افغانستان: تېر کال ۶۵۰ ټنه نشه يي مواد ظبط شوي دي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې له مخدراتو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي وايي، وړم کال د ظبط شویو توکیو مقدار ۳۱۱ ټنه وو، خو په تېر ۱۳۹۵ کال کې دغه کچه ۱۰۸ سلنه ډېره شوې ده.
ترهګرۍ ضد عرب ټلواله: د پاکستان پر ګډون د ایران اندېښنه
د باکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ایران سفیر په یوه خبرپاڼه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ټلواله کې د پاکستان پر ګډون سخت غبرګون ښودلی.
د هرات زړې ودانۍ ویجاړول؛ ګټه که تاوان
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د زړو ودانیو او دوکانونو پرځای د نویو هغو د جوړولو لړۍ یوځل بیا د نانندرو سبب ګرځېدلې.
سوریه کې د کیمیاوي وسلو برید قربانیان ۵۸ ته ورسېدل
د سوریې فعالان وايي، جیټ الوتکو په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې پر یوشمېر هغو روغتونونو برید کړی او لږترلږه ۵۸ کسان یې وژلي او ګڼ یې ټپیان کړي چې ټپیان پکې درملل کېدل. د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، پر خان شیخون سیمه سوري او یا روسي الوتکو بریدونه کړي.
پر روغتون برید: نهه افسران له دندو ګوښه شول
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي د کابل په سردار محمد داود خان روغتون د تېرې میاشتې خونړي بريد پرمهال د بې غورۍ له امله يې د يوه جنرال په ګډون یوولس امنيتي چارواکي له خپلو دندو لیرې کړي، چې یو پکې جنرال هم دی.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بیا پیلېدل
پاکستان د دوشنبې په ورځ (وری ۱۴مه) له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ستولو لړۍ بیا پیل کړې ده.
د مسلمانې میندوارې ښځې رپ سندره
پر خواله رسنیو او یوټیوب وېبپاڼې د 'زما حجاب' په نوم د هنرمندې منی حیدر رپ سندرې، چې پکې نوموړې د میندوارۍ پرمهال سندره وايي، لانجې راپورته کړې دي.
د ډونلډ ټرمپ فراري لیلام شو
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فراري ګاډی، په یوه لیلام کې په ۲۷۰ زرو ډالرو وپلورل شو. دغه فراري چې روښانه سور رنګ لري، له جوړېدا یې ۱۰ کلونه تېر شوي او څلور کاله د ښاغلي ټرمپ شخصي موټر پاتې شوی.
نشه پیلوټ ته اته میاشتې بند
د کاناډ اړوندې یوې الوتکې کې یو پیلوټ له الوتنې وړاندې د پیلوټ خونه کې نشه موندل شوی و، په اتو کلونو بند محکوم شوی دی.
د امریکا د لومړۍ مېرمنې رسمي انځور
سپینې ماڼۍ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ لومړی رسمي انځور خپور کړی دی. د عکاس نوم او د عکس اخیستو نېټه نه دي په ډاګه شوي.
د عکسونو البوم: سېنټ پیټرزبورګ مېټرو کې چاودنه
د روسیې سېنټ پیټرزبورګ ښار مېټرو کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د هلک زيږولو لپاره د يوې هندۍ ورځپاڼې لارښوونې
د دې لپاره چې خلک د نجلۍ ماشوم پرځاې یو هلک ماشوم وزيږوي یوې هندۍ ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته ځینې داسې لارښوونې کړي چې د ساینس له نظره بې بنسټه دي- ورځپاڼې مېندو ته مشوره ورکړې چې ډېر خوراک وکړي او د ویده کېدو په وخت کې لوېدیځ خواته مخ واړوي.
ولې د بريتانيا په ډوور بندر کې د ګمرک تلاشي بدلېږي؟
دمګړۍ له بریتانیا د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته هر څه داسې ځي چې په ګمرک کې نه تلاشي کېږي خو دا حالت ښايي ډېر ژر بدل شي ځکه بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتولو رسمي پروسه پیل کړه.
بي بي سي داسې شواهد ليدلي چې داعش په موصل کې ماشومان د سپر په ډول کاروي
بي بي سي داسې شواهد موندلي چې ښيي د "اسلامي دولت" نومې ډله په موصل کې ماشومان د سپر په ډول کاروي. دوی دا کار په داسې وخت کې کوي چې د دې ډلې اورپکي د عراق موصل ښار کې کلا بند دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير بيا پيل شو
لسګونه افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شول. دغه بهیر څلور میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خړ پړتیا وروسته درېدلی و.