څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسمي بلنه سعودي عربستان ته سفر وکړ، که څه هم په مشخص ډول ویل کیږي، چې ښاغلی اتمر به د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او ودې، د سولې په بهیر کې د دې هیواد د مرستې د راجلبولو، په سعودي عربستان کې افغان مسافرو د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو مسائلو په اړه ددې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. پدې لنډه لیکنه کې غواړو چې په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان موقف او په ځانګړي ډول له افغانستان سره یې د دوستانه اړیکو پر اهمیت لنډ وغږیږو.
په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان اهمیت:
سعودي عربستان چې د عرب خلیج په یوه مهمه نقطه کې پروت دی، د خپلو بې پایه نفتي زیرمو له کبله نه یوازې دا چې لدې هیواد سره ښې اړیکې د اسلامي نړۍ هیوادونو ته د اهمیت وړ دي؛ بلکه د نړۍ ټول زبرځواکونه په یو نه یو ډول هڅه کوي، چې لدې هیواد سره ټینګې اړیکې وساتي، حتی تر دې پورې چې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي او نظامي قدرت امریکا په ډیرو مواردو بلخصوص په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان تر اغیز لاندې پریکړې کوي. له بله پلوه پدې هیواد کې د دوو مقدسو ځایونو (خانه کعبې او مدینې منورې) موقعیت چې د اسلامي نړۍ د هر وګړي یو له سترو ارمانونو څخه ګڼل کیږي، دې هیواد ته ځانګړی ارزښت وربښلی دی. له بله پلوه دې هیواد همیشه هڅه کړېده چې ځان د اسلامي نړۍ لپاره الګو ثابته کړي او مسلمانو ملتونو هم ددوی له کړنلارو څخه پیروي کړیده، ځکه چې دې هیواد ته د خپلې قبلې په سترګه ګوري.
عربستان د افغانانو لپاره له څو اړخه مهم دی:
الف - سوله: لکه څنګه مو چې په پورته ډول ذکر کړه، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سولې د بهیر د ګړندیتوب او پدې بهیر کې د سعودي عربستان د ملاتړ د را جلبولو لپاره دې هیواد ته سفر کړیدی. پدې کې شک نشته چې د افغان سولې په لاره کې دوه ستر خنډونه شتون لري، چې یو د پاکستان ترهګرپال نظام دی او بل زمونږ په هیواد کې د ننه ځینې ډلې دي، چې د سختو جاهلانه دلایلو له مخې د نظام پر ضد جنګیږي او دا دواړه خنډونه تر ډيره په هغو مالي سرچینو متکي دي، چې د سعودي عربستان د ځینو شیخانو او پانګوالو لخوا ورته را بهیږي، که افغان دولت وکولی شي سعودي عربستان دې ته وهڅوي چې پدې مالي منابعو کلک بندیز ولګوي د سولې په لاره کې به ستره لاسته راوړنه وي، ددې تر څنګ دا چې د پاکستان هیواد د تاریخ په اوږدو کې د سعودي عربستان پسخورده پاتې شوی، افغان دولت غواړي چې د پاکستان په وړاندې ددې شتمن هیواد نظر اساسا تغیر وکړي، داسې ښکاري چې د ولسمشر غني ټیم هڅه کوي چې سعودي عربستان ته په سیمه کې د خپل هیواد اهمیت ثابت کړي او بلاخره د پاکستان د لا ښه بدیل په توګه یې ملګرتیا ته وهڅوي.
ب - په سعودي عربستان کې اوسیدونکي افغان مسافر: پدې کې شک نشته چې په سعودي کې اوسیدونکي سلګونه زره افغان مسافر زمونږ د هیواد د اقتصاد یوه تر ټولو غني برخه ده؛ خو له بده مرغه دا مسافر له کلونو کلونو را هیسې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ول، له بده مرغه هلته د افغان مسافرو له پرلپسې شکایتونو سره سره تیرو حکومتونو دې اړخ ته چندان توجه ونکړه، داسې ښکاري چې د ولسمشر غني ټیم دې برخې ته ځانګړی پام راګرځولی دی، چې د هیواد په اقتصاد کې یې رول له پامه نشي غورځیدی.
ج – سعودي عربستان یو مصرفي هیواد دی: سعودي عربستان یو مصرفي هیواد او په تیره بیا د زراعتي محصولاتو ستر مصرفونکی هیواد بلل کیږي، داچې افغانستان یو زراعتي هیواد دی او تر ډيره ددې هیواد میوې او نور زراعتي محصولات د لوړ کیفیت څخه برخمن دي، په راتلونکي کې سعودي عربستان زمونږ د بزګرانو د محصولاتو د پلور ښه مارکیټ کیدلی شي.
پایله: سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر له هره اړخه د اهمیت وړ دی، داسې ښکاري چې ولسمشر د خپل بهرني سیاست حلقې په ډیره سنجیده توګه ټاکلې دي او اوس یې په ډیر ځرکتیا تعقیبوي، چې زمونږ د بهرني سیاست د خطوطو اساس یې بللی شو. له بله پلوه داسې ښکاري چې سعودي عربستان هم نور د خپل سنتي سیاست د تغیر په هڅه کې دی، ممکن پدې سره دا هیواد پخپلو پخوانیو ملګرو جدي تجدید نظر وکړي او په سیمه کې نوي شریکان پیدا کړي. پاکستان چې د پیدایښت له نیټې څخه را پدیخوا په دوه مخي سیاست مشهور دی، ښايي نور په سیمه کې د سعودي عربستان د اعتماد وړ ملګری ونه اوسي، افغان دولت باید دې رموزو ته لا ډیر پام و کړي او په سیمه او نړۍ کې له روانو تحولاتو اعظمي ګټه پورته کړي.