ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان د افغان کډوالو د پي او آر کارډ موده تر 30م جون پورې غځولې

اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".‏

27.04.2024 ډیوه

عراق کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور یمنیان وژل شوي

په عراق کې چارواکي وایي د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې چې د دې هیواد په شمال کې د ګازو په یوې مجتمع شوی،د یمن څلور اوسیدونکي وژل شویدي.

27.04.2024 امریکا غږ

د افغان طالبانو په ولکه کې د امریکايي شهري وکیلانو د ملګرو ملتونو نه د مرستې غوښتنه کړې

د کوربرټ مېرمن اېنا، ای پي خبري ادارې ته په یوه مرکه کې وویل د کوربرټ د جسماني او ذهني صحت په اړه تشویش لري نو ځکه یې وکیلانو د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د خاوند د ازادۍ په لړ کې يې ګامونه واخیستل شي

27.04.2024 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

27.04.2024 امریکا غږ

بلېنکن د امریکايي یونیورسټیانو د احتجاجي زدکوونکو په حماس "خاموشي" د تنقید وړ بللې

په ځینو موقعو د فلسطینیانو په حق کې په مظاهرو کې په ځینو نعرو اعتراض کېږي او اېنټي سېمېټېک یا د یهودیانو نه د کرکې ژبه بلل کېږي. دا نعره چې فرام دي رېور ټو د سي پېلسټاین وېل بي فري ډیر یهودیان ګڼي چې د اسرایلي ریاست د خاتمې غوښتنه کوي

27.04.2024 ډیوه

تر نایجر ورسته، امریکا له چاد هم خپل سرتیري باسي

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي پلان لري چې د شمالي – مرکزي افریقا په لویې وچې کې د پروت هیواد چاد څخه خپل سرتیري وباسي.

27.04.2024 امریکا غږ

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

26.04.2024 ازادي راډیو

په غزه کې د جنګ بندۍ د تازه کوښښونو په لړ کې مصر اسرایل ته پلاوی لېږلی

د مصر نه مخکې قطر په غزه کې د اور بند او د اسرایل او د حماس ترمنځ د مذاکراتو په کوښښونو کې وړاندې و خو مصري چارواکي وویل قطر د اسرایل دا غوښتنې نه دي منلي چې د حماس چارواکي دې ملک بدر کړي او د ډلې په مالي وسیلو دې قدغنونه ولګوي نو ځکه د امن په تازه کوښښونو کې د دوحه برخه اوس کمه ده

26.04.2024 ډیوه

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

26.04.2024 ازادي راډیو

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.04.2024 امریکا غږ

یورپي اتحاد د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره 17 میلینه یورو مرسته اعلان کړه

