شعرونه
زماد یونظم په سمونه دزيارصیب نظر
ما د دې لپاره چې خپله شاعري وآزمایم ، همدغه نظم مې استاد پوهاند صاحب زیار بابا ته انګلیڼډ ته واستوه او هغوی سره د ډیرو مصروفیتونو خپل نظر او سمونې را لَورولې چې دا دی تاسو او لوستونکو (د شعر او ادب مینانو ) سره ېې شریکوم . البته د یادولو وړ بولم چې ما د هر شعر او ليکنې په پای کې د استادانو د نظر او سمونو یا تشویقونو غوښتنه کړې ،لاکن دا لومړی ځل دی چې د زیار صاحب نظر اخلم. درنښت او مڼنه : ستاسو زړور /بلجیم دا زما د نظم اصلي بڼه:زړهءور ډاکټر حمیدالله زړور ساپی ۳۱.۱۰.
وحدت
ددوه زړونو په پيوند کی وي ژوندون جوړ چی مینی سره وینه کړی ګډون عاطفه، وفا چی شي غاړه په غاړه اتفاق یی، یو لیلا کړي بل مجنون عقل پوه چی یو بل سره پخلاشي هغه کس، ابن سیناشي، افلاطون اکسیجن او هایدروجن جوړی اوبه کړي نتیجه ده د جوړښت د پیوستون اوبه، خاوری شی یو ځای سیمه ګلزار کړي ملګرتیا په کی پیدا کاندی بدلون خوش بیني او خواخوږي چی شي ملګري بی نوا کړي د خطر ځنی مصؤن چی نیکي او مروت چاسره وشي د بی وزله زړه په مرسته کړي
خبره کول:
یـــووارپــه آنـد سه بـیا ویانـد سـه دپــوهـــي دمــحـفــل پــه هـــانــــدووانـــدســــه خـوله دژبـي یوهټی یاپلورنځـې ده که خلاسه نسوه حال ئې پټ سي نو پوهاندسه تـرهَذَرویـــل نــه ویـــل لاښــه دي پـــټــه خــوله ښــه له اورېدوســره په هاندسـه په پاړسوکي یومتل دی ویل کـیـږي ســـل ځــلي پــه آنـدسه یــوځــلي ګویانــدسـه ښه خبره ښه،اورېده ئې د نغمې دي پـــرځـای کــوه خــبــره هــرچالـره په آنـــدسـه
غزل
مه ګـرځه ما پسي اشنا، خلک خبرې کوي دلـــــته سهر دلته بېګا، خلک خبرې کوي نن له شپېلۍ سره دغره لمن کې ټال جوړوو نــــن په تبليغ نن په ملا، خلک خبرې کوي تـــــــاد تقدير تا دازل غېږې ته ځان سپارلی مـــــــــاته رقيب ماته بلا، خلک خبرې کوي اوس معنويت له لاسه وتی دی وفا څه کوې اوس له دونيا سره دونيا، خلک خبرې کوي چوپ نو وليده بوډاګان عاشقان شوي دي نن چــــوپ نو وليــــده په بابا، خلک خبرې کوي ۱۳۹۶:۱:۱ ۶:۵۴:ماښام خپل ک
تجزیه که پاکستان شي «شعر»
تجزیه که پاکستان شي ***** تجزیه که« میلاوټه» پاکستان شي+ نوجهان به ټول په آمن اوآمان شي ***** دنړۍ جنایتکارودویم هیواد دی+ بیله شکه چې آرام به ترې جهان شي د مکارانګلیس په چل باندې جوړشوی+ که شي وران، سیمه به خلاصه له سرطان شي ***** امریکااوانګریزان لا،غول خوشیان هم دلوینه(۱) چې به کله یې زړه یخ په دې زندان شي دډیورنډ په جعلي کرښه لا ټينګارکړي+ تاریخ وایي په دې وینابه پښیمان شي ***** دیورپ د&l
د سترګو انځور
