زما خو ټول ځان او زړه تا سره دی
دا راته وایه ستا زړه چا سره دی
وايې چې لار وي د یوه زړه بل ته
دا متل ګوره په ریښتیا سره دی
د ژوند او مرګ واک مې ستا پښو کې ایښی
دا واک نه ما او نه بل چا سره دی
د سرښندنې دومره پورته حد کې
یو، نیم لېدن دې هم په غلا سره دی
لامل د ټولو انساني ښېګڼو
د ځان او زړونو په صفا سره دی
ژوند د جوړښت او درناوۍ یو نوم دی
ژوند په همدې مفهوم، مانا سره دی
مینه او زور سره پردي دې دواړه
مینه کې هر قدم رضا سره دی
چې ته راضي يې زه به هم راضي یم
د رضا ژوند ډک له خندا سره دی
شعروزمه خیالونه