BBC
 شاته

د هرات زړې ودانۍ ویجاړول؛ ګټه که تاوان

Image caption هغه ودانۍ چې سل کاله یې تر جوړېدو تېرېږي او هنري ارزښت او ښکلا هم ولري لرغوني پېژندل کېږي

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د زړو ودانیو او دوکانونو پرځای د نویو هغو د جوړولو لړۍ یوځل بیا د نانندرو سبب ګرځېدلې.

په هرات کی د کلتوري میراثونو د ملاتړ ټولنې هرات ښاروالۍ په دغه ښار کې د لوی جامع جومات شاوخوا لسګونو دوکانونو د ویجاړولو وروسته د لرغونو سیمو په ویجاړولو تورنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور ادارې هم ژوره اندېښنه ښودلې، خو ښاروالۍ بیا وایي کار یې پرځای و او لرغونو سیمو ته یې تاوان نه دی اړولی.

هرات کې د کاشۍ یوازېنۍ ۸۰۰ کلنه کارخانه له کاره لوېږي

د هرات جامع جومات بیارغول کېږي

د هرات په زړه کې د لرغوني لوی جامع جومات څنګ ته په لسګونو دوکانونه یو په بل پسې د ښاروالۍ له خوا ویجاړ شوی.

هغه ودانۍ چې سل کاله یې تر جوړېدو تېرېږي او هنري ارزښت او ښکلا هم ولري لرغوني پېژندل کېږي خو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي آن که دوکانونه دا ځانګړتیاوې هم ونه لري خو د هرات د پخوانۍ معمارۍ نښې دي او باید ساتل شوې وای.

ددې ادارې مرستیال جاوید ضرغام وایي:

''دې دوکانونو د هرات په زاړه ښار کې د تاریخي جوړښت او د معمارۍ د جوړښت ښکارندوی و. موږ نشو کولی هر څه په دې پلمه چې زاړه دي وران کړو او پرځای یې نوې ودانۍ جوړې کړو. هرات ډېری داسې پراخه سیمې او ځمکې لري چې کېدای شي ودانۍ شي. هرات خو یوازې د جامع جومات شاوخوا او زوړ ښار نه دی. ولې یو نوی ښارګوټی نه جوړېږي؟''

په هرات کې د لرغونو میراثونو د ملاتړ ټولنې هم د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ښاروالۍ د هرات د تاریخي ارزښتونو په له منځه وړلو تورنه کړې.

Image caption د هرات په زړه کې د لرغوني لوی جامع جومات څنګ ته په لسګونو دوکانونه یو په بل پسې د ښاروالۍ له خوا ویجاړ شوی.

خو ښاروالۍ خپل دلایل لري، وایي لرغونې سیمې یې نه دي ویجاړې کړې او په وینا یې ویجاړ شوي زاړه دوکانونه به د پخوانۍ معمارۍ په بڼه بیا جوړېږي.

د هرات د ښاروالۍ اجراییوي مدیر جاوید زیارتجاهي وایي:

''دا دوکانونه چې ویجاړ شول تاریخي ارزښت نه لري. د دې دوکانونو څښتن خپله وایي چې دا دوکانونه هر کال د ورښتونو له کبله ویجاړېدل او دوی به په شخصي لګښت بیا رغول. موږ د یونیسکو د شرایطو سره سم - په معیاري ډول دا بیا جوړوو - اوه متره به لوړوالی لري او له خښتو به جوړیږي- شرکت به یې په هماغه ډول جوړوي چې د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خوا د لرغونو سیمو لپاره ویل شوي.''

هرات کې د لرغوني دیوال د نړېدو له کبله ۶ کسان وژل شوي

تراوسه د هرات د لوی جامع جومات شاوخوا یو سل او شپیته دوکانونه ویجاړ شوي. دا به خصوصي سکتور ته سپارل کېږي چې له سره یې له خښتو جوړ کړي او پنځه ویشت کاله به یې مسؤولیت ورپه غاړه وي.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان دولت هڅه کوي د ملګرو ملتونو کلتوري ټولنه یونیسکو په دې قانع کړي چې هرات ښار د نړۍ د کلتوری میراثونو په نوملړ کې شامل کړي، خو یونیسکو وایي تر هغو چې په هرات کې د زړو ودانیو پرځای د نویو هغو د جوړولو لړۍ روانه وي، دا غوښتنه به نه مني.

Image caption ښاروالۍ خپل دلایل لري، وایي لرغونې سیمې یې نه دي ویجاړې کړې او په وینا یې ویجاړ شوي زاړه دوکانونه به د پخوانۍ معمارۍ په بڼه بیا جوړېږي.