زه توپیر د ښه او بد کولی نه شم
دې مالت کې د قاتل څومره عزت دی

چې د خپل ورور په مرۍ وي غلی شوی
دا د کوم قوم رواج دی او غیرت دی

ځان مو خپله د بلا خولې ته ورکړی
که لیکلی له ازله دا قسمت دی

هغه خلک چې سرکښه او ناراض شي
که زوریږي دې کې هم د رب حکمت دی

دا شیندلې پرګنې به کله یو شي
که لاسونه سره ورکړي لوی قوت دی

هغه ځمکه چې سوزیږي او وریته شي
خود به وایو پدې ځمکه سور قیامت دی

که حساب د خپل ضمیره سره وشي
نو ( وارثه ) هر سړی بیا ملامت دی
اوسلو - ناروې