طنز
محمود نظری

شوله که سوله

وطن په منګولو کې نیولی څو وطنفروشانو
وطن تر پښو لاندې کړی خالصو اصلي سقاویانو
شعار یې دی یوازې چور ، چور ،چور ، چور
په دې لاره کې موږجار سو دجهاد د طالبانو

واده دی کله په قطر ،مسکو او اسلام ابادکې
زوم ناست دی د دښمن په خان اباد کې
واده باندې خوشحاله نه دي پلار وکیل
هغه دلال ناست دی په اسلام اباد کي

سوله د طالب سره دبسوګۍ واده سو
ورته پلار وکیل بیا هغه دښن بیګانه سو
هر وطن خپل غلامان ورته رابولي
نه پوهیږوڅوک دچا لخوا میلمه سو
هر يخواته او هرې لور ته یې چې پلټو
زوم درک نه لري پلار وکیل یې هر دله سو
دنیا نه غواړي دلته سم نظام جوړ سي
دښه وطن په لټه لږاباد وطن چپه سو