د استادانو او شاګردانو د پام وړ!
عبدالله وردک
انګلستان - جولای - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د استاد او شاګرد ټولې اړیکې، باید د یوه معنوي پلار، او اولاد په شان وي. یو شاګرد به هېڅکله هم خپل ښه او بد استادان هېر نکړي. د ښه استاد مقام ډېر لوړ دی، او هغه هېڅوک هم ټیټولای نشي. همدارنګه، د بد استاد مقام بیا تر ټولو ډېر ټیټ دی، او هغه هېڅوک هم لوړولای نشي.
هغه استادان، چې په ډېر پاک نیت، او اخلاص د وطن د ځوان نسل په تعلیم او تربیه کې، شپه او ورځ هلې ځلې کوي، هغوی ته د الله(ج)، د خپلو پاکو هلو ځلو، عظیم اجرونه ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، هغه استادان، چې خپلې دندې، په سمه توګه سرته نه رسوي، هغوی ته د الله(ج) توفیق ورپه برخه کړي، چې خپلې وظیفې په سمه توګه سرته ورسوي، او کنه، نو بیا به بهتره دا وي، چې هغوی خپلې دندې پرېږدي، او خپلو ځانو ته نور مصروفیتونه پیدا کړي.
که چېرې خدای مکړه، کوم استاد، د خپلو شاګردانو څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کوي، نو دا باید هېڅ افغان ته د منلو وړ نه وي، او باید ژر تر ژره، ددغه ناوړه عمل مخه ونیول شي.
کېدای شي، په ځینو وختونو کې دغه ناوړه ګټه، د رشوت په بڼه منځ ته راغلې وي. نو یوه استاد ته باید په هېڅ صورت کې، د رشوت او خیانت فکر پیدا نشي.
د یادونې وړ ده، چې پدغه شپو او ورځو کې، د شاګردانو څخه د جنسي ګټو په هکله، خبرونه د ځینو رسنیو له خواه خپاره شول، چې دا ډېر دردونکي، او له شرمه ډک خبرونه دي، او الله(ج) د وکړي، چې حقیقت ونلري.
د یادولو وړ ده، چې خدای مکړه، دغه تهمتونه، په دروغو باندې په استادانو پسې تړل شوي نه وي.
که خدای مکړه، کوم شاګرد، خپل استاد په ناحقه، په جنسي تورونو، متهم کړی وي، نو دغه شاګرد باید پوه شي، چې هغه یو ډېر ستر او نه بښونکی جنایت، او خیانت کړیدی، او هغه باید دغه خپل ناوړه عمل، او تهمت، پخپله محکوم کړي. دغه شاګرد باید پوه شي، چې هغو د شاګردانو او استادانو په هکله ملي خیانت سرته رسولی دی، چې داسې باید هېڅکله نوای شوي.
همدارنګه، که خدای مکړه، کوم استاد دغه غیر اسلامي، او وحشیانه عمل ترسره کړی وي، او یا یې د هغو د سرته رسولو هڅه کړي وي، نو بیا دغه استاد ندی، بلکې هغه له یوه حیوان څخه هم ډېر ټیټ دی. دغه شان استاد ته، باید هغسې جزا ورکړل شي، چې هغه یې، په ټول ژوند کې هېره نشي. دغه ډول استاد باید پوه شي، چې ده د استادۍ لوړ مقام ته نه بښونکۍ خیانت کړیدی، چې داسې عمل باید هېڅکله ونشي.
د لوړو زده کړو وزارت، باید دغه مسىٔله، ډېره جدي وګڼي، او سلامت او ملامت د اسلام په رڼا کې معلوم کړي. د دغه وزارت مسىٔولین باید، د استادانو او شاګردانو، د جنسي اړیکو په هکله، خپلې ریښتینې څېړنې سرته ورسوي، او خپله آخري نتیجه، په اصلي بڼه خپره کړي، او کنه، دغه به د استادانو او شاګردانو حیثیت ته، د ناسور د زخم په شان یو تهدید پاته وي.
د پام وړ ټکي:
نن سبا، په افغانستان کې، ریښتیا او دروغ، باالکل سره ګډ شویدي، او تر اوسه پورې، ددغې ناوړه پدیدې په هکله، هېڅ کوم عملي ګام ندی پورته شوی. یا په بل عبارت، په ځینې وختونو کې، دغه دروغو، او تهمتونو سیاسي بڼه هم غوره کړې وي، او ددغه شان تهمتونو مثالونه، متأسفانه، ټولو افغانانو ته ښه معلوم دي.
مونږه چې ځان ته مسلمان او افغان وایو، نو باید هېڅکله، په چا پسې په ناحقه تهمت ونه تړو. همدارنګه، خدای مکړه، داسې هم ونشي، چې د یوه چا بد عمل، د سیاسي، قومي، او حزبي، تر بړستن لاندې پټ پاته شي.
غواړم چې یوه ټکي ته اشاره وکړم، چې باید هېڅ افغان، دغه شانته اعمال او تهمتونه، د شخصي او سیاسي ګټو په خاطر، ونکړي. دا ځکه چې ددغه شانته اعمالو ضرر، د ملت ټولو وګړو ته متوجې کیږي، او پدغه هکله، هر افغان، له ډېر احتیاط نه کار واخلي.
په پای کې په ډېر اخلاص سره دعا کوم چې الله(ج)، د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د زړه له کومي دعا کوم چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو په مذاکراتو کې هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com