له دې محله د سلګو جنازې ووتلې
د خپلو څه کړې د پردو جنازې ووتلې

د پرخو ساندې تر اسمانه پورې ورسیدې
ګلونه ژاړي د ازغو جنازې ووتلې

شیخ او زاهد د میکدې کنډول اوس نه ماتوي
ځکه له کلي د توبو جنازې ووتلې

پتنګ بې ځایه ځان د اور په لمبو وسوزاوه
پانوس له کوره د لمبو جنازې ووتلې

پیغلې ګودر نه اوس له ویرې اوبه نشي راوړی
کتار کتار بیا د منګو جنازې ووتلې

( وارث ) به ډکې لپې راوړي د رڼا ملګرو
دلته بې شمیره د تیارو جنازې ووتلې
اوسلو - ناروې