د طب پوهنځي په لمړي ټولګي کي چي- سړي فکر کوي ټول شیان به نوي وي- درسونه ډیر خوند کوي. زه هم په ډیر شوق ټولګي ته ‏تللم او له ښوونځي مي زده کړي وو چه استاد معنوي پلار وي خو هیڅکله مي په دي خبره باور نه وکړي. ځکه استادان هم انسانان دي ‏او په ټولو انسانانو کي ښه او بد شته. حتا په والدینو کي هم ښه او بد شته ځکه هغوي هم انسانان دي. خو ځيني میندي او پلرونه له خپلو ‏ماشومانو سره زیاتي کوي، د هغوي حقوق تلف کوي او خپلو وروڼو ته وايي چه که حتا ته زما اولادونه ووژني زه به له تا څخه ګیله ‏هم ونه کړم، ځکه دي ډول والیدینو ته د اولاد تر ژوند د وروري ساتل مهم دي چه دي بدبختي ته دوي د اتفاق نوم ورکوي. په دي ډول ‏کورنيو کي بیا د ماشومانو او اولادونو حقوق تل تر پښو لاندي کیږي. دوي ته په کورکي مینه نه ورکول کیږي چه دا ماشومان بیا له ‏کور څخه د باندي د میني په تلاش کي وي. څنګه چه په کورني ورسره همیشه تندي شوي وي نو د کور څخه د باندي چه هر چا په ‏خوږه خوله خبره ورسره وکړه دوي ورباندي ژر باور کوي او دا ماشومان اکثرآ د همدي خوشباوریو ښکار کیږي. ‏
ښوونځیو او پوهنتونو ته چي ماشومان راځي له مختلفو کورنیو څخه راځي مختلفو میندو اوپلرونه روزلي وي او د هر کور چاپیریال ‏‏فرق لري، په هر کور کي له ماشومانو سره بیله بیله رویه کیږي او او بیل بیل عادات ورته ښودل کیږي چي په درسي محیط کي د ‏هماغي کورني څخه نمایندګي کوي. دا فرق په درسي چاپیریال کي تر ټولو ښه یو استاد کولاي شي نو ځکه خو ښه استاد ته معنوي ‏پلار ‏ویل کیږي.‏
په همدي اوني کي بي بي سي او ازادي رادیود جنسي ځوروني دوه راپورونه خپاره کړل. د ازادي راديو راپور وايي چه د کابل ‏پوهنتون استادان د کامیابي د نمري په مقابل کي له نجونو څخه د سیکس غوښتنه کوي. دي خبري نور هم بي باوره کړم او ډیر سخت يي ‏وځورلوم. راغلم خپل یو ملګري ډاکتر ته مي کیسه وکړه هغه داسي ځواب راکړ چي نور يي هم حیران کړم. ‏
دا خو لا کابل دي او عصري زمانه ده کله چه موږ په پیښور کي ووهلته هم دا کارونه له نجونو سره کیدل. د هجرت وخت وو خلکو ‏د خداي په لار کي وطن پریښي وو. او دي ډول لعنتي استادانو ( معنوي پلارانو) چه په ماشومتوب کي يي مینه نه وه لیدلی او تل رټل ‏شوي دي، یا ورته د کورنیو له خوا تحمیلي او ددوي له خوښي پرته ودونه شویي وو، به هلته هم محصلینو نجونو ته ویل:‏
هر کس که میخواهد نمرات امتحان خود را ببیند به معاینه خانه من بیاید
او ددي لعنتیانو معاینه خاني د پیښور په بورډ کي وي ځیني نجوني چي معاینخاني ته ورتللي تر ټولو لوړي نمري ورکول کیدلي. دا ډول ‏نجوني هم دوه ډوله وي چه ځیني به د استادانو ښکار شوي او ځینو به استادان ښکار کړل. ‏