واشنګټن — یورپي اتحاد افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خدمتونو ته د لاسرسي، د اقتصادي فرصتونو د زیاتېدو او د حرکت په حال کې د افغانانو او د هغوی د کوربنو ټولنو د ملاتړ لپاره د مهاجرت له نړیوال تنظیم سره د 17 میلین یورو مرستې تړون لاسلیک کړی دی. یورپي اتحاد د اپرېل پر 25مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ددې تړون بنیادي پام به د افغان مېرمنو او نجونو اړتیا ته وي او وایي دا تازه مرسته به ای او ایم ته امکان ورکړي چې د مجبوره کسانو د دوامداره مرستې لارې چارې وړاندې کړي او د ستنېدونکو کډوالو ستونځو ته د حل لارې پیدا کړي: "د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو لاس د خدمتونو د وړاندې کولو او په هغو کې د روغتیا د ساتنې، قانوني مرستو، د کار و کسب زده کول او تعلیم لپاره ستنېدونکو کډوالو ته به د ټولنیزو سرچینو مرکزونه جوړ کړي". یورپي اتحاد په خپل بیان کې ویلي افغانستان ته په ستنېدونکو کډوالو کې اکثره ښځې او ماشومان دي چې تر ټولو زیات اغېزمنېدونکي دي، وایي ددې ټولنې په دغه مالي ملاتړ به ستنېدونکو ته یو خوندي چاپیریال برابر شي چې ورسره به هغوی ته د اړتیا وړ خدمتونه تر سره شي. د منځني ختیځ او اېشیا لپاره د یورپي کمیشن د نړیوالې همکارۍ یو چارواکي پېتریس اوستبس د افغانستان په هرات کې د ای او ایم له استازي سره په ترانزیټ مرکز کې د تړون د لاسلیک په وخت ویلي: "زه هغو ستونځو خواشینی کړی یم چې افغان کډوال د شړلو پر مهال ورسره مخ کیږي، په یو هیواد کې چې خلک د لوږې او موسمي بدلون له اغېزو کړیږي او په یو ښار کې چې یوه ویجاړوونکې زلزلې پرې راغلې دا ډول حالت واقعا په ناورین پسې ناورین دی." د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد سفارتکارې رفایلا یودیچې دې ویلي له ستنېدونکو کډوالو سره د افغانستان د خلکو پیوستون هیله بخښونکی دی او وایي باید له هغو ټولنو سره د مرستو ډاډ تر لاسه شي چې د ستنېدونکو کوربنې دي او ملاتړ یې کوي: "له ای او ایم سره شراکت دا ضمانت ورکوي چې ستنېدونکي افغان کډوال او د هغوی کوربنې ټولنې د اړتیاوو وړ خدمتونو ته لاسرسی ولري. له هغه ځایه چې ښځې او نجونې کولی شي په ځانګړي ډول تر اغیز لاندې راشي مونږ ډاډه کیږو چې د ټولنې ټول غړي له هغو [مرستو] ګټه واخلي." د یورپي اتحاد د شمېر له مخې د 2023م کال د جنورۍ له میاشتې د 2024م کال تر اپریل میاشتې پورې تر یونیم میلین زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. یورپي اتحاد وایي دغه کډوال له ډېرو خرابو اقتصادي حالاتو او د مرستو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې په سرحدي سیمو او د ستنېدونکو د کوربنو په سیمو کې د بیړني بشري حالت سبب شوي دي. په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال تنظیم استازې ماریا مویتا له افغانانو سره د یورپي ټولنې دوامداره مرستې له لکونو ستنېدونکو کډوالو او نورو اغېزمنو ټولنو سره ډیرې زیاتې مهمې ګڼلي دي: "ددغې تازه ژمنې له برکته به مونږ د دې توان ومومو چې د ستنېدولو د بهیر پر مهال سترو چېلنجونو ته پام وکړو او د بیا میشتېدو، ټولنیز ګډون او په ټولنه کې د اوږدې مودې حل لارو موندلو په برخه کې مرسته وکړو." د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د مرستې رسونې ادارو اټکل کړی وو چې کېدای شي د روان 2024م کال تر جولای میاشتې پورې په لکونو هغه کسان په سرحدي سیمو کې ډېرو زیاتو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي چې له پاکستانه ور ستنېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر 19مه وویل، د غیرقانوني‌ مېشتو کډوالو د ایستلو پر ټولو ممکنه لارو چارو غور کوي، خو وایي د هغو کډوالو  د ایستلو پلان اوس نه لري چې افغان کارډ (اې سی سي) ولري.

