طنز

مشره د جنرال مقام دي کړ خورا ډیراوچت او پورته
اهمیت د څوکیدار دي کړ د تاخوري ماخوري جنرال
د واکمنو غلو زامن د مور په نس کي جنرالان کوې
دهر زورور غله زوی دی د وطن ازلي جنرال
سترجنرالان دي دهرې لوټې لاندې پراته دي درې
دارګ زیږنتون د هر بیسواده زوی کړي فنري جنرال
نور حربي پوهنتون او ارکان حربي نه ده دلته په کار
هغه چي د لوی غله له پښته وي هغه دی اصلي جنرال
هر ښه جنرال کولای سي وطن وپلوري په دوو درو
هغه چې دپردو ښه سپی وي هغه دی اتل اوملي جنرال

محترم کیسه بر دخپل مشر په زور کیسه بري کوي
لوچک د خپل مشر په زور پرتوګ کښلی لوچکي کوي
چې نارې وهي هله دزد هست هغه خپله دزدي کوي
پیشوا مو په سپينو کالو کې د میخانې پیرهداري کوي
خدایږو چې دا وطن اخیر ودانیږي که نه ودانیږي
زه چې ګورم دا موږکان یې کارونه د پیشي کوي
هر یو خپل ورسپارل سوی طبیعي کار خوشي کړی
سم انسان به وي ولي ښه کارونه د کوټه سپي کوي
دا مشهور سوي د پردو غلامان بیا ګوره د دشپې
په خپلو اونورو سیمو کي کارونه د مادرزومي کوي
یو سړی مي په خپل نصیب خوشاله و نه لید
انسانان دي ان یو کار کله هم د سم سړي کوي
یو پردي ته څه نه وایي خپل منځ کې سره جنګیږي
ټوله په خپلوکي لکه دګور چنجان یو بل خوري کوي
طالب ساده افغان وژني امریکايي لوی جنرال نه وژني
ګوره دا طالبان لا په جهاد کي کارونه سیاسي کوي
دا خلک نه پوهیږم څه بده بلا وهلي دي هر یو یې
ترخدایه ډیر چوپړد افغان دښمن او پردي کوي