که غر ستر په سر یې لار شته
د تیارو پسې سهار شته

دا بڼ ځکه ښایسته ښکاري
چې چوپړ ته یې ملیار شته

دومره ډیره موده وشوه
لا تر اوسه یې پرهار شته

چوپه خوله وه هیڅ یې نه ویل
خو په زړه کې یې اقرار شته

زه پرې څنګه باور وکړم
چې په ستګو کې یې انکار شته

نابوهۍ زور لګولی
په دې چم کې څو هوښیار شته

که په ټولو حساب نه شي
دلته څو سړي د کار شته

ما ځان خپله پیژندلی
چې نصیب قسمت مې خوار شته

دڅو ورځو مسافر یو
په ژوند کله اعتبار شته

نا امید به ( وارث ) نه شي
ځکه څو ورځې د شمار شته
اوسلوـ ناروې