طنز
محمود نظري

افغانی تجاران

وایی په بهر کي ټول بین المللي تجاران
څومره ښه دي دا افغان کفن کشان
چې راسي موږ ته دا افغان تجاران
وایي موږ ته راکړه بدل او ارزان شیان
اکسیر یې لږکړه فیلر یې کړه ښه ډیر
زموږخلک دي ټول غریبان فقیران
یوازې یې موږ مشهوره مارکه پکار ده
زموږ ډیر خلک دي ډیرعالمان زیرکان
خو چي کله وروته راوړو ډوډۍ وایي
موږ حلال شیان خوریو یو مسلمانان
شراب څښي خو ډوډۍ حلاله غواړي
دا سې دي ځینې ښه افغانان تجاران
دا وطن به څرنګه او څوک آباد کړي
چې تر صفر لاندې یخ نیولي لري وجدان
ددنیا ټول تاریخ تیر او بدل شیان افغان خوري
ځکه ځینې بې ایمان دي ځیني ذره نه لري وجدان
خره مو ټول له یو سره اکتونه کوي د زمري
ټول خالي ګډوان ځانونه هینداره کې ویني خټکیان
هر یو لمونځ کوي روژه نیسي عمرې او حجونه کوي
چې وس لري لکه غواوي څټي خلک لکه خوسیان
په دې وطن کې دچا نه ګیله وکړو له چا نه ګیله
دا ولي ځیني افغانان پلورلي په ډالرو خپل وجدان