د ښکلو ګلو د غــونچې غېږه کې لکه شبنم دانـــه، دانـــه پــرېوتل نن مې د خيال او تصور لــه ګوتـو تــوري د نظم پــــه آئينه پـرېوتل ★★★ نظــر مې لکه لاروى ستومـــانـــه پــه بېړه دنګو چنـارو تــــه ولاړو د چنارونــو منځ تـــه تـږي غونـدې دوه ښايسته ښکلو چينو تــه ولاړو ★★★ چينې وې دواړه لــه شيدو نــه ډکې ګډ لــه شيدو سره انګار ښکارېده نـه، نـه غلط شوم پاڼې، پاڼې ګلاب سپينو شيدو باندې هـوار ښکارېده ★★★
تورشر ـ شعر
تورشر ***** دوطن دمورلمنه کې مې ښخ کړئ دکابل خاوره مې وشندئ په سر د«پیوند»دپاس شعرپه اقتفأ ***** که زه مړشوم چې مې پرې نه دئ بهر چې لګیږي بادپه قبرمې له لراویاله بر که کابل که پیښوراویا کونړوي ماته خاوره دافغان یوبرابر ***** ملک مې خپل رانه پردی شوڅوڅوځله دورتلواوخښیدوهیله مې نه ګرځي په سر چې په خاوره مې پردی قووت حاکم وي زمامړي ته ځای نه شته دی په سمه یاپه غر ***** بیاوروستۍ پریکړه مې
بل شاه شجاع!
طنز محمود نظری بل شاه شجاع!!! که نیسې لکۍ دداسې چا ونیسه چي نه وي نیکنام چې راتلل یې په تا و نه وینې په نیمه شپه باګرام دباچا په ترات تګ دبل هیواد د وزیر پښو ته ښه دی دا کار تل شاه شجاعان په شرم پوخ کړي له اوم او خام موږ نه وایو چي ته یو لوی شاه شجاع نه يي، یې پوهیږو مشکله ده په خپلو ښکاره سجدو وکړې پام دا د اوس باچاهي په همدې جهاني سیاست چلیږي سل ټنه منت به منې دخپلو بادارانو د ډالۍ دیو ګرام واک اوس څوک دولس په رایو تر لا
اي طالبان عشرت ديگر کجاست فرصت
په پوره خزان کې د ابولمعانی بیدل یو پسرلنیز غزل وړاندی کیږی. ابولمعانی عبدلقادر بیدل وایی: امروز نوبهار است "ساغر کشان" بيائيد گل جوش باده دارد تا گلستان بيائيد در باغ بي بهاريم سيري که در چه کاريم گلباز انتظاريم بازي کنان بيائيد آغوش آرزوها از خود تهيست اينجا در قالب تمنا خوشتر زجان بيائيد جز شوق راهبر نيست انديشه خطر نيست خاري درين گذر نيست دامن کشان بيائيد فرصت شرر نقابست هنگامه شتابست گل پاي در رکابست مطلق عنان
بلبل اودګل ناز
سحرګاه ګل وبلبل وه په چمن کي په صحبت چلـېــده تـــازه وږمـه ووعــجـب راز دمــحـبـــت ګل بلبل سره پــه راز وه ګـډ مـرغـان په تــرانــو پـه چـمـن کـي ئـې نغمې یـوتربل ئې کړو الفــت ځلـېـدې واړنـګـي د لـمرګل ئې راوست په خـنـدا سرې خولې غوټۍ ولاړي مشاطه ګوره دطبعـت بلبل ویـل وګل تــه نــاز دي ډېـر دی ای سـنبــله ګل ویـل بلبل ته ترخه مه کړه پرمهال دمـحـبت
غزل
ستا د خفګان هيڅ اراده مې نه وه نوی مين وم تجربه مې نه وه د جدايۍ اثر دې داسې و چې زړګی مې و د زړه ټوټه مې نه وه بس مجبوري وه بله لاره نه وه کړې له مينې نه توبه مې نه وه يواځې ستا غم پريشان غوندې کړم جانانه بله انديښنه مې نه وه نيکمله خير دی خفه کيږې به نه مينه چې ومې نکړه زده مې نه وه
زړهءور
الله تعالی پیدا کړي نعمتونه خوندور بنده ګان ډيري ناشکره او چټي وي مره ور آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګه ور
ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي!
