شعرونه


دغوث الدین خیشاوه

طنز محمود نظری دغوث الدین خیشاوه که وزیر غل دی مل یې هغه راوستلی پیریې تر دې څوکۍ هغه دی راکښلی باید دهغه له مرشد ه وسي پوښتنه په څو يې په دې څوکۍ دی کښېنولی دپاک مشر مادون غل کیدای نسي دپاکی مور زوی ارمونی کیدا ی نسي *** د ټولو وزیرانو کار لکه دغوث الدین خیشاوه ده واښه پریږدي بوټي باسي دورځې کار یې یوه بسواسه ده لکه موږک په لټه د قروتو یې هر کونچ کې کښه سږمه ده بل کار نسته نسواریې بهرته د تلوراتلو ډالري سفریه

19.03.2017 محمود نظری

د پوهې کاروان

علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه که شوې دسمې لارپیرو بیا د جهان سره ځه پاڅه په پوهه ،علمیت پیشرفت ته لار وباسه زحمت او زیار وباسه قلم په لاس ورځه د سولې ارمغان سره ځه علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه سیاینس اوتخنیک دا کاینات او پرمخ تللی جهان سیراو منزل د زمان ځان پرې خبر کړه بیا دستورو کهکشان سره ځه علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه چې د غفلت په خوب ویده دي دکاروان نه پاتې عصر او زمان نه پاتې په ع

17.03.2017 سمیع الدین افغاني

غزل

غزل يو تار د يارانې يې غځولی و يو وخت جانان مې تر زړګي را رسيدلی و يو وخت غزل غزل ځواني وه پکې نغښې د جانان ما تار په ملغلرو کې پيئلی و يو وخت ځه خير که اوس يې ځان پرې اچولی داسې کوڼ زما د زړه آواز يې اوريدلی و يو وخت چې ولې به يې زړه راڅخه موړ وي اوس مهال زړګی يې را سره ډير لګيدلی و يو وخت دا ستا نيکمل د ستا له غمه داسې شو تغير کنه دارنګې نه و خدايګو ښکلی و يو وخت د غزل مقطع حیات افغان صاحب ته ډالۍ

13.03.2017 نیکمل ځاځی

اول لمبر هیواد

طنز محمود نظری اول لمبر هیواد د پښتنو ښه پيرزوینه په ښه ښکنځلو ده د وطندوستو سپیانو پيرزوینه په غپلو ده موږ په زړه تور په ژبه خواږه لکه کافران یو چې دبمونو غورځول یې د یموکراسۍ په بدلو ده *** د ناهلو کارمنوانو د تقرر په اساس شکراول نمبر یو د قومي تحصباتو په اساس ماشاالله اول نمبر یو دمجازاتو دنه عملي کولو په اساس مرحبا اول لمبر یو د ښه بلکل نه مدیریت په اساس الحمد اله اول نمبر یو د دولت او شورا د ناتواني په اساس زهي

12.03.2017 محمود نظری

زما ملګری

زمـــــا د مــــــلــــګــری پـــــه یــــاد لیکوال: سمیع الله خالد کــاش د هغې ورځې هیڅ نه وای اثر چـی پـــــکی راغــی مـا ته دا بد خبر د یو بل دوست د مرګ خبر می واورید ورځ می شوه توره په ځان نشوم خبر سترګی می ډکي شوي له وینو خو هغه لاړهء خــنـدا کی په نـــاچـــاره ســفر نــور به هغه مهربــان نــه وی افسـوس هــغه چـی خــبـري وي هـم دُر او شکر ډیـري خــبـري یـی پـه زړه وي بیا هم خــوښــی یی ښــودلــه په هر یو رهګذر مــوږ

09.03.2017 سمیع الله خالد سهاک

تسلیت

د عمرونو د اشنايانو مرحوم قدرمن محمد ظاهر اُفُق او مرحوم عزتمن ببرک شينواري د رحلت د غبرګ ماتم په مناسبت څو شَلې شَډلیِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شَلې شَډلیِ د رڼو خلکو ياده روڼ شه د سپين لمر په غاړه د بنډارونو کور يې جوړ شه د کوثر په غاړه د ملګرپالو میړنيو سخاوت والاوو هلته يې هم نغری جوړ شه د لنګر په غاړه په تګ خپه نه شئ مرګ هم بل تداوم د ژوند دی دلته په نوم کې هلته تل د لوی سف

