غزل
___

جانــــان مــې لاړو لـــه جـانــانـه سره
ځــــکه غـــږيــږم اوس لــه ځـانه سره
بــاده، وردرومــه خپلــــه لار دې نيسه
زمــــا حســاب دی لـه طوفـــانه ســـره
د غــرهُ ســړی يم، غــرغـــره دې منـم
نهُ دې منـــم ژونـــد لـه زنــــدانه ســره
پهُ زمکه کور او هم مې ګور پهُ زمـکه
زمـــا څهُ کــار دی، لـــه اٙسمـــانه سره
لا مـــې ميدان ورتـه پرې ايښی نهُ دی
پهُ خوب کې جنګ کړم تل له خانه سره
ما ويل چې، نــن بــه دې ساقي کره ځو
خـو اٙشنا نـاست وو، لــه شيـــطانه سره
داسې دې نهُ شي خو، که شي،(مئينه)!
دنيــــا به هـــم ځــــي، لـــه افغانه سره