محمدروښان ښاد
په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو د مذاکرې په اړه د جمهوررئیس غني څرګندونې
جمهوررئیس غني پرون د د ترکیې له (TRT) راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي مذاکراتو په اړه مفصلې څرګندونې لرلې، نوموړي وویل: ” زما په نظر، دا ټول د فرضیاتو په کچه کې دي. اساسي موضوع دا ده چې په افغانستان کې ثبات یوازې د یوه ډیموکراتیک بهیر له لارې امکان لري. که چېرې موږ داسې سیستم ته لاسرسی ونه لرو، چې خلکو ته د خپل هېواد د رهبر د انتخابېدو زمینه برابره کړي، نو د ثبات ټینګښت امکان نه لري. د افغانستان خلکو هېڅکله هم امارت نه دی منلی، بلکې په تصنعي ډول پر هغوی تحمیل شوی و. د سولې مشورتي لویه جرګه چې د غویي میاشتې له ۹ تر ۱۲ جوړه شوې وه، په «جمهوري نظام» ټینګار وکړ. سوله باید په جمهوري نظام کې راشي، نه په اسلامي امارت کې.
دویم، یوې هوکړې ته د لاسرسي لپاره تیاری، د هوکړې نتیجه ګیري او د هوکړه‌لیک تائید د سولې د هر بهیر مراحل ګڼل کېږي. یوازې خلک کولای شي د پارلمان، لویې جرګې یا ټولپوښتنې له لارې د سولې هوکړه‌لیک تائید کړي. په همدې اساس، باید پوه شو چې دا بهیر بېلابېلې مرحلې لري.
د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ بحثونه پر څلورو اصلي برخو متمرکز دي. تر هغو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه ونشي، په هېڅ یوې موضوع به هوکړه نه کېږي. له کوم وخته چې د افغانستان حکومت د روان کال په جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور کچې د ارزونې وړاندیز مطرح کړ، پر دې موضوع د نظر هېڅ ډول اختلاف نشته. یقیناً تاسو به په دې اړه نورې پوښتنې هم لرئ.
له تروریستي شبکو سره د اړیکو [قطع کولو] په اړه د طالبانو د ژمنتیا موضوع یوازې په امریکایانو پورې نه مربوط کېږي، بلکې دا په نړیواله، سیمه‌ییزه او په ځانګړي ډول ملي کچه یوه موضوع ده. په همدې اساس، دا ساده موضوع نه ده، چې کوم تضمین یا د تائید او ارزونې سیستم ته له لاسرسي پرته په راحتۍ [طالبانو] ته امتیاز ورکړل شي.
درېیمه موضوع، اوربند دی او موږ په بریالي ډول دا کار کړی. باید وویل شي چې د سولې راوستو لپاره د اوربند نوښت د افغانستان د حکومت له لوري مطرح شو، ځکه چې د پخواني جمهوررئیس په وخت کې اوربند ناشونی و، خو موږ هغه عمومي کړ.
څلورم، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دي؛ چې باید مذاکره وکړو.
دوه نور اساسي موضوعات؛ لومړی د نشه یي توکو او له جرمي اقتصاد سره د طالبانو اړیکه ده، چې دا یوه نړیواله او سیمه ییزه موضوع ده. دا موضوع د هیروئینو د تولید له مرحلې تېره شوې او اساسي موضوع د مت‌آمفتامین او شیشې د روږدي کوونکو مادو تولید دی، چې په نړیواله کچه ورته پاملرنه لازمي ده. “
سره له دې چې طالبانو او امریکایانو څو دورې خبرې وکړې، مګر لا یې هم څرګنده پایله نه ده معلومه او دا پایله به هغه مهال معلومه شي چې وسله وال طالبان له جنګ لاس واخلي، سراسري اوربند اعلان کړي. د خبرو لپاره باصلاحیته پلاوی وټاکي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي او خپل مسایل د بین الافغاني مذاکراتو له لارې حل او فصل کړي.