د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یا (IOM) په حواله د روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله تراوسه لږترلږه ۷۶۰۰۰ افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي.

یاده اداره وایي، په راستانه شوو کډوالو کې یوازې ۳۰۳۲ کډوال له پاکستان څخه راغلي او پاتې ۷۳۳۹۰ کډوال له ایران څخه راستانه شوي.

د دغه ادارې د رسمي شمیرو په اساس په تیره یوه اوونۍ کې یوازې ۲۹۹ کډوال له پاکستانه او ۱۱۲۳۶ له ایرانه راستانه شوي، چې دا د دې څرګندونه کوي چې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدل مخ په زیاتیدو دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وایي، له پاکستانه راستنیدونکو ۹۰ سلنه افغان کډوالو سره له راستنیدو وروسته دوی مالي مرستې ترسره کړي. خو په ورته وخت کې د یادې ادارې دغه ډول مرستې بیا له یوازې ۴ سلنه هغه افغان کډوالو سره شوي چې د روان کال په ترڅ کې له ایرانه راستانه شوي.

همداراز د دغه ادارې په وینا، په ۷۸ ځانګړو قضیو کې او همدارنګه په ۴۹ طبي قضیو کې یې هم له ځینو راستنیدونکو افغان کورنیو سره مرستې ترسره کړي.