26.04.2024 ډیوه

چارواکي: په  بلوچستان کې روان کال د پوليو ضد کمپېنونو شمېر زيات شوی

کوټه/ واشنګټن — د بلوچستان د پوليو د مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، په روان کال کې د پوليو ضد کمپېنونو شمېر زيات شوی، ځکه چې وایي په صوبه کې دوه د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي دي. د کوټې په ګډون په نور بلوچستان کې د پوليو ضد کمپېن راتلونکې اوونۍ تر سره کېږي، چې د هغه لپاره بشپړ تياری نيول شوی دی. د صوبې د سرښار کوټې په ګډون په نورو ضلعو کې هم  د راتلونکي کمپېن لپاره د کارکوونکو تربيت تر سره شوی چې راتلونکی د وېکسين کمپېن په ښه توګه ترسره شي. د پوليو کارکوونکو ته تربيت ورکوونکی يا ټرېنر احسان الله وايي، له تېرو دوولس کلونو په پوليو مخنيوي پروګرام کې کار کوي. وایي د اپريل له نهه ويشتمې نېټې د پيلېدونکي کيمپېن لپاره ټول نارينه او ښځينه پوليو کارکوونکو ته تربيت ورکول کېږي: "دا د نن ټريننګ د پوليو ټيمونو لپاره دی. دلته بېلابېل سټالونه لګېدلي دي. لومړی سټال له خلکو سره د رابطې په اړه دی. نور سټالونه بيا د ويکسين ورکولو، د ګوتې رنګولو، په ټېلي شيټ کې د ډيټا اچولو او وروستی پر دروازو د شمېرو ليکلو په اړه دی". احسان الله زياتوي چې په بلوچستان کې د پوليو د مثبتو کېسونو او په چاپيريال کې د پوليو وايرس له رپوټ کېدلو وروسته د کارکوونکو ذمه واري نوره هم زياته  شوې، چې په ښه او موثره توګه په کمپېن کې برخه  واخلي او يو ماشوم هم له قطرو پاته نه  شي: "په صوبه کې د وايرس لېږد زيات دی، ځکه نو زموږ په تربيت کې پر دې ټکي زيات زور دی، چې په کمپېن کې لومړی د سکولونو، ديني مدرسو او کوچيانو ماشومان وېکسين شي. له پنجابه د کوچيانو يا ايچ آر ايم پي راتګ هم پيل شوی دی". په روان کال کې په پاکستان کې رپوټ شوي دواړه مثبت کېسونه په بلوچستان کې دي، چې یو په چمن او بل په ډېره بګټي کې دی. په کوټه کې د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د دفتر اي اوسي يو چارواکی ډاکټر نجيب مروت وايي، په صوبه کې له اړتيا سره سم د پوليو ضد کمپېنونه ترسره کېږي. مروت وایي‌ په صوبه کې د پوليو له کېسونو رپوټ کېدو وروسته د کمپېنونو شمېر زيات شوی او راتلونکی کمپېن ايس اين ای ډي يا ځانګړی کمپېن دی. وایي د تېرکال په وروستيو کې په بلوچستان کې په چاپيريال کې د پوليو وايرس له رپوټ وروسته د کمپېن ترسره کولو پرېکړه شوې وه: "په بلوچستان کې درې کاله وروسته د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي دي. مثبت کېسونو او په  چاپيريال کې وايرس ته په پام سره په روان کال کې به شپږ د پوليوضد کمپېنونه ترسره کېږي او نور به له ضرورت سره سم ترسره کېږي". په بلوچستان کې له نارينه وو سره سره ښځینه طبي کارکوونکو ته هم تر پوليو کيمپېن وړاندې تربيت ورکول کېږي او پوليو کارکوونکو ته  هغه ټولې لارې چارې ور ښوول کېږي، چې په راتلونکي پوليو ضد کيمپين کې ترې کار واخیستل شي.

26.04.2024 ډیوه

برازیل په یو هوټل کې د اور لګېدو په پيښه کې لږ تر لږ ۱۰ کسان وژل شوي

د برازیل د بیړنو حالاتو سره د مبارزې مسؤلینو د جمعې په ورځ، اپریل ۲۶ (غوايي اوومه)‌ وویل چې ددغه هېواد په جنوب کې په یو غیر فعال هوټل کې د اور لګیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.

26.04.2024 امریکا غږ

نن او وضعیت

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب د هند د کرکټ په لوی تجارتي لیګ (ای پي ال) کې د ډهلي کاپیټلز له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی. د نن او وضعیت په دې پروګرام کې په ای پي ال کې د افغان لوبغاړو په لوبو، د نړیوال جام په تیاریو او په مجموع کې په کرکټ بحث کوو.

26.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more