ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې افغان کډوال خپل توکي او د کور سامان په ارزانه بيه پلوري

له هغه راهيسې چې پاکستان ناثبت شويو کډوالو لپاره له دغه هېواده د وتو وروستۍ نېټه ټاکلې، ډېر افغان کډوال د خپلو توکو او سامان الو په پلورلو لګيا دي.

27.10.2023 BBC

د افغانستان بغلان ولایت کې د یوې میاشتې پرمهال ۵۰ ماشومان تنفسي ناروغیو مړه کړي

د افغانستان په بغلان ولایت کې د روغتیا برخې ځايي چارواکي‌ وايي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې میاشتې پرمهال نژدې ۵۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي. د دوی په وینا، د یخنۍ له زیاتوالي سره مهاله تنفسي ناروغۍ په ماشومان کې زیاتې شوې دي. د شمال ختیځ بغلان ولایت دولتي روغتون د کوچنیانو برخې متخصص ډاکټر عبدالغفور احمدزي باختر اژانس ته ویلي،‌ دغه ماشومان په تېره یوه میاشت کې له تنفسي ناروغیو مړه شوې دي.

19.01.2023 BBC

د مرسل نبي زاده مور: د پاتې اولادونو خوندیتوب ته اندېښمنه یم

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده مور شاکره فقیرزۍ وايي، د لور له مړینې وروسته یې د یوازینۍ پاتې شوې لور او ټپي زوی خوندیتوب ته اندېښنه کوي. آغلې فقیرزۍ بي بي سي پښتو ته د خپلې وژل شوې لور(مرسل نبي زاده) د مړینې کیسه کړې. وایي، د مړینې پېښې یې دومره وېرولي چې، اوس یې کور کې پاتې یوازینۍ لور د کور پیره کوي.

19.01.2023 BBC

ریاض کې د مېسي او رونالډو سیالي؛ لوبه 'پي اېس جي' فوټبال لوبډلې وګټله 

د فرانسې فوټبال کلب 'پي ایس جي' او د سعودي عربستان 'ال سټار اېلېون' تر منځ لوبه د لیونل مېسي لوبډلې 'پي ایس جي' وګټله.

19.01.2023 BBC

د طالبانو حکومت د ښځو کالیو پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د نانځکو مخونه پټ کړي

"یوه واده ته بلل شوې وو، د تیاري په موخه موږ څو نجونې ښار ته لاړو، غوښتل مو افغاني جامې واخلو. مارکيټ ته چې وختلو نو ومو لیدل چې ټولو نانځکو ته یې خولۍ او ټيکري ورپه سر کړي دي". دا د کابل مېشتې لیلما خبرې دي. نوم یې د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوی.  د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته دا ومنله چې هټیوالو ته د یوې "عامې توصیې" په ترڅ کې دغه سپارښتنه شوې.

19.01.2023 BBC

د نیوزيلنډ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن استعفا کوي

د نیوزيلنډ اوسنۍ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن وايي، په واک کې د پاتېدو نور "توان" نه دی ورپاتې نو ځکه ترې لاس په سر کېږي.  هغه شپږ کال مخکې په ۳۷ کلنۍ کې د دغه هېواد تر ټولو ځوانه مشره شوه چې د دغه هېواد د دولت مشرتوب ته یې اوږه ورکړه.

19.01.2023 BBC

د خیبرپښتونخوا د وسلو بازار "آدم خېل دره" کې کتابتون جوړ شوی

وايي که کتاب عام شي نو وسله به غلې شي، په همدې هیله د خیبرپښتونخوا په آدم خېل دره کې چې له ډېرې مودې راهیسې د وسلو په تور بازار مشهوره سیمه ده، کتابون جوړ شوی دی.

