BBC
 شاته

'له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل بیا پیلېږي'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ برخې پخپل رپوټ کې ویلي وو، روان کال هره ورځ تر زرو ډېر افغان ماشومان ښوونځي ته له تګه بې برخې کېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، تمه لري چې په روان