د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل راماپوزا په لندن کې د مشترک المنافع هېوادونو کنفرانس په نيمه کې پرې ايښی او خپل هېواد ته ستون شوی دی. ښاغلی راماپوزا د په کوردننه پیل شويو لاریونونو کې د تاوتریخوالي د پېښېدو له امله خپل هېواد ته ستون شوی دی.
د نړیوال اټومي وسلو څار ادارې مشر د روسیې هغه ادعا رد کړه چې وايي ګواکې، د بریتانیا په خاوره کې پر پخواني جاسوس او لور یې یو بل ډول عصاب فلجوونکي کیمیاويي مواد کارول شوي وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو والیانو ته امر کړی چې له دولتي مامورینو وغواړي چې تر یوې اونۍ پورې له کورنیو سره یوځای راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم ورته څرګندوې درلودې.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې له ترکیې نه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي. د دغه ریاست چارواکي د خبرو څرنګوالی نه ښيي، خو وایي هیلې شته چې په دې اړه یوې پایلې ته ورسیږي. جنرال دوستم له یوه کال راهیسي په ترکیه کې دی.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته ویلي، په هلمند کې یې د یو لړ مصلحتونو له مخې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که د شمالي کوریا له رهبر 'کیم جون اون' سره پلان شوې لیدنه یې بې ګټې وي، نو ترې تېر به شي. ښاغلي ټرمپ او د جاپان لومړی وزیر 'شینزو ابي' په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د اټومي پروګرام له امله باید پر شمالي کوریا د فشار سیاست دوام وکړي.
دی وايي د یوه کس له عطرو تاسې د هغوی د شخصیت په اړه ډېر څه معلومولی شئ.
د ناسا لوړپوړي انجینیران بي بي سي ته وايي چې لومړنی کس چې مریخ ته ځي باید ښځه وي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د جون پر ۲۴مه نېټه به په دې هېواد کې تر وخت مخکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي. ښاغلی اردغان له ۲۰۰۲ راهیسې په ترکیه واکمن دی او اوس به غواړي د پنځو نورو کلونو لپاره هم واک وچلوي.
پاکستان په نړۍ کې د هیزانو یا نرښځیانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هېواد دی. په دې هېواد کې هیزانو تر دې وروستیو هم د رایې ورکولو او ملکیت ثبتولو حق نه درلود. په ټولنه کې له دوی سره ناوړه چلند یوه بله لویه ستونزه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې افغانستان د هغو هېوادونو ډله کې پر درېيم ځای دی چې د نویو زېږېدلو ماشومانو مړينه په کې ډېره ده.
يونيسېف وايي سره له دې چې د ۱۹۹۰ مو کلونو پرتله د ماشومانو مړينه دوه برابره کمه شوې.
څه د پاسه اويا کاله مخکې د هند ازادۍ او بيا د ديني توپير له مخې يې د کرښو کاږلو، او وېش د ګڼو پرګنو لپاره وير او له خپل ټاټوبي د کډې کړاو جوړ کړ.
د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر بي بي سي ته ویلي، چاودنه د ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې شوې ده. د سرچینې په خبره په چاودنه کې څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې یا سي ای اې مشر د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره د پټې لیدنې لپاره پیونګ یانګ ته تللی و. له دې خبرې څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر وویل، د دواړو هېوادونو مشرانو د تاریخي لیدنې لپاره امریکايي چارواکو له شمالي کوریا سره په لوړه کچه نېغې خبرې کړې دي.