BBC
 شاته

اشرف غني هڅه کوي د افغانستان کانونو برخه کې د استرالیا همکاري جلب کړي

ښاغلی غني پرون یکشنبه (حمل/وري ۱۳مه) استرالیا ته ورسېد د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلی غني پرون یکشنبه (حمل/وري ۱۳مه) استرالیا ته ورسېد

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به استرالیا ته په خپل سفر کې هڅه وکړي د افغانستان کانونو په پرمختیا او استخراج کې ددغه هېواد همکاري جلب کړي.

استرالیا کې د افغانستان سفیر وحید ویسي بي بي سي ته وویل؛ په دغه سفر کې ټاکل شوې د امنیت او پرمختیا په برخه کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د هوکړې څو یادښتونه هم لاسلیک کړي.

د ښاغلي ویسي په وینا، د افغانستان ولسمشر به په دې سفر کې هڅه وکړي ترډېره د کانونو او د کرنې پراختیا په برخه کې د استرالیا همکاري جلب کړي.

هغه وویل؛ افغانستان د اوبو مدیریت او للمي کښت په برخه کې ځانګړې طرحې لري چې له استرالیایي چارواکو سره به یې شریکې کړي. د کانونو په برخه کې د پرمختیایي، فني او علمي همکاریو لپاره د هوکړه لیک لاسلیکول د ښاغلي غني د سفر د پروګرامونو یوه برخه ده.

استرالیا یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر شمېر افغان کډوال پکې اوسېږي، خو ښاغلي ویسي وویل، په دې سفر کې ښاغلي غني اراده نه لري چې د افغانستان د کډوال په تړاو له استرالیایي چارواکو سره خبرې وکړي.

+ اشرف غني د اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په سفر تللی

+ د افغانستان - آسترالیا سوداګریزه شورا پرانېستل شوه

هغه وویل، کډوال د افغانستان پانګه ده او په افغانستان کې د پرمختیا وضعیت په ښه کېدو سره کابل ورته اړتیا لري. د افغانستان دولت په دې وروستیو کلونو کې ددغه هېواد د کانونو استخراج ته پاملرنه ډېره کړې ده.

اشرف غني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ترمنځ ټېلفوني خبرو کې په دغه برخه کې د امریکا د همکاریو پراختیا غوښتونکی شو.

د روښنایۍ غورځنګ لاریون

له استرالیا نه د ښاغلي غني د کتنې په څنډه کې د "روښنایۍ غورځنګ" غړو د افغانستان د ولسمشر مشر د اوسېدو ځای ته څېرمه اعتراضي لاریون وکړ.

د انځور حقوق Social media
Image caption د "روښنایۍ غورځنګ" غړي د ښاغلي غني د اوسېدو ځای ته نژدې راټول شوي

هغوی د اعتراضي شعارونو په ورکولو ادعا لري چې ښاغلی غنی د افغانستان د اتباعو پروړاندې "دوه ګونی چلند" لري.

دغو لاریون کوونکو استرالیا کې د افغان کډوالو له وضعیت نه د اندېښنې په څرګندولو داسې پلاکارډونه هم لېږدول چې پرې لیکل شوي و "زموږ هېواد امن نه دی، موږ مه اوباسئ".

د ښاغلي غني د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي دغه لاریون کوونکي د ایران د خلق مجاهدینو پلویانو ته تشبېه کړي چې د هغه په وینا "غربي هېوادونو ته د ایراني چارواکو په ټولو سفرونو کې، ددغو هېوادونو له آزادې فضا نه په ګټه اخیستو، د دولتي چارواکو پروړاندې له ژوندي دې وي او مړه دې وي شعارونو سره راڅرګندېږي او مخالفت څرګندوي."

+ غان؛ استرالیا کې د افغانانو یاد

هغه زیاته کړې، "اوس زموږ یو شمېر هېوادوال له مجاهدین خلق نه په تقلید له ورته منطق، روش او کړنلارې سره د افغانستان دولتي چارواکو پروړاندې د مرده باد او زنده باد شعارونو سره راڅرګندېږي."

د بامیان - میدان وردګ له لارې د ترکمنستان وارداتي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو غځېدل او "د ټولنیز عدالت تامینېدل او متوازنه پراختیا" د روښنایۍ غورځنګ له عمده غوښتنو دي.

د ۲۰۱۶ کال په جولای کې ددغه غورځنګ د غړو پراخ لاریون باندې ځانمرګی برید وشو چې تر ۸۵ ډېر کسان پکې ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شول.