د یو ریپوټ په حواله، د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د استرالیا د مانوس توقیف مرکز ډیری پناه غوښتونکي رد کړي.

دغه ریپوټ وايي، په دې وروستیو کې متحدو ایالاتو ۷۲ سلنه هغه پناه غوښتونکي رد کړې چې له مانوس توقیف مرکز څخه یې دغه هیواد ته د بیامیشتیدنې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړې وه.

له دغه توقیف مرکزه د درخواست کوونکو په نوی ډله کې ټول ۳۲ پناه غوښتونکو د متحدو ایالاتو د بیامیشتیدنې پروسې ته درخواست وړاندې کړې وه چې له ډلې یې یوازې ۹ تنه قبول شوي او پاتې کسانو د رد ځواب ترلاسه کړې.

د ریپوټ په اساس، د دغه ډلې په قبول شوو ۹ پناه غوښتونکو کې ۳ تنه افغانان، ۴ روهنګیایان، دوه پاکستاني او یو د سریلانکا تامیلي وګړی دی.

په درخواست کوونکو کې یوازې یو ایرانی پناه غوښتونکې شامل وه چې د ریپوټ په حواله هغه هم د رد ځواب ترلاسه کړې دی.

د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په وینا، تراوسه ټولټال ۴۶۷ پناه غوښتونکي د متحدو ایالاتو د بیامیشتیدنې په پروسه کې قبول شوي چې ۳۰۰ کسان یې د استرالیا د نایرو توقیف مرکز دي او پاتې ۱۶۷ کسان له مانوس څخه دي.

دغه ایتلاف وايي، دا مهال د مانوس توقیف مرکز قابو ۲۰ سلنه نور پناه غوښتونکي د پاپوا نیوګینیا په پلازمینه پورت موریسبي کې تم دي ترڅو درخواستونو ته یې کتنه وشي.

یاد ایتلاف زیاتوي، اوس د استرالیا په توقیف مرکزونو کې قابو ۱۲۰۰ پناه غوښتونکي موجود دي چې دمګړۍ د بیامیشتیدني هیڅ چاره نلري.