طنز محمودنظری ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي! افغان چي په ښه کار سي ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي چې بې کاره سي هره شپه او ورځ بیا قران قران نارې وهي زور ور د رشوت لپاره ظلم کوي په هر بې واسطې خوار چې له کاره لیري سي بیا هغه خوار ته قربان قربان نارې وهي بیکاري یې ښه بسلمان کړي ټول کال ثوابي روژې نیسي چې مردار ه غوښه وویني په وتلو سترګو اله بریان بریان نارې وهي چې د بخت سوری يي خلاص او د شنو لوټو ورباندې شړپ سي هر کال حج او عمر
خزان
ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي زه هم ستا په څير يم، چي عزيز وطن مي وران دی ته خو د ګلونو رژيدلوته، ژړا کوي ته دښکلو پا ڼو وچيدلوته غوغا کوي ته دتنکوڅانګو په لويدواويلاکوي ته د ساړه ژمي رسيدلوته سودا کوی ته په دې کړيږی چي بيا مړاوی ګلستا ن دی ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي زه د خپل وطن د شهيدانو پسي ژاړمه زه دآزادی د پتنګانو پسي ژاړمه زه د کونډ و رنډ و يتما نو پسي ژاړمه زه د ژوبل شوو ما شو ما نو پسي ژاړمه ژاړي اي
زمادسنګرملګریه!
دشاه محمود«حصین»په یاد زمادسنګرملګریه! ****** ستاپه سره سنګرباندې به سره ګلان کتارشي واړه سره سرتیري به دې خپل وطن نه جارشي لاره چې دې غوره وه له ستونځوځنې ډکه وه ډاډاوسه ! داغرونه اوخنډونه به آوارشي ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و ګرده دوشمنان به دې اخیردلته سنګ سارشي ***** اوزمونږدسنګرملګریه! ***** پام چې وارخطانه شې مرګی دژوندپایله ده ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي تاوه قربان کړې ښه
زړه ماتوونکې پیښه
زړه ماتوونکې پېښه ستا د لیدو په تمه ما هېوادونه کتل ستا د ښکلا لپاره ما انځورونه څارل د ښکلا بیلګې په شان په دنیا ته وې ماته ونه دې دنګه، مخ دې سپوږمۍ په شانتي کله چې ته مې لیدې، ښکلا مې نه پيژنده یوازې ته وې ښکلې او ستا جمال ؤ ښکلی ــــــــــــــــــــــــ خو د وطن لیونو ستا ښکلا نشوای زغمی دغه پردي غلامان د څو پیسو لپاره تیزاب را پورته کړلو او ستا په مخ یې درکړل ماته بابا ویلي افغان غلام نه کیږي خو اوس وختونه تېر شول حا
ښکنځا مکړه په خپرونه کي!
