شاته

سپريم کورټ: که استخباراتي ادارې څه هم کوي زمه وار یې وزيراعظم او کابينه ده

په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه لاسوهنې په اړه د شپږو ججانو په خط اورېدنه کې د پاکستان د سپريم کورټ جج جسټس اطهرمن الله ويلي، ‏استخباراتي ادارې د وزيراعظم ماتحت دي، که استخباراتي ادارې څه کار هم کوي نو زمه وار یې وزيراعظم او کابينه وي.‏

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ کې د سپريم کورټ د شپږو ججانو بېنچ یا ډله د مقدمې اورېدنه کړې، په بېنچ کې د چيف جسټس سره جسټس ‏منصور علي شاه، جسټس نعيم اختر افغان، جسټس اطهر من الله، جسټس جمال مندوخېل او جسټس مرست هلالي شامل دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، جسټس اطهر من الله په اورېدنه کې ويلي، ټولو ته معلومه ده خو څوک څه وايي نا او که څوک څه وايي هغه څه ورسره کيږي کوم چې د ‏شپږو ججانو سره شوي.‏

د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو سپريم کورټ ته لیکل شوي خط کې ویلي استخباراتي ادارې په عدالتي چارو د اثرانداز کېدو سره ‏لاسوهنه کوي او په دغه معامله دې جوډیشل کنونش راوبلل شي.‏

د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کياني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز دغه خط ليکلی.‏

په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی او مقدمې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړلو پرېکړه کړې ‏وه. ‏

په دې معامله وزيراعظم او چيف جسټس هم ليدلي او وروسته د يو کمېشن جوړولو ويل شوي، جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني د کمېشن مشر جوړ کړل ‏شوی خو هغه ترې معذرت کړی وو.‏

د رپورټونو ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ اورېدنه کې چيف جسټس ويلي، د عدليې ازادي غواړي خو د هغې دا مطلب نه دی چې سپريم کورټ په هايکورټ عدالتونو کې ‏لاسوهنه وکړي.‏

چیف جسټس ويلي، چې د ججانو په ټاکنه د استخباراتي ادارو څخه رپورټونه غوښتل کيږي نو دا هم يو ډول هغوی ته د لاسوهنې موقع په لاس ورکول دي.‏

نوموړي زیاته کړې، چې کله د مقدمو د څارنې دپاره ججان لګول کيږي او ګډو پلټنيزو کميټيانو کې استخباراتي ادارې شاملولی شي نو هغوی ته د لاسې ‏وهنې موقع ورکول دي.‏

جسټس منصور علي شاه ویلي، که يو جج ته معلومه وي چې ټوله اداره ورسره ولاړه ده نو هغه د ازمري په رنګ کار کوي خو دا انساني فطرت دی چې هر جج ‏دومره زړور نه وي.‏

جسټس نعيم اختر افغان ويلي، آی اېس آی، ملټري انيټليجنس او انټيليجنس بيورو ادارې د کوم قانون لاندې جوړې کړل شوي، په بله اورېدنه دې د ‏استخباراتي ادارو قانون وړاندې کړل شي.‏

جسټس اطهر من الله اټارني جنرل ته ویلي، د هايکورټ د درېو ججانو خطونه دې لوستلي، او دې واړه وايي چې لاسوهنه ده.‏

چيف جسټس ويلي، په عدالتي تاريخ کې په لومړي ځل په عدالتي حکم د بنچ څخه لرې کړل شوی، هغه زياته کړې، د دهرنې په قضيه کې یې په خپله ‏ليکلي وو چې فېض حميد (د استخباراتي ادارې آی اېس آی) پخوانی مشر فېض حميد د دغې په شا وو، خو حکومت په هغې څه کړي وو.‏

وروسته د ججانو په خط اورېدنه د اوومې مې پورې ځنډول شوې ده.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00