19.01.2023 BBC

عمران خان: له افغانستانه د راتګ پر مهال دې د ټي.ټي.پي غړي له کورنیو سره وژل شوي وای، یا دې روپۍ پرې لګول شوې وای

 د پاکستان مخکېني لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، په دغه هېواد کې د بریدونو ډېرېدو لامل دا دی چې ګواکې د طالبانو حکومت "افغانستان کې مېشت د ټي.ټي.پي غړي د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کړل" او "اوس پاکستان کې ځای ځای بریدونه کوي". ښاغلي خان همدا راز د افغانستان پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبان یې په دغه هېواد کې د بریدونو له کبله ستایل او په خبره یې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو هغوی یې بېرته پاکستان ته ستنېدو ته اړ کړل. 

19.01.2023 BBC

افغانستان کې د یخنۍ څپې ۷۰ کسان او لسګونه زره څاروي مړه کړي

د طالبانو حکومت له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایې، ګڼو ولایتونو کې درنې واورې اورېدلې او د یخنۍ کمسارې څپې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.د دې وزارت د عملیاتي مرکز مشر مولوی عبدالله محمدي بي بي سي ته وویل، په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان دي خو ځېنې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.دغه طالب چارواکی یادې شمېرې لومړنۍ ښيي او زیاتوي چې ډيره مړینه په بادغیس، غور، غزني، نیمروز، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریات ولایتونو کې شوې.

18.01.2023 BBC

د نړۍ په کچه د ګڼې ګوڼې ښار کې، افغانه ټکسیوانه

په خټه پښتنه افغانه او په هغه ښار کې د شپې ناوخته ټکسي چلول چې له ټرافیکي بهیره یې وخت ناوخت د بدو پېښو رپوټونه ورکول کېږي کمسارې ده. د ټرافیکي مالوماتو د یوه بنسټ انریکس د تازه خپاره شوي رپوټ پر بنسټ چې د نړۍ ۵۵ هېوادونو کې کار کوي وايي، لندن د نړۍ په ۱۰۰۰ ښارونو کې تر ټول د ډیرې ګڼې ګوڼې او ناسازه ټرافیکو ښار دی.

18.01.2023 BBC

د ډيلي لرغوني جامع جومات "شاهي او میراثي" امام بدلولو لپاره محکمې ته عریضه شوې

د ډيلي جامع جومات چې اوس د سیمې د تاریخ او کلتور یو مهم شناخت ګرځېدلی، د مغلیانو دورې پاچا شاه جهان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو ۱۸۵۰-۱۸۵۶ پورې جوړ کړ.

17.01.2023 BBC

افغانستان کې د غرني اېفېډرا بوټي د ښیښې 'نشې' جوړولو بازار لاهم تود ساتلی

په افغانستان کې د نشه یې توکو پر کښت او کاروبار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیز سربېره، د هېواد په ځینو برخو کې لا هم نشه‌یي توکي تولیدېږي. بي بي سي موندلې چې د سوېلي ولایتو په ځینو سیمو کې د اېفېډرا (اومان) په نوم له غرني بوټي نه د کریسټال یا ښیښې په نامه نشه‌یي موادو جوړېدل لا هم دوام لري. یو شمېر سرچینو ویلي که څه هم په ځینو سیمو کې د "اېفېډرا" بوټي ټولولو او پلورولو باندې په بشپړ ډول بندیز لګېدلی، خو په ځینو سیمو کې ولسوالان او امنیه قومندانان په خپله ددغه بوټي په کاروبار بوخت دي.

17.01.2023 BBC

افغانستان کې د هدفي وژنو ډېرېدل

وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي، چې په ځینو کې یې د پخواني حکومت چارواکي او کارکوونکي په نښه کېږي.

16.01.2023 BBC

د مخکېنۍ ولسي جرګې یوه غړې "مرسل نبي زاده" کابل کې وژل شوې

د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې وژل شوې ده.‌ رپوټونو کې ویل شوي چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.‌ په دې پېښه کې د هغې یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی. اغلې نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه دوره کې د کابل خلکو استازې او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

15.01.2023 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more