هــغه چي ښکنځاکي په رادیو اوتلویزون کـي نه پـوهـیـږي چي لـه پـوهي نه بـېلـتون کي پخـــپله ښکـنځابده ناچل لوټ دی په ټــولـــنـه ناچل لـوټ بده خـبـره سـتــاده پـه آرون کي ناست ئې جګ مغـزی کړې خــپــرونه په ښکـنځا بـلـچا راپارولـی لري بـدي خبري په درون کي دا ځای دښکـنځا نه دی پــوهـاوی دی دټولني تـه کـه ژورنالست يي دا نسته پـه قانون کي هر کوڅه ګښته راسي کښېني تـلـوېـزون کــي سترګي پوټي خوله وازه ږغ باسي په موجون کي ای ناخبره راسه کښېنه
هیله
چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه نور له پوندو عقل راولې سرو ته چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته دهیچا د لومې سرویستلی نشو څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې غټان کله پورته کنږې میلمنو ته ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو
دوه مخې ايينې
. دوه مخې ايينې دا اوسنـــــي ملګري يعنې عصــري ملګري لکه دوه مخې ايينـــې حيـــرانـــوي ملګري پـــه مخ څرمن نه لري نــه يې ساتي ملګري رنګ بدلــــوي ملګري لکه کالـــــي ملګري اغـزي، اغـزي ملګري زړه ژوبلـــوي ملګري خــوا بـــدوي ملګري ډېر نـه سړي ملګري بې ژبـو خولې ګرځوي تشې، خالـــي ملګري هـوډ ماتـــوي ملګري ځينې سياسـي ملګري شتــه د ځوانۍ ملګري د پســـرلـــي
ملګرو
ملګرو ټول قطار چې تار په تار کړې یوه زاڼه نو هغې ته مونږ لیوه وایو ملګرو په دې کرښو نه بیلیږي دا خو ځکه لر و بر ته پښتانه وایو ملګرو خیر عادت مو اوس اخیستی خفه نه یو ځکه جنګ ته اوس میله وایو ملګرو چې معیار د انسانیت یی په دولت شي دې انسان ته به دابه وایو ملګرو چې د یار په اشارو باندې پوه نه شي دې عاشق ته به شده وایو ملګرو چې د مینې تخم وکري وطن کې هغو خلکو ته به ښه وایو ملګرو چې هوا د ازادۍ لري په سر کې دې ملت
دغلطو القابو د قبرسوټي
طنز محمود نظری دغلطو القابو د قبرسوټي د یوې غونډۍ دشپې ختئ یونری ږغ ژړن ول زه مارشال څه، نه وم ان یو جګتورن رتبه را کوله هره ورځ یو چپنکی ډارن زما کام ته یې ځان ښوده چې دی تورزن دا کامي لوچکان چي ما هر ورځ په ګوتو نڅوي هغوی دخم دننه نه ویني ګوري یوازې سربیرن ما کوم جهاد نه دی کړی قسم خورم قسم قسم یو لوی خاین وم ،ولس ته ډیر ډیر لاپزن ما مه وهئ اخ! نور بس ده ما مه وهئ زه نه وم تر نورو ډانګیانو لا ډیر خیرن زه
دنه هیردونکي شپون پرویر !
تا به ویل ... وطن به جوړ شي خو د وینو د رود په بــــــــیه پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی حیا بي نور ورځنې وړي د ډالرو په بــــــــیه شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي
خدای دی خوار کړه نظاره له دې غلو سره
طنز محمود نظری خدای دی خوار کړه نظاره له دې غلو سره منم دي یاره لږ تیز سه ورو ځې لږ په خیز سه وخت لکه باد تیریږي خاین ته چوپ یې لږ په ستیز سه *** یو وطنپرست اخته دی له خاینانو پېنځو سره خدای دي خوار کړه نظاره له دې غلو سره په سپینه زیږو نه شرمیږي کوي خیانت او غلا د ملت په سترکو ننوخي دخپلو مردارو بوټو سره د داسي ملت د امنیت له حاله دي خدای تعالی ساته چې سلګونه شیرخوره جنرا لان لري له چوشکو سره هلته چي
آرزو
ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي شاعري د جدایی له درده کیږي چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي بس سړی له سړو باسي چې غریب شي چې دولت او طالع نه لرې میرویسه سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي
اختره پام چې په دې لار رانشي
اختره پام چې په دې لار رانشي په دي کوڅه په دغه خوا رانشي دلته لا اوښکې وچې شوې نه دې د غم سیلۍ لا ودریدلې نه دې ډیوې دې مړې توره تیاره دلته سلګۍ دې ساندې دې ویرونه دلته یتیمان ناست دي تیر وختونه ژاړي د مور او پلار خواږه یادونه ژاړي څوک د ادې دي وخت اختر یادوي څوک د بابا ځواني نښتر یادوي خوشالې نشته دلته غم میلمه ده ورسره درد او هم ماتم میلمه ده دلته د هیلو جنازې پرتې دې دا پاتې ژوند ته وسوسې پرتې دې