BBC
 شاته

له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدو بهیر نن پيلېږي

اېکسپرس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرس ټریبیون لیکي؛ تر ژمني ځنډ وروسته نن له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان راجسټر شویو کډوالو د ستنیدو بهیر بیا پيلیږي.

ورځپاڼې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې (یو ان اچ سي آر) د چارواکو په حواله لیکلي، یواځې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاوخوا ۱۶ زره کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره نوملیکنه کړې.

ورځپاڼې د یو این ایچ سي آر له خوا له ستنېدونکو کډوالو سره د مالي کیدونکي مرستې را ټیټیدو ته هم اشاره کړې. ورځپاڼه زیاتوي راجسټر شويو کډوالو ته ویل شوي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو موده یې د روان میلادي کال تر پایه غزول شوې ده.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په اړه لیکلي، په دغه هېواد کې د یو لړ بدلونونو اوازې خپرې شوي، هغه داسې چې نواز شریف د درملنې لپاره لندن ته د تګ تابیا داسې مهال نیولې چې نږدې راتلونکې کې د پاناما دوسیې په اړه محکمه پریکړه کوي.

د شنبې په ورځ رپوټ ورکړل شوی و چې نواز شریف د پښتورګو په ناروغۍ اخته شوی.

ورځپاڼه لیکي چې ښايي د پنجاب لومړی وزیر او د نواز شریف ورور شهباز شریف او یا هم د مالیې وزیر اسحاق ډار د لومړي وزیر دندې پر مخ یوسي.

ورځپاڼه د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا وروستۍ لیدنې په اړه وايي چې دغه کتنه هم په همدې تړاو شوې ده.

هندوستان ټایمز لیکلي پروسږکال هم کله چې د پاناما قضیه رامخې ته شوه او نواز شریف د زړه د درملنې لپاره یوه میاشت په لندن کې و.

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Getty Images

بلې هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا اروناچل پرادیش ایالت ته د چین د تبتیانو د مشر دالی لاما د راتلونکې سفر په اړه یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼه وایي، دغه سفر داسې مهال تر سره کیږي چې د چین او هند اړیکې لا هم بې خونده دي.

ورځپاڼه د دولتي او سیاسي سرچینو په حواله وايي؛ له چین سره د ګډې پولې د لانجې هواري لپاره پر دغه هېواد د فشار راوړلو ښه وخت دی او د تبت له قضیې د یوې وسیلې په توګه کار اخستل کیدای شي.

ټایمز اف انډیا زیاتوي چې تبیت او دالی لاما کولی شي له هند سره مرسته وکړي چې د چین د ځینو کړنلارو مخه ډب کړي، لکه د اتومي انرژۍ د برابروونکو په ډله کې د هند د غړيتوب پروړاندې د چین لخوا د ویټو حق کارول او د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې د مسعود ازهر د شاملولو لپاره د خنډونو رامنځته کول.

هند وايي مسعود ازهر چې په پاکستان کې دی په هند کې په بریدونو کې لاس درلود له هغې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبيي هوټل خونړی برید و.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي، د لندن پولیس په یمن کې د سعودي عربستان د پوځیانو لخوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو د ادعاوو ارزونه کوي. ورځپاڼه زیاتوي ښايي سعودي عربستان ته د لومړۍ وزیرې تیریزامۍ د سفر په درشل کې له دغې خبرې پرده پورته کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیک زړه بدوالي لامل شي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په یمن کې پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه کوي. حوثیان چې ایران یې ملاتړ کوي پر سعودي عربستان کله نا کله یو نیم راکټي برید هم کوي.

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د نهوو ملکي وګړو د وژنې په اړه یو مطلب خپور کړی او په کې ویل شوي چې ملکي وګړي د جګړې د دواړو لوریو لخوا په نښه شوي دي.