BBC
 شاته

د پکتیکا د ملي امنیت ریاست مرستیال د طالبانو برید کې وژل شوی

د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا امنیتي چارواکي وايي؛ ددغه ولایت د ملي امنیت ریاست لومړۍ مرستیال عبدالوهاب له خپلو دریو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.

د پکتیکا امنیه قومان جنرال خلیل ضیایي بي بي سي ته وویل؛ نوموړی د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ وژل شوی دی.

ښاغلي ضیایي وویل، پولیسو په دې تړاو خپلې څېړنې پيل کړي او د اوسمهال لپاره نور څه نشي ویلی.

+ پکتیکا کې چاودنې د مدرسې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي

د پکتیکا د ولایتي شورا غړي نعمت الله بابري وایي، ښاغلی عبدالوهاب له خپل درېیو ساتونکو سره تېره ورځ (حمل/وري ۱۳مه) په غزني کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

ډګروال عبدالوهاب له تېر یوه کال راهیسې یې پکتیکا کې دنده ترسره کوله او تر هغه وړاندې یې په خوست کې د ملي امنیت ریاست اړوند د ښاري قوماندانۍ مسوولیت پر غاړه درلود.

طالبانو د نوموړي د وژنې مسوولیت منلی. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې ددوی په برید کې د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال په ګډون د هغه شپږ ساتونکي وژل شوي، خو دولتي چارواکي یوازې د درېیو ساتونکو د وژل کېدو خبره کوي.

تېر کال هم د غزني په چهاردېوال سیمه کې د طالبانو په بريد کې د پکتيکا د ملي امنيت لومړى مرستيال وژل شوى و.