انډونیزیا کې سلګونو کډوالو د استرالیا د مهاجرت سیاست په اړوند لاریون کړی.

د زرګونو په شمیر کې مهاجرینو د سه شنبې په ورځ انډونیزیا کې لاریون وکړ او په دې هکله یې ناخوښي څرګنده کړه چې دوی د کلونو راهیسې د آسټرالیا د سخت دریځ سیاستونو له امله په سویل ختیځ آسیا کې بند پاتې دي.

لاریونونه د پلازمینې جاکارتا او مکاسار په شمول په څو ښارونو کې د استرالیا د کونسلګرو مخته ترسره شول چې په هر ښار کې شاوخوا له ۶۰۰ زیاتو کسانو پکې ګډون درلود.

دوی استرالیايي ډیپلوماټانو ته یو لیک وړاندې کړ چې پکې له کینبرا غوښتل شوي ترڅو په انډونیزیا کې د مهاجرینو په وړاندې دې له غیرانساني قوانینو او تګلارو څـخه لاس واخلي.

ډیری یادو کډوالو رسنیو ته ویلي چې دوی هیله درلوده چې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې به استرالیا کې میشت شي خو په وینا یې دا کار اوس تقریبآ ناممکنه شوې ځکه د استرالیا حکومت خپل د مهاجرت قوانین اوس خورا سخت کړي او په اندونیزیا کې میشت کډوال یې په بشپړه توګه له نظره غورځولي.

د دغه کډوالو په وینا، دوی اندونیزیا کې له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي، کار روزګار نلري او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هم ورسره ډیرې کمې مرستې ترسره کوي.

انډونیزیا د کډوالو سره د معاملې لپاره لږې سرچینې لري او د 1951 کال د کډوال کنوانسیون یې نه دی تصویب کړی، کوم چې د بې ځایه شوي خلکو حقونه په ګوته کوي.