BBC
 شاته

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير بيا پيل شو

لسګونه افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شول. دغه بهیر څلور میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خړ پړتیا وروسته درېدلی و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو اېنچ سي ار او ای او اېم وايي اټکل کوي چې سږ کال به له پاکستانه د ۷۵۰ زرو او یو میلیون تر منځ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې بیا یو اېن اېچ سي ار وايي له دوی سره څه باندې ۲۴ زرو افغانانو ځانونه راچسټر کړي چې په اپریل او مې میاشتو کې خپل هېواد ته واوړي.

زموږ همکار نعمت الله کریاب تورخم کې دی او نور حال لري.