BBC
 شاته

سوریه کې د کیمیاوي وسلو برید قربانیان ۵۸ ته ورسېدل

د انځور حقوق AFP
Image caption ژغورندویان وايي، ماشومان هم په برید کې وژل شوي او ټپیان شوي.

د سوریې فعالان وايي، جیټ الوتکو په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې پر یوشمېر هغو روغتونونو برید کړی او لږترلږه ۵۸ کسان یې وژلي او ګڼ یې ټپیان کړي چې ټپیان پکې درملل کېدل.

برید د سوریې شمال لوېديځ کې د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سیمه کې شوی.

د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، پر خان شیخون سیمې د سوري او یا روسي الوتکو بریدونه د ګڼو خلکو د زندۍ کېدو لامل شوی.

د موصل جګړه کې "لومړي کیمیاوي برید" ۱۲ کسان ټپیان کړل

د مخالفانو د "همغږۍ جرګه ګیو" د وژل شویو ځینې انځورونه خپاره کړي، چې وايي د زندۍ کېدو له کبله وژل شوي.

د سوریې حکومت څو ځلې د خپلو مخالفانو پروړاندې د کیمیاوي وسلو کارولو رپوټونه رد کړي.

خو د ملګرو ملتونو اړوند د کیمیاوي وسلو د کارولو د بندیز د ټولنې رپوټ په تېره اکتوبر میاشت کې په ډاګه کړه، چې د سوریې حکومت ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ لږترلږه درې ځلې (کلور) وژونکی ګاز کارولی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ادلب په وروستیو کې د دولت او مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتو شاهد دی
د انځور حقوق AFP
Image caption خو د ملګرو ملتونو اړوند د کیمیاوي وسلو د کارولو د بندیز د ټولنې رپوټ په تېره اکتوبر میاشت کې په ډاګه کړه، چې د سوریې حکومت ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ لږترلږه درې ځلې (کلور) وژونکی ګاز کارولی دی.

په راپور کې راغلي وو، په وروستي ځل ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې ګوګړ کارولي وو.

په خان شیخون کې د طبي سرچینو له خولې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سې شنبې ورځ برید کې زیانمن شوي کسان بې هوښه شوي، زړه یې بدېږي او پر خوله یې ځګ درېږي.

سرچینه وايي، ګڼ زیانمن شوي ولسي وګړي دي، چې لږترلږه نهه پکې ماشومان دي.

د ادلب پر ډېری هغو برخو چې دا بمبار پرې شوی، د مخالفو ډلو جنګیالي واکمن دي.

پر دغو سیمو روسي او د سوریې الوتکې په منظم ډول بمبارۍ کوي، همداشان د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پروړندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له بمباریو هم خوندي نه دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه د سم لاسي څېړنې پیلولو غوښتنه کړې
د انځور حقوق Reuters
Image caption د ادلب پر ډېری هغو برخو چې دا بمبار پرې شوی، د مخالفو ډلو جنګیالي واکمن دي.