غزل

ولې دې دا زړه رانه بې غمه ده
تاته خو مې ډيره ډيره تمه ده

لکه چې د چا په کيسو تيروتې
هغه پخوانۍ مينه دې کمه ده

حسن دې له ټولې دنيا پورته دی
ولې دې عادت لږ بې رقمه ده

راشه د مسکا دم دې پرې واچوه
نن مې دا زخمي زړه بې مرهمه ده

ستا د جفاګانو يادداشت ليکمه
سره لمبه مې پورته له قلمه ده

نن مې وې نيکمل ته چې راځې کنه
وې يې چې, ځه دربه شمه سمه ده