کولمبیا کې باران او سیلابونو ګڼ کسان وژلي دي
د کولمبیا سویل لوېدیځ کې له کرۍ شپه ګڼ باران وروسته سیلابونه راوتلي، چې پایله کې یې ځمکه ښوېدلې او کورونه یې لاندې کړي دي. پېښه کې یو شمېر کسان لا هم بې درکه دي.
لندن: یوه ډله کسانو پناه غوښتونکی زلمی سخت وهلی ټکولی
د لندن سویل کې یوې ډلې کسانو پر یوه پناه غوښتونکي زلمي برید کړی او سخت یې ټپي کړی دی. پولیس دغه موضوع د کرکې له کبله رامنځته شوې پېښې په توګه څېړي.
د وینزویلا ستره محکمه د پارلمان منحلولو له پرېکړې پر شا شوه
د وینزویلا ستره محکمه د پارلمان منحلولو له خپلې پخوانې پرېکړې پر شا شوې ده. تېره شپه د دغه هېواد ولسمشر نکولاس مدورو په یوه ټلویزیوني وینا کې له سترې محکمې وغوښتل، چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.
افغان کرېکټ لوبډله ډک لاس کابل ته ستنه شوه
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په زمبابوې، عربي متحده اماراتو او هندوستان کې له یوشمېر پرلپسې بریاوو وروسته کابل ته ورسېده. په دغو لوبو کې افغان کریکټ ملي لوبډلې د یوولسو ګټل شویو لوبو ریکارډ هم جوړ کړی.
'د کندهار د والي اشپز طالبانو ته معلومات ورکول'
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار د والي پر مېلمستون د برید په اړه یو مطلب خپور کړی، ورځپاڼه زیاتوي دوه افغان چارواکو چې په دې اړه څېړنو کې ښکېل دي او دریم کس چې د څېړنو له بهیر خبر دی دوی ته معلومات ورکړي.
د پلي تګ پرمهال موبایل کې لاس وهل مرګوني دي
د امريکا د لویو لارو د خونديتابه ټولنې د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۶ زره پلي کسان وژل شوي دي.
د سولې عالي شورا وايي بودیجه يې نوره نشته
د افغانستان د سولې عالي شورا سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دغه شورا بودیجه چې د غړو تنخاګانې هم په کې راځي، سر له ننه نه شته. د سرچینې په خبره میاشت وړاندې هم د سولې عالي شورا د سمبالښت پیسې نه وې، خو د ملګرو ملتونو په غوښتنه بریتانیا د مارچ میاشتې لګښتونه او معاشونه ورکړل.
جنسي ځورونه؛ "یوازې نران پرې کېناستلی شي"
د مکسیکو د پلازمېني مکسیکوسیټي په یوه اورګاډي کې داسې یوه څوکۍ اېښودل شوې چې سپرلۍ یې ترهولې دي. د دغې څوکۍ له طراحۍ هدف دا ښودل شوی چې نرانو ته ورپه زړه کړي چې د ګڼې ګوڼې پر مهال په تللارو کې د ښځو جنسي ځورونه څومره ځوروونکې ده.
د عکسونو البوم: خوست کې د فوټبال 'خپل وطن، ګل وطن' سیالۍ
د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د 'خپل وطن، ګل وطن' په نوم د فوټبال سیالۍ وشوې چې هدف یې له نشه يي توکو د ځوانانو راګرځول وو.
چین سینکیانګ کې پر اوږدو ږیرو او حجاب بندیز لګولی
چین په لیرې لوېدیځ سینکیانګ سیمه کې، چې ډېری وګړي یې اویغور مسلمانان دي، پر اوږدو ږیرو او په عامو ځایونو کې پر حجاب یا د ښځو پر مخ پټولو بندیز لګولی دی.
پاراګوای کې لاریونیانو د پارلمان ودانۍ وسوځوله
پاراګوای کې لاریونیانو د دغه هېواد د کانګرس د ودانۍ ځینې برخې سوځولې ده. دوی ټاکنو کې ولسمشر ته د بیا نوماندېدو د لایحې پرضد لاریون وکړ. د دغه هېواد د شنبې ورځې د پارلمان غونډه لغو شوې ده. لاریونیانو د پارلمان د ودانۍ ښیښې ماتې کړې او موانع یې له منځه یووړل.
د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې د روسیې پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې
له دې مخکې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندې مرکز یوه غړي جنرال جوزف ووټل د امریکا کانګریس کې د خبرو پر مهال پر روسیې د طالبانو د ملاتړ کولو تور پورې کړی و.
اروپايي ټولنه: د برتانیا د وتلو بهیر سره هممهال پر سوداګرۍ نه غږېږو
د مسودې له مخې اروپايي ټولنه د بریتانیا لومړۍ وزیرې له لومړني وړاندیز سره سم داسې کوم هوډ نه لري، چې د وتلو او د دواړو لوریو تر منځ د راتلونکي سوداګریزو اړیکو خبرې هممهاله وکړي.
د تدمر ويجاړي
د سوریې حکومتي ځواکونه څو اوونۍ وړاندې د دغه هېواد تدمر ښار ته ورننوتل او داعش اورپکي يې ترې په شا وتمبول. داعش پر دې ښار دوه ځله ولکه کړې.
جګړې ځپلي ټاټوبي ته بيا ستنېدا
د بي بي سي يو خبريال چې موصل کې زېږېدلی او لوی شوی، بيا ورغلی چې وګوري د اسلامي دولت نومې ډلې تر ولکې لاندې ژوند څنګه و؟