما چوکی دار را سانی که پاسبان سر دزد گردنه ست قحط الرجال زائیده دود و غبار را مفسد چو حق طفل یتیم حیف و میل کرد لاشخور لقب بگشت کثیف غدار را ثروت چو از دریچه مفسد سر کشد افعی ز گور میکشدش زهر مار را قمری و بلبل و قناری ثناء کنند یارب تو گل عطا بنما گیر خار را
څاڅکی:
یـمـه زه یـوڅاڅکی له وریځـونه راڅَڅَـمّ پـرغـــرو ووپـــردرو او بــیا پرځمـــکه پـــرېــوتم پاس پـرغـرونـوپه شېلو وو په ماندونوکي پــردښت هــــواره غــــټ سـینـدونــــه جــــوړه وم پرځمکه مي ډنـډونه اوکړمـونه کـړه تیار بیانه یم هغه څاڅکی نوم مي واوښت دغه دم لوي سیندونه رانه جوړبهیږي هـري خوا تـــویـیـــږي یــوپه بــل کي سمنـدرسو په یــودم څوک ویني کله څاڅکی ټول ویني سمندر داګــــرد لـــه مـانه جــوړدي کـې ومـنــې قــسم داغټ کارونه ګو
مړې ډیوې
ددې کلي ډیوې مړې دي رڼا نشته دی تیارې دي هره خوا ېې خاموشي ده ګونګې شوې ترانې دي له ګودره زګیروی خیژي پرې مرګونې نښانې دي مازدیګر هم مرور دی له ژړا يې سترګې سرې دي تقصیر نشته د ګلانو د غوټیو مرې پرې دي دا د کوم ظالم له لاسه چې پرې ډکې هدیرې دي د غیرت پدې ټاټوبي نڅولې چا چړې دي څه غدۍ ده راپریوتې شاړې شوې چې حجرې دي د شملو سرونه نشته پرې انبار خاورې پرتې دي دا د کوم شهی