09.03.2017 تازه خان ويال

(مرضونه)

الله تعالا پیدا کړي په پرېماني مرضونه په دنیا او مافیها کې ډیر انتاني مرضونه انتاني نه مې مقصد دی میلیونونو میکروبونه چې په سترګو لیدی نشي ذره-بيناني مرضونه دزيړي ويروسه یې نيسه ترچينجيانواوغوماشو څه سليم دي څه خبيث دي آن سرطاني مرضونه له آدم او حوا مخکې په نړۍ نور موجودات ول خدای خبر څه ول نومونه دیو،پیریانو! مرضونه ابلیس ولمسوله حوی په خوړو د انګور دانې بې-امري د الله وسوه له ناداني مرضونه بنیآدمو سره مړهء کړل دقدرت او ثروت پاره

08.03.2017 ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی

ملي اتل

طنز محمود نظری ملي اتل دظاهر شاه په مهال سفربري سوه اعلان له ټولو ولایاتونو څخه راټول سوه پشکیان هر خوا ته لومړی لمبر سوه جنګي احضارات د پاکستان په سرحد جوړ سوه استحکامات دا جنګي احضارات لکه د اوښ کولمه سوه اوږده په پای یې ان د هواشناسي ستیشن لا نه پوهیده یو افغان ضابط چې واده کړي و تازه په تازه ورغی کومندان ته چي ورکړي کور ته دتلو اجازه کومندان ورته ویل تیاري ده دجنګ اول لمبر اجازه کورته نسته دهیڅ کوم عسکر او افسر

04.03.2017 محمود نظری

ای عدل بیا و دور نما چوکی دار را

گویند چو دزد شهر باز چوکی دار گشت ای عدل بیا و دور نما چوکی دار را سانی که پاسبان سر دزد گردنه ست قحط الرجال زائیده دود و غبار را مفسد چو حق طفل یتیم حیف و میل کرد لاشخور لقب بگشت کثیف غدار را ثروت چو از دریچه مفسد سر کشد افعی ز گور میکشدش زهر مار را قمری و بلبل و قناری  ثناء کنند یارب تو گل عطا بنما گیر خار را

04.03.2017 افغان تحرک

څاڅکی:

یـمـه زه یـوڅاڅکی له وریځـونه راڅَڅَـمّ پـرغـــرو ووپـــردرو او بــیا پرځمـــکه پـــرېــوتم پاس پـرغـرونـوپه شېلو وو په ماندونوکي پــردښت هــــواره غــــټ سـینـدونــــه جــــوړه وم پرځمکه مي ډنـډونه اوکړمـونه کـړه تیار بیانه یم هغه څاڅکی نوم مي واوښت دغه دم لوي سیندونه رانه جوړبهیږي هـري خوا تـــویـیـــږي یــوپه بــل کي سمنـدرسو په یــودم څوک ویني کله څاڅکی ټول ویني سمندر داګــــرد لـــه مـانه جــوړدي کـې ومـنــې قــسم داغټ کارونه ګو

01.03.2017 محمدسرور وکیلي

مړې ډیوې

ددې کلي ډیوې مړې دي رڼا نشته دی تیارې دي هره خوا ېې خاموشي ده ګونګې شوې ترانې دي له ګودره زګیروی خیژي پرې مرګونې نښانې دي مازدیګر هم مرور دی له ژړا يې سترګې سرې دي تقصیر نشته د ګلانو د غوټیو مرې پرې دي دا د کوم ظالم له لاسه چې پرې ډکې هدیرې دي د غیرت پدې ټاټوبي نڅولې چا چړې دي څه غدۍ ده راپریوتې شاړې شوې چې حجرې دي د شملو سرونه نشته پرې انبار خاورې پرتې دي دا د کوم شهی

28.02.2017 پوهنمل محمد وارث

دکرکت نظم

افغان کرکټ ستا ښکلې شنې جامې مې هم خوښیږي ستا بیټونه او نښانې مې هم خوښیږي ستا سینه کې هغه نوم افغانستان ستا ټولنې او مشوری می هم خوښیږی په بري کې چې نعره شي د تکبیر د لیدونکو ولولې مې هم خوښیږی هغه ټیم چی وي مات شوی او خپل نه وي د مؤمنو کارنامې مې هم خوښیږي محمدی او یانبی چی زه وګورم ها ستمپونه او ویکټې مې هم خوښیږي آزانونه چې شهزاد کړی لمونځ لپاره د تکبیر ښکلی نعرې مې هم خوښیږي چې په جمع کړي لمونځونه ټول لوبغاړي دا قیامونه او سجدې مې هم خوښیږي

