پاکستان کې سرشمېرنه او اندېښنې
د حقونو پلويانو خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ښځينه کارکوونکو پر کموالي اندېښنې ښوولې.
بنګله دېش کرېکټ لوبډله پاکستان کې شل اووریزې لوبې نه کوي
بنګله دېش کرېکټ بورډ پاکستان کې د دوو شل اووریزو سیالیو لړۍ کې له ګډون کولو انکار کړی چې ټاکل شوې وه له جولای میاشتې مخکې تر سره شي.
نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه
د ماشوم زېږون د یوې مېرمنې د ژوند او وجود تر ټولو ستره ذهني، ټولنیزه، روغتیایي او بیولوژیکي تجربه ده. دا تجربه د یوې مور په ژوند او ټولنیز دریځ کې هرو مرو یو داسې ژور بدلون له ځانه سره لري، چې یوه مېرمن د تل لپاره، په بېسارې توګه، او په هر اړخیز ډول بدلوي.
د عکسونو البوم: کالیفورنیا کې د اوو مسلمانو هېوادونو د موسیقۍ کنسرت
د امریکا کالیفورنیا ایالت په اکلنډ ښار کې د مارچ میاشتې پر ۲۵ ماښام د اوو مسلمانو هېوادونو موسیقۍ کنسرت د ' بندیزونو پر وړاندې یاداشتونه ' تر سر لیک لاندې تر سره شو.
هند: ګجرات کې د غواګانو حلالونکو لپاره د عمر بند سزا
له نوي قانون سره به ګجرات اوس په هند کې د غواګانو وژنې لپاره تر ټولو سخته سزا ورکونکی ایالت شي. غوا د هندوانو عقیدې له مخې سپېڅلې بلل کېږي او د هند په یو شمېر ایالتونو کې یې پر حلالولو بندیزونه لګېدلي دي.
د اېوریسټ غره څوکې خځلو نیولې
د غر ختنې موسم له پیله مخکې د نړې تر ټولو لوړې څوکې ماونټ اېوریسټ له لمنو او لوړو څوکو ټنونه خځلې لېرې کېږي، چې د ډېرانونو بڼه یې موندلې
'نیمګړی خوب دفتر کې د شخړې سبب کېدای شي'
څېړونکي وايي، که یوازې یوه شپه هم خوب نیمګړی پاتې شي، ښايي په دفتر کې د انسانانو تر منځ د شخړې یا نامناسبې رویې سبب شي.
'له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل بیا پیلېږي'
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، تمه لري چې په روان زیږدیز کال کې به نژدې سل زره کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شي. تېر کال لسګونه زره کډوال له ګاونډي پاکستان نه افغانستان ته ستانه شول.
ماین چاودنې د کاپیسا ولایتي شورا منشي وژلی
د کاپيسا د ولایتي شورا منشي د ماین په چاودنه کې وژل شوی. ولایتي چارواکو ویلي، محمد امان مبارز سیمې ته د یوه تاریخي ځای د لیدو لپاره تللی و، چې پر ماین وربرابر شو.
ارزګان کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد
د افغانستان په سوېلي ارزګان ولایت کې یوشمېر ځايي چارواکي وايي، هلته د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد وسله وال طالبان وژلي دي، خو یوشمېر سيمه ييز خلک بیا وايي، وژل شوي کسان ملکي خلک دي. دغه بريد نن سهار مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه پر مهراباد سيمه شوی.
فلسطیني چارواکي: نړیوال دې د نویو اسرائیلي مېشتځایونو مخه ونیسي
فلسطیني چارواکو د اسرائیلي حکومت د هغه اعلان په اړه توند غبرګون ښودلی، چې ګني لوېدیځه تراډه کې به لومړنی نوی مېشت ځای جوړ کړي. فلسطیني چارواکو په دې اړه د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې.
روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان له وزیرستانه د یوه روسي پوځي پلاوي د لیدنې په اړه یو رپوټ خپور کړی او په کې ویل شوي چې دغه پلاوي د پاکستاني پوځيانو په ملتیا د شمالي وزیرستان له میرانشاه او د سوېلي وزیرستان له واڼه څخه لیدنه وکړه.
واشنګټن: سوریه کې موږ لومړیتوب د اسد لرې کول نه دي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي، سوریه کې د اسد لیرې کول د واشنګټن د سیاست لومړیتوب نه دی. دا د سوریې په تړاو د اوباما د ادارې له دریځ سره ډېر توپیر لري.
پاړه چنار کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ مرکزي ښار پاړه چنار کې د جمعې په ورځ یوه جومات ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۷۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز تر منځ روغه وشوه
افغانستان ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د ازادو سیالیو دوو افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز تر منځ روغه جوړه وکړه.