BBC
 شاته

لندن: یوه ډله کسانو پناه غوښتونکی زلمی سخت وهلی ټکولی

د انځور حقوق Google
Image caption پولیسو د هغه زلمي نوم نه دی یاد کړی، چې د لندن کرویډون سیمه کې پرې برید شوی

د لندن سویل کې یوې ډلې کسانو پر یوه پناه غوښتونکي زلمي برید کړی او سخت یې ټپي کړی دی.

پولیس دغه موضوع د کرکې پېښې په توګه څېړي. دغه زلمی له دوو نورو ملګرو سره کرویډون سیمه کې د بسونو تم ځای کې ولاړ و، چې اتو ځوانانو پرې ګوزارونه وکړل.

ویل کېږي بریدګرو پر دغه زلمي له فزیکي برید مخکې له هغه پوښتنه کړې وه، چې د کوم هېواد اوسېدونکی دی. پولیس وايي د هلک سر سخت ټپي شوی دی او روغتون کې داسې حال کې بستري دی، چې روغتیا یې ښه نه ده.

له بريتانيا د يوه افغان پناه غوښتونکي د ايستلو مخنيوی وشو

افغان کډوال زلمی چې په حال یې سندرغاړې لیلې الن وژړل

د دغه زلمي دوه نور ملګري برسېرن ټپيان شوي او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. پېښه د جمعې پر ورځ غرمه مهال نژدې ۱۱ نیمې بجې شوې.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي. د پولیس یو ځای افسر کریس بلامیریس وايي:

''په ظاهره داسې ښکاري، چې برید کونکو د شروبلاندس بسونو تم ځای کې د دغه زلمي له لیدو وروسته له هغه د ځای ځایګي پوښتنه کړې او کله چې ورته معلومه شوې، نوموړی پناه غوښتونکی دی، پر هغه یې برید کړی او سخت یې وهلی ټکولی دی. ''

د زلمي مخ او سر سخت ټپي دي او داسې ښکاري چې ګڼ شمېر بریدګرو پر سر وهلی دی. پولیس وايي کله چې دغه زلمي له بیهوش کېدو وروسته پر ځمکه پروت و، ګڼ کسان یې مرستې ته ورغلي وو.

پولیس اوس د معلوماتو موندلو لپاره له هغو کسانو چې دغه زلمي سره یې مرسته کړي، غوښتي، چې دوی سره اړیکه کې اوسي.