لار
مـیـنـه پـښـتـنـه بـه مې نـه سـتړې نه سـتومـانـه شي
دا نـړۍ کـه څـو ځـلـه د زورله لاســه ورانـه شي
مرګ دپردې ښه دی نه لښکـرې چې بې نـنګه وي
قـربان له ړنـدې پیغـلې چې پښـتوبانـدې روانـه شي
مونـږ بغـاوت نـه کـوو نه واک اخـتیارد بـل غـواړو
مونږ غواړو چې خـونـه مو د خـپل کاله ودانـه شي
مـونـږه هــم د مـیـني محـبـت سـوداګـري کـړې
نه پـریـږدو چې ویـنـه د پښـتون نوره آرزانـه شي
بچ به ګلغـوټۍ کـړود خپل بڼ چې نورې نه سوځي
تـاو کـه د یــووالـي حــوصـلـه لـه ګـلسـتانـه شي
پوه شه خدمتګاره که پښتون په خپل طاقت پوه شي
لاره د مـزل بـه د مـنزل پـه لــور اسـانـــه شي