BBC
 شاته

روینه ټنډن بېرته بالیووډ ته راغله

د انځور حقوق AFP
Image caption د فلم کیسه په ډهلي کې د جنسي تېري پر پېښه راڅرخي.

د بالیووډ فلمونو نوموتې لوبغاړې روینه ټنډن چې موده له سینمايي پردې لرې وه، په (ماتر) فلم کې یې بیا رول لوبولی دی.

د فلم ټرېلر خپور شوی او اټکل دی چې فلم به هم د اپرېل په ۲۱‌مه د سینما په پرده وښودل شي.

روینه په یاد فلم د هغې جلکۍ د مور رول ادا کړی چې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې او مور یې هغې ته د عدالت غوښتنې په پار مبارزه کوي.

د فلم په ټرېلر (اعلان) کې دا کرښه ټکان ور کوونکې ده : ((ډهلي د هندوستان د جنسي تيري پلازمینه))

'پر سني لیون پېسې مه شیندئ'

د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

'جګا جاسوس' بې درکه او د شریش کندر ټویټر پیغامونه

له اغلې ټنډن په یوه مرکه کې په دې اړه ویلي: زه دا نه وایم چې په ډهلي کې د پولیسو په نظام کې ستونزه شته، که تاسو د بل هر ځای د جرمونو ګراف وګورئ، نو وبه وینئ چې ورته پېښې په هر ځای کې پېښېږي. خو په ډهلي کې څو داسې پېښې وشوې چې د رسنیو پام یې د ځان پر لور کړ. تاسو داسې هم ویلی شئ چې د ډهلي رسنۍ ډېرې فعالي دي.

د انځور حقوق CRISPY BOLLYWOOD
Image caption موږ میندو ته پکار ده خپلو ماشومانو ته د کمزورو لاسنیوی ور وښيو

اغلې ټنډن د ښځو په اړه د یو شمېر نرانو عام فکر ته هم تم شوې او ویلي یې دي: (( موږ میندو ته پکار ده خپلو ماشومانو ته د کمزورو لاسنیوی ور وښيو. موږ باید خپلو زامنو ته ور زده کړو کومه نجلۍ چې ستاسو خواته ناسته ده د چا خور، د چا مور یا ستاسو ملګرې ده. دا فکر باید بدل شي چې دا نجلۍ د بل کور ده او پر ما یې څه.))

د فلم لارښوونه اشتر سعید کړې، د فلم هغه ټرېلر چې خپور شوی، روینه ټنډن پکې اکشني ښودل کېږي.

په یاد فلم کې له روینې سره علیشا خان او مودهر موتتل هم کار کړی دی.