پاکستان ته وړل کېدونکي زمریان اوس کابل ژوبڼ کې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د قاچاقېدونکو زمریانو له ډلې یې څلور زمریان پلازمېنې ته راوړي او د کابل ژوبڼ ته سپارل شوي دي.
د ای پي ایل لسم پړاو
د هندوستان د کریکټ غورهلیګ د لسم پړاو سیالۍ د اپرېل په پنځمه پیلېږي چې دا ځل یې اته لوبډلې برخه والې دي. د پیل سیالي به یې د سن رایزر او رایل چلینجرز لوبډلو ترمنځ حیدر اباد ته څېرمه په (دکن) نومې سیمه کې وشي.
عرب شهزاده، پوتین، ټرمپ او بلک واټر
یو شمېر امریکايي، اروپايي او عرب چارواکي وايي، په تېره جنورۍ کې د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ ترمنځ د پردې تر شا خبرو کې عربي متحده اماراتو د کار رول لوبولی دی.
'ډېر انټي بیوټیک' د کولمو سرطان لامل کېدای شي
یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، هغه کسان چې د اوږد وخت لپاره انټي بیوټیک درمل خوري، د کولمو د کچې لویېدو امکان یې شته، چې ان د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.
پر ځانګړې ټیلېفوني کرښې د چارواکو لومړۍ اړیکه
اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي، افغان او پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو په لومړي ځل پر هغې ځانگړې ټيليفوني کرښې سره خبرې کړي چې تېر کال دواړو هېوادونو ترمنځ د تماس ټينگولو چټکتيا په موخه رامنځته شوه.
لاهور: ځانمرګي برید کې د څلورو پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
د پنجاب د لاهور ښار پولیس چارواکي وايي په دغه ښار کې د چارشنبې په ورځ په يوه چاودنه کې د څلورو پاکستاني پوځيانو په شمول شپږ تنه وژل شوي دي. دا د پنجاب په لاهور ښار کې په روان کال کې درېيمه لویه چاودنه ده.
شمالي کوریا توغندی ازمویلی
د امریکا پوځ منلې چې شمالي کوریا ختیځ سینپو بندر ته څېرمه له یوې پوځي اډې د جاپان د سمندرګي پر لور د منځني واټن ویشتونکی بالستیکي توغندی توغولی دی. دغه ازموینه امریکا ته د چین د ولسمشر شي جینګپینګ له لیدنې سره همهماله تر سره کېږي.
اسپانیا کې د بشار اسد د تره شتمنۍ کنګل کېدل
اسپانیايي چارواکو د رفعت اسد د کورنۍ د شتمنیو کنګل کولو او د دوی بانکي حسابونو کې د پیسو سپینولو په موخه د څېړنې امر کړی. قضايي چارواکو ویلي، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد تره چې په ۱۹۸۴ کال بهر ته تبعید کېده، ۳۰۰ میلیون ډالر یې له عامو پیسو وهلي وو.
مصر کې د ۳۷۰۰ کلن هرم پاتې شوني
د مصر د لرغون پېژندنې وزارت وايي، پلازمېنې قاهرې ته څېرمه د ۳۷۰۰ کلن هرم پاتې شوني یې موندلي دي.
د عکسونو البوم: نړۍ د پیلوټ له نظره
هالنډي پیلوټ کریسټیان وان هیجیسټ له هوا نه ځینې انځورونه اخیستي، چې د طبیعت ښکلا پکې انځور شوې ده.
بېرته خپل ټاتوبي کې
پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي زرګونه افغان کډوالو ورسره خپل ټاټوبي ته د ستنېدو نومليکنه کړې، له ستنو شويو يې د ژوند حال اورو.
د سينګاپور بسونه
په لویو ښارونو کې خلک څنګه وهڅول شي چې د خپلو ګاډو پر ځای عامه ټرانسپوت وکاروي؟ په سينګاپور کې د ښاري بسونو یوه شرکت داسې سل عامه بسونه را ایستلي چې ډېر ښه بوی کوي.
د ګرانبيه ماشوم پالنې لپاره ريښه يي حل لار
بريتانيا کې يو ازمويښتي وړکتون له ميندو پلرونو سره دې کې مرسته کوي چې د ماشوم پالنې په دندې ترسره کولو پيسې وسپموي.
'ګلابی ستوری' نومي الماس د ۷۱ میلیونه ډالرو بدل کې
هانګ کانګ کې یو بې ساری الماس چې د 'پینک سټار' ګلابي ستوري نوم ورکړل شوی، د ۷۱ میلیونه ډالرو په بې ساري بیه پلورل شوی دی. تر اوسه د دغه ډول هېڅ یوه الماس بدل کې دومره بیه نه ده ورکړل شوې.
'د روسیې اورګاډي کې چاودنه ښايي ځانمرګي برید وي'
روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد سېنټ پیټرزبورګ ښار اورګاډي کې چاودنه ښايي هغه کس کړې، چې د بدن غړي یې د چاودنې ځای کې موندل شوي دي. د دوشنبې ورځې دغه چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي وو.