28.02.2017 شفیق "حقپال "

غزل

محراب کې مې د زړه يوه سجده دمينې کړې ما کله دا ويل چې مې توبه د مينې کړې په لارو چې زنګېژم شېخه مه مې ګرموه د عشق په ميخانه کې مې نشه د مينې کړې د اوښکو په تسبو کې مې ديار نوم اړاوم توبه مې له توبوشه ماوعده د مينې کړې په څه رانه خفه شوې چې دې واړولو مخ بيا ما چاته ده دلبره ستا قيصه دمينې کړې لوګۍ به شي غمازه ستا جوړ کړى شش محله زړګي د (اصلزي) داسې لمبه دمينې کړې 2016 Sweden

20.02.2017 صابر اصلزى

دبن تړون ته دهلمند پيغام

--- --- --- --- چا له په نښه د چا ښکار دې کړم ښیرې، ښيرې آزار،آزار دې کړم کمیس مې نشته چې ګریوان وشلوم لکه د لــوټ کابل چــینار دې کــړم څومره دې وکتل په کرکه، کرکه دلاله ګل ومـه کـوکنار دې کــړم څومره دې وزبیښلم ودې څکوڼډم لکه هلمند پرهار ،پرهار دې کړم مــاخـپل ټوټې ، ټوټې بدن ټولاوه سم چې یوتن شومه اغیار دې کړم زمونږله کورونومرچلونه جوړشول سنګر ، سنګر کتار ، کتار دې کړم ساده آرین سره فتنه ، فتنه شوې هم دې شه

12.02.2017 مصطفی ـ آرین

دیداره مه راځه!!

دیداره! په دار کوي دې، سنګساروي دې، ته ګناکاریې، تا د شیطاني علم مډالونه اخیستي، ته دمنلو نه یې، ته ستر خطر یې، بل څوک دې نه وژني د خپلې خاورې بچي دې وژني، خپل وروڼه دې وژني همغه دې وژني چې ستا د وطن پر ځمکه لوی شوي، همغه دې وژني چې ستا د وطن له ښکلې سینې د مینې ګلونه ریبي دیداره رانشې ستا ټاټوبی ستا د دیدار لپاره نه دی ستا هغه د ګلونو دیار اوس په سره تبۍ اوښتی. ستا وطن اوس د توپانونو او زلزلو ټاټوبی دی، ستا د وطن د سهار پسته وږمه اوس په لوخړو او توپانونو بدله شوې، ګوره رانشې

25.01.2017 توریالی ملیار

ادبي یاران:

نن سوه راپـیـاد هغـه درې خواږه یـاران بـېــنــوامـجــروح الفت روح دي وي ښادان خـپله ژبې پـه ویـل او په قلم و ځـلــولـه آفــریـــن دي وي پــــــر داســــو شـاعـــران هریوه لیکل، ویل پخپل ګړدودسره کول یـــوه یـــوبل ته نه کــړه غــنــد نه د زیـــــان بېنواخوړسېب تردرخته لاندي ووځلاند الفت مڼه په لاس تروُني لاندي درخشان دا درو کـړه پښتـو ژبه اوچـته په قـلــم الهي! روح ئې کړي پخپل رحمت سره روښان هریو ووسمندردخپل ژبي په ګلبڼ کـي خدا

22.01.2017 محمدسرور وکیلي

غزل

ورکه انګېزه د شعر ليکلو شوه نه وه د ليکلو د ويلو شوه ډېر که راته غوږ کې پسېدلي دي نه وه د منلو، د منلو شوه نور به د غزل توري جوړ نکړمه دا کرونده وچه، د رېبلو شوه مسته د غزل دنيا ته ووته پېغله انګېزه د ګډولو شوه شعر ښکلي کتاب ته به مې ژوند ويل دا زنده ګي توره، د رټلو شوه

22.01.2017 جمال ناصر اصولي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more