BBC
 شاته

د مسلمانې میندوارې ښځې رپ سندره

د انځور حقوق YouTube/Mona Haydar
Image caption د مونا لومړنۍ رپ وېډیويي سندره هغ مهال ډکه شوه، چې نوموړې د اتو میاشتو میندواره وه او د نورو حجاب لرونکو ښځو په حضور کې یې رپ سندره وویله

پر خواله رسنیو او یوټیوب وېبپاڼې د 'زما حجاب' په نوم د هنرمندې منی حیدر رپ سندرې، چې پکې نوموړې د میندوارۍ پرمهال سندره وايي، لانجې راپورته کړې دي.

ځینو کسانو دغه وېډیو ستایلې، خو ځینو نورو بیا نیوکه پرې کړې.

ګڼو پوښتلي: ایا له حجاب سره رپ موسیقي ویل ښه کار دی؟

۲۸ کلنې شاعرې او فعالې منی حیدر، چې په اصل کې د سوریې ده او اوس امریکا کې اوسېږي، د "زما حجاب" په نوم خپله لومړنۍ رپ سندره خپره کړې. دا سندره تېره اونۍ د مسلمانې ښځې د لمانځلو له ورځې سره سمه خپره شوې ده.

نایک شرکت مېرمنو ته لومړی سپورتي حجاب جوړوي

حجاربي: هغه نانځکه چې حجاب لري

ګڼو کسانو ددې ځانګړې سندرې هرکلی کړی او ددې فعالې او د هغې د سندې په ملاتړ یې #hijabiXmona هشټګ کارولی دی.

خو ځینو نورو بیا ویلي، دا ډول کار د اسلامي دود او شریعت له مخې ناسم عمل دی.

دا وېډیو په یوه ورځ کې ډکه شوې چې منی پکې رپ سندره واي او د خپل حجاب په اړه غږېږي.

منی له ځینو نورو محجبو ښځو سره راڅرګندېږي چې ټولې په یوه خوله سندره وايي او ناڅي.

منی حیدر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "ما ته یوازې یوه ښه او له مینې ډکه نړۍ مهمه ده، همدا زما د ټولو کارونو موخه ده".

دا وېډیو پر فېسبوک څه باندې ۶۰۰ زره ځلې کتل شوې. وېډیو منی پر خپلې شخصي پاڼې د مارچ پر ۲۷مه خپره کړې ده.

د انځور حقوق YouTube/Mona Haydar
Image caption ځینو د منی حیدر سندره ستایلې، خو نورو بیا نیوکه ورباندې کړې

منی په وېډیو کې دا سندره وايي چې: "دا شعر څرنګه ښکاري، شرط تړم چې ښه ده. ایا ستا د خولې کېدو لامل ګرځي؟ ایا د ډېر تینګوالي احساس کوې؟"

دا وايي "ان که کرکه ولرې، حجاب اغوندم ... حجاب اغوندم... حجاب اغوندم".

د وېډیو په اړه هغې ویلي، دا سندره هغې ته "پیاوړتیا، مینه او سخاوت ور په برخه کوي".

د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ

چین سینکیانګ کې پر اوږدو ږیرو او حجاب بندیز لګولی

خو ځینو بیا د وېډیو په اړه بېل نظرونه ښودلي چې یو یې وايي: "دا وېډیو ډېره مزاحمت کوونکې ده او په هره کچه چې وي، ناسمه ده... حجاب یوازې زموږ پر سر د زړوکي یوه ټوټه نه ده، بلکې هر کار چې کوو باید نغښتی او له پرهېزګارۍ ډک وي."

یوې بلې ښځې ویلي دا وېډیو "ډېره قوي او زړه راښکونکې ده. حجاب د خاکسارۍ استازیتوب کوي، خو وېډیو یې بیخي برعکس کار کړی."

د انځور حقوق YouTube/Deen Squad

د خلکو دغو څرګندونو ته منی له بي بي سي سره مرکه کې ویلي: "د یوې میندوارې ښځې وېډیو ولې خپل ژوند ته د دوام ورکولو لپاره زړه بوږنوونکې وي، حال دا چې په هغې کې نوی ژوند وده کوي؟."

منی، چې د امریکا میشیګن ایالت ده او نیویارک کې اوسېږي، خواله رسنیو ته ډېر ناشنا نه ښکاري.

افغان رسټورانټ چې د کورني تاوتريخوالي قربانيانې يې چلوي

د ښځې کور کوم يو دی؟

دا او مېړه یې سبستین روبینز، چې مسلمان شوی کامبریج ماساچوسټس کې د اسلام ضد کرکې یا له اسلام نه د وېرې پروړاندې د "له یوه مسلمان سره وغږېږه" په نوم کمپاین پیل کړی او خلکو ته وچې مېوې او کافي په وړیا توګه ورکوي.

د مالیزیا سندرغاړې او سندرلیکونکې شیلا امزح وروسته تر هغه مشهوره شوه چې په یوه چینایۍ سندره کې راڅرګنده شوه. پر یوټیوب وېبپاڼې د هغې سندرې سلګونه زره ځلې کتل شوې دي.

د انځور حقوق YouTube/YunaVEVO
Image caption سندرغاړې یونا وايي، سرپټوونی یې له سندرو ویلو نه راګرځي.

یونا بیا د مالیزیا هغه لومړنۍ سندرغاړې- سندرلیکونکې ده، چې د امریکا بازارونو کې یې ښه مینه وال خپل کړي او له امریکايي سندرغاړې او سندرلیکونکې اوشر سره په یوه توله کې ګڼل کېږي.

یونا بي بي سي ته وویل "ګڼ خلک له ما سره ښايي موافق نه وي چې سندرې وايم، خو زه ولې بدله شم؟ دا کار زه د عمر تر پایه کوم. هغه طریقه چې زه خپل دین پرې عملي کوم زما خپله طرقه ده، نه د کوم بل چا".