ډونلډ ټرمپ: د شمالي کوریا لانجه د چین له مرستې پرته حلولی شو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: " تاسو ته وایم، که چین د شمالي کوریا ګواښ پای ته ونه رسوي، موږ یې خپله رسوو. "
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې هېواد به یې په یوازې ځان له دې عهدې ووځي، وویل: "هو"
یاده مرکه مخکې له دې چې راتلونکې پنجشنبه دواړه مشران سره وګوري، تر سره شوې ده.
ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي چې: " چین پر شمالي کوریا ډېر نفوذ لري، نو باید له موږ سره د مرستې او نه مرستې په اړه پرېکړه وکړي. که له موږ سره مرسته وکړي پخپله د (چین) په ګټه ده او که یې ونه کړي نو د هیچا لپاره ښه نه ده. "
ټولې اندېښنې له دې دي چې شمالي کوریا به بالاخره د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د هستوي سروکو د توغولو وړتیا پیدا کړي.
ملګري ملتونه: د شمالي کوریا ۴۰ سلنه وګړي خوارځواکه دي
"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن اسیا ته د خپل لومړني سفر پر مهال وویل، د شمالي د ګواښونو پر وړاندې یې د پوځي برید غوراوی د مېز پر سر دی."
چین د شمالي کوریا یوازینی نړیوال ملاتړی دی، د شمالي کوریا وروستیو توغندیزو ازموینو ته په غبرګون کې یې د روان زېږدیز کال تر پایه له دغه هېواده د ډبرو سکرو پر واردولو بندیز لګولی دی.
له دې ټولو سره ښاغلی ټرمپ هیلهمن دی چې چین پر شمالي کوریا د نورو فشارونو واردولو ته اوږه ور کړي.
شنونکي وايي، چین له شمالي کوریا له دې امله ملاتړ کوي چې د دغه هېواد له پاشل کېدو او له جنوبي کوریا سره له یو ځای کېدو، چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، اندېښنه لري.
د چین بله اندېښنه دا ده چې د شمالي کوریا د وضعیت په خرابېدو به یې هېواد ته د ورتلونکو کوریایي کډوالو شمېره لوړه شي.