ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر شو

افغان ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې خپل یو سلاکار اکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ټاکلی. د ولسمشر یوه ویاند ویلي، په دغې ټاکنې سره به د شورا بڼه او چارو کې ژور بدلونونه راشي.

02.04.2017 BBC

'راتلونکې اونۍ د حزب اسلامي ځینې بندیان خوشي کېږي'

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې به راتلونکې اونۍ د اسلامي حزب یوشمېر بندیان خوشي کړي او تر ۱۵ ورځ، به له حکمتیار سره د شوې هوکړې ټولې ژمنې پرځاي کړي.

02.04.2017 BBC

عراق: د 'داعش' مرستیال مشر بمبارۍ کې وژل شوی

د عراق حکومتي تلوېزیون د ځینو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، د سوریې پولې ته نژدې د 'اسلامي دولت' ډلې دویم مشر ایاد الجمیلي هوايي برید کې وژل شوی. الجمیلي د داعش د جګړې په وزیر او د چرګي بریدونو مشر هم و.

02.04.2017 BBC

د عکسونو البوم: ننګرهار کې د نارنج ګل هار او بهار

د افغانستان په ختتځ ننګرهار ولایت کې له ۵۲ کلونو هر کال پسرلي مهال د نارنج ګل مېله په مشاعرو او خوښیو لمانځل کېږي. د سږنې مېلې انځورونه یې ازاد عکاس ذبیح الله عبدالرحیمزي را استولي دي.

02.04.2017 BBC

ویسټ انډیز د کریکټ درېیمه لوبه له پاکستانه وګټله

د ویسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په درېيمې شل اوريزې لوبې کې په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او د اتو ویکټو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډې هدف وټاکه.

02.04.2017 BBC

د پخواني شوروي مشهور شاعر یوګیني یوتوشینکو ومړ

روسی شاعر یوګیني یوتوشینکو د ۸۴ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله د امریکا په یوه روغتون کې ومړ. د اوکراین د هغې سیمې په اړه د ده د "بابي یار" په نامه شعر ډېر مشهور دی، چې نازي ځواکونو تر ۳۰ زرو ډېر یهودان پکې ووژل.

02.04.2017 BBC

پر بریتانیايي هوايي ډګرونو د 'داعش' بریدونو وېره

بریتانوۍ ورځپاڼې ټيلیګراف په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد اتومي انرژۍ سټیشنونو او هوايي ډګرونو ته خبر داری ورکړل چې امنیتي تدابیر کلک کړي ځکه دا ویره شته چې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې کسان پر دغو سټیشنونو بریدونه وکړي.

02.04.2017 BBC

په پاکستان کې پیر ۲۰ مریدان وژلي

د پاکستان د پنجاب ایالت د سرګودا سیمې په یوه زیارت کې پیر خپل ۲۰ مریدان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شویو او ټپیان کې ښځې، ماشومان او غټان شته. یاده پېښه د محمد علي ګوجر په نامه یوه زیارت کې رامنځته شوې ده.

02.04.2017 BBC

افغانستان کې د ژباړې وضعیت

وايي ژباړه هغه پول دی چې د یوه هېواد کلتور له نورې نړۍ سره تړي. پخوا افغانستان کې د ژباړې په کمزورتیا او ان کله نا کله د تشې په اړه ګیلې مانې کېدې. اوس ځینو افغان ژباړونکو دې کار ته ملا تړلې.

02.04.2017 BBC

کولمبیا کې ځمکښویېدنې یو ښار ویجاړ کړی

کولمبیا کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۲۰۶ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي یا تري تم شوي دي. چارواکي وايي ځمکښویېدنه د شپې مهال له تېزو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې ده. ولسمشر خوان مانویل سانتوس سیمې ته تللی او هلته یې بېړنی حالت اعلان کړی.

02.04.2017 BBC

اشرف غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په سفر تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په څو ورځني سفر تللی. افغان چارواکي وايي د دغه سفر هدف له دغو هېوادونو سره د اړیکو ته پراختیا ورکول دي.

01.04.2017 BBC

د سولې عالي شورا: نوره بودیجه نه لرو

د سولې شورا چارواکي وايي پيسې يې خلاصې شوې، ځينې نورې سرچينې بيا وايي افغان مشرتابه يې پر راتلونکي غور کوي.

01.04.2017 BBC

له يو کلنې واکمنۍ وروسته

بي بي سي دا پوښتي چې د برما واقعي مشرې انګ سان سوچي يې پر هېواد څه ډول اغېز پرې ايښی.

01.04.2017 BBC

خوست کې پر امنيتي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی

د افغانستان سوېل ختيځ ولايت خوست د دوه مندو ولسوالۍ د سيدخېلو په بازار کې د کمپاين په نامه ځواکونو باندې د موټر بم ځانمرګی بريد شوی. د چارواکو په وينا د کمپاين ځواکونو درې غړي په کې وژل شوي دي.

01.04.2017 BBC

د ځمکې چينجو ګټې

بي بي سي عاج ساحل ته ورغلې، چې يو کاروباري په کې د ځمکو ښېرازۍ لپاره د دغو چينجيو روزنه کوي.

01.04.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more