‏. زه یوه نجلي پیژنم چي ښه با حجابه او مذهبي وه. د ښو استادانو او ښځینه استادنو په مضامینو کي به يي پوره نمري اخستي او ‏روزانه استعداد يي هم ټولو ټولګیوالو ته معلوم وو. خو هیڅکله د دوو دریو لعنتي استادانو معاینه خاني ته نه ورتله او دي بي ایمانه ‏استادانو به هر ځل به يي ناکاموله اخر مجبوره شوه چي پوهنتون پریږدي اوس په رواني ناروغي اخته ده، ټول کورني يي ورته ‏ځوریږي او ټول ژوند يي تبا شو. دا کارونه په دیني مدرسو کي له دي څخه هم ښه په خرپ روان دي. یو ملګري مي کیسه کوله چي ‏یو ملا په واکسین پسي داسي تبلیغ شروع کړي وو چي ګواکي واکسین پیغلي نجوني حامله کوي. هغه کس په یو ولایت کي د واکسین د ‏برخي مسول دي ویل يي کله چي زه ورغلم او پوښتنه مي وکړه خلکو راته وویل چي ملا له نجلي سره زنا کړي هغي خوراکي حمل ‏اخستي وو اوس يي غوښتل خبره په واکسین تاوان کړي او خپل ځان خلاص کړي. ملا له کلي وتښتیدي او ټول خلک يي په واکسین بد ‏ګمانه کړل.نو دا د ننګلیالو وطن دا د توریالو وطن، د وطن دوښمنان له هري خوا ددي ملت د معنوي او فزیکي وژني کوښښ کوي. ‏
خبره مي د خپلي ټولګي کوله، ما په جماعت کي دیني درسونه هم ویلي وو او د اسلامي ثقافت درسونه مي ډیر ښه زده کیدل او ښه ‏خوند يي هم راکوه. د ثقافت استاد ښه پوه او ډیر جید ملا وو او ښه فصیح سړي هم وو. یو ورځ خبره د اسلام او نور دینونو راغله له ‏دي استاده مي عجبه خبري واوريدي چي زړه يي له اسلام ثقافت څخه راتور کړ. ‏
له مسلمانانو سره دوستي کوي خو د نورو مذهبونو له پیروانو څخه یوازي نفــــــــــــــــــــــــــــــرت، نفـــــــــــــــــــــــــــــــــرت او ‏نفـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرت. ‏
په ژوند کي لمړي ځل وو چي په ټولګي راته د نفرت درس راکول کیده، کرکه تدریس کیدله او د نه زغم صفت کیده. خو اسلام د پیغبمر ‏‏(ص) د ښو اخلاقو په واسطه دومره پراخه شوي دي. ‏
‏ ما د پاچا خان د عدم تشدد کیسي لوستي وي ځکه خو د نفرت تخم کرل راته کفر ښکاریده. ما په خپلو لیکنو کي څو ځله دا خبره یاده ‏کړي چي موږ باید ماشومان ښه وروزو که غواړو چي سالمه ټولنه ولرو موږ باید ماشومانو ته مینه ورکړو، د محرومیت احساس ورنه ‏کړو او هغوي هیڅکله يي ونه رټو. تر څو چي مو وسه کیږي د کوم شي د کمي احساس ورنه کړو او که کوم شي چي نه شو ورکولاي ‏په ښه خوله قناعت ورکړو . خو موږ په دي کي ډیر زیات پاته راغلي یو، ماشومانو ته حیوانان وایو (خورد خانه خر خانه). هغوي ‏خبرو ته نه پریږدو او هره خبره يي ور پریکوو. دا یوازي پوهنتونونه او ښوونخي نه دي بلکه په موسساتو او ادارو کي داسي ډاکټران ‏لرو، او حتي په کابینه کي داسي وزیران لرو چه په ماشومتوب کي يي ډیري سختي ضربي لیدلي، مینه نه ده ورسره شوي او کورني ‏تاو تریخوالي يي لیدلي دي اوس له هر چا سره له تشدد څخه کار اخلي او یوازي او یوازي خپل ځان ورته په حقه ښکاري. ‏
پرون په غزني کي د پنجشیر یو ځوان افسر چه په نظامي برخه کي ډیر لوړ تحصیلات هم درلودل د خپل یوه همکار په ډزو ووژل شو. ‏دي عسکر څلور کاله خدمت کړي وو او اخر یی د خپل ټوپک خوله په خپل امر را واړوله او سینه ورته غلبیل غلبیل کړه. ‏
علت يي څه دي چه یو سړي کلونه درسره تیر کړي او بیا خیانت درسره کوي او وژني دي؟ ‏
علت يي هماغه ماشوالي دي، په هماغه ماشوالي کي له میني محروم شویدي، ورته نفرت ښودل شویدي، او په وړکتوب کي يي کمي ‏احساس کړي ده او لمړني بنسټ يي کوږ ایښودل شوي دي. ‏
گر خشت اول نهد معمار کج تا ثریا رود دیوار کج
زموږ معنوي پلرونو او زموږ بیولوژیکي پلرونه خپل ماشومتوب څنګه تیر کړي دي او ورته څه شي ښودلي شوي دي، کورني ‏ارزښتونه يي څه دي؟ ټوله ځواني يي په دي فکر کي تیره کړيده چه نجلي به چیري پیدا کړي ځکه نجوني له هلکانو لیري ساتل کیدي، ‏درسونه يي جدا وي، ډوډي يي جدا خوري او په بازار کي هم ټولي ښځي په چادري کي وي نو د سړي ټول عمر په دي تلاش کي تیر ‏شوي وي چه څنګه یوه نجلي پیدا کړي. موږ بیله دي چه ماشومانو ته دلیل ووایو هغوي منع کوو او رټو يي، موږ بیله دي چه ماشومانو ‏ته وضاحت ورکړو په هر شي بندیز لګوو او په هر شي چي بندیز ولګیږي هغه شي ډیر خوږ شي. لکه ناروغ چه له هر شي نه پرهیز ‏وي کوښښ کوي چه هغه شي د کور له غړو څخه په پټه وخوري، چه دا بیا په دي کس کي د غلا او دوراغ ویلو عادت هم پیدا کوي. ‏لکه د طالبانو په وخت کي موسیقي دومره خوند کاوه چي اوس پوره واده دومره خوند نه کوي. موږ به تر بړستني لاندي رادیو اوریدله ‏او هغه خوندونه مو تر اوسه نه هیریږي. ‏
هغه کورني چه په خپلو ماشومانو خصوصا نجونو زیاته قید ګیري کوي کله چه دا ماشومان لویان شي نو تر ټولو زیات اصول همدا ‏کسان ماتوي. او کله چه د خسر کورته لاړي شي نو بیا ټول هغه کاورنه کوي چي د پلار په کورکي ورباندي حرام وو. تاسو نه شي ‏کولاي چه په زور او جبر له انسانه انسان جوړ کړي او د ماشوموالي ضربه ډیره سخته ضربه وي چه بیا تر قبره د سړي سره ملګري ‏وي. ماشومان مور او پلار، ملګرو او ټولګیوالو ته ګوري او هماغسي کوي. کله چه مور او پلار دوراغ وايي او ماشوم ته وايي چه ‏دوراغ مه وایه هیڅ امکان نه لري چه ماشوم دي دوراغ ونه وايي. کله چه پلرونه او کاکا ګان سپکي سپوري وايي هیڅ امکان نه لري ‏چه ماشوم دي با ادبه وي. کله چه پلار په کلونو له کوره ورک وي او چي راشي خپل اولاد يي نه پیژني نو له دي اولاد څخه بیا د سالم ‏انسان د جوړیدو فکر مه کوي. نو اوس چي ته دوراغ وايي، سپکي سپوري وايي، خلکو ته دوکه ورکوي، د خپل موقف د ساتلو په ‏خاطر د نورو بد وايي او چاپلوسي کوي نو دا هماغه ضربه، کمي او محرومیت دي چه تا په ماشوموالي کي لیدلي دي. دا ستونزي به ‏تر تا پوري محدودی نه پاته کیږي بلکه ستا ماشومانو ته به هم سرایت کوي ځکه هغوي تاته ګوري او له تا څخه ټکي په ټکي کاپي ‏کوي. ‏
الله دي موږ افغاني والدینو ته توفیق راکړي چه خپل اولادونه ښه وروزو، تر څو په راتلونکي کي په کابینه کي سالم وزیر، په موسساتو ‏او ادارو کي سالم منجر او مامور، په ښوونځيو او پوهنتونو کي سالم استاد او زده کوونکي، په روغتنونو کي سالم ډاکتر او نرس ولرو ‏او په وطن کي سالم انجنیر، په بازارونو کي سالم پلورونکي او پیردونکي ولرو او جوماتونو کي سالم ملا او سالم طالب ولرو. ‏
په درنښت ‏
محمد اکبر پیمان ‏