مونږه خو غمونو ستړي کړي یو
دومره ډیر دردونو ستړي کړي یو

خدایه! ټولې سختې بیا اسانه کړې
ډیرو کړاونو ستړي کړي یو

لاره د ژغورنې مونږ نه ورکه ده
بس تشو خیالونو ستړي کړي یو

څومره افتونه شو نازل په مونږ
څیرې ګریوانونو ستړي کړي یو

مونږ د ژوندانه په مفهوم پوه نه شو
راز راز تعبیرونو ستړي کړي یو

لاس د امداد چاته ورکوی نه شو
خپلو پرهرونو ستړي کړي یو

ماتو کږلیچونو باندې واوښتو
خدایږو کاروانونو ستړي کړي یو

تم به شو دمه به شو چې ساه واخلو
اوس مزل د غرونو ستړي کړي یو

کله به سندره شو غزل به شو
نور د غم سازونو ستړي کړي یو

لاره د ساحل ( وارثه ) وګوره
قهر د موجونو ستړي کړي یو
اوسلو - ناروې