د روسیې سېنټ پیټرز بورګ مېټرو چاودنه کې "۱۰" تنه وژل شوي
د راپورونو له مخې د روسیې سن پیټرز بورګ ښار د مېټرو په تمځای کې چاودنه شوې ده. د پولیسو یوې سرچینې تاس خبري اژانس ته ویلي، دا چاودنه د سنایا میدان په تمځای کې شوې ده. د راپورونو له مخې چاودنه کې شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي دي.
کرېکټ: دولت ځدراڼ او نبي ته د آی سي سي رفتاري اصولو ماتولو خبرداری
د کرکت نړیوالې شورا لخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو دولت ځدراڼ او محمد نبي عیسی خېل انضباطي ریکارډ ته په ترتیب سره درې او یو منفي ټکي ورزیات کړي دي.
روینه ټنډن بېرته بالیووډ ته راغله
د بالیووډ فلمونو نوموتې لوبغاړې روینه ټنډن چې موده له سینمايي پردې لرې وه، په (ماتر) فلم کې یې بیا رول لوبولی دی.
اشرف غني هڅه کوي د افغانستان کانونو برخه کې د استرالیا همکاري جلب کړي
د افغانستان حکومتي چارواکو ویلي، ښاغلی غني استرالیا ته په خپل سفر کې د کانونو، کرنې او د اوبو مدیریت په برخه کې د همکارۍ په لټه کې دی. په دې سفر کې به د کډوالو په تړاو خبرې ونشي. د "روښنایۍ غورځنګ" غړو د ښاغلي غني د اوسېدو ځای ته نژدې لاریون کړی.
پر انټرنټ د ماشومانو ډېرې جنسي ویډیوګانې له اروپا خپرېږي
د انټرنټ کارونې څارونکې ادارې (IWF) پخپل کلني رپوټ کې ویلي، په نړیواله کچه پر انټرنټ د خپرېدونکو ناسمو ویډیوګانو او انځورونو ۶۰ سلنه یې له اروپا پورته کېږي چې د تېر په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدو بهیر نن پيلېږي
پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرس ټریبیون لیکي؛ تر ژمني ځنډ وروسته نن له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان راجسټر شویو کډوالو د ستنیدو بهیر بیا پيلیږي.
بریتانیا د اردني پوځیانو روزنې لپاره دغه هېواد ته سلاکاران استوي
د بریتانیا لومړۍ وزیرې وایي، له اردن سره همکاري د بریتانیا له امنیت سره مرسته کوي. ټاکل شوې بریتانیایي پوځي سلاکاران له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره جګړه کې د اردن امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره دغه هېواد ته واستول شي.
ډونلډ ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که چین مرسته وکړي یا یې ونه کړي هېواد یې د شمالي کوریا د اټومي ګواښ لانجه، حلوای شي. ښاغلي ټرمپ له فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: " تاسو ته وایم، که چین د شمالي کوریا ګواښ پای ته ونه رسوي، موږ یې خپله رسوو. "
د پکتیکا د ملي امنیت ریاست مرستیال د طالبانو برید کې وژل شوی
د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا امنیتي چارواکي وايي؛ ددغه ولایت د ملي امنیت ریاست لومړۍ مرستیال عبدالوهاب له خپلو دریو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی. طالبانو دده د وژلو مسوولیت منلی.
کلتور او فېشن
کالي د انسان د هویت په اړه نورو ته یو څه معلومات ورکوي. دا کار د انسان له پیدایښته روان دی. اوس خو فېشن نندارې له کلتوري سره بیخي نژدې شوي دي.
افغان فلم: نقاب پوش
د افغان پلازمېنې کابل په پنځو سېنماګانو کې د نقاب پوش په نوم یو نوی افغان فلم د سینما مینه والو ته وړاندې شو. فلم په افغانستان کې ډک شوی دی. په جوړولو یې سل زره امریکایي ډالره لګېدلي دي. پرانیستې غونډې ته یې زموږ همکار کریم حیدري ورغلی و.
کولمبيا کې ځمکښوېدنې ۲۵۰ تنه وژلي
د کولمبیا په سوېل کې ځمکه ښوېدلې شوې ده او تر ۲۵۰ ډېر کسان یې وژلي دي. پولیس او ژغورونکې ډلې اوس د پېښې ځای ته ورغلي دي خو مرسته نشي کولی ځکه هوا ډېره بده ده.
لندن کې پر کډوال د بريد په تړاو شپږ تنه نيول شوي
د لندن پوليسو د دغه ښار په جنوب کې پر يوه کډوال د بريد په تړاو شپږ تنه نيولي دي.پر دغو کسانو تور دی چې يو ۱۷ کلن ايرانی کردی او د ده دوه ملګري يې وهلي دي.
هلمند: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي وژل شوي
د افغانستان له جنوبي ولايت هلمند څخه رپوټونه وايي چې د مرکز لښکرګاه څلورمې امنيتي حوزې اړوند باباجي سيمې پوځي عملياتو کې د يوې کورنۍ د نهو غړو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
له امن کوره تر هوټلوالۍ
افغانستان په نړیواله کچه د ښځو لپاره تاوتریخجن ځای دی. سودابا حیدري په کابل داسې یو ځای ته ورغلې چې له کورني تاوتریخوالي تښتېدلې پکې روښانه راتلونکي ته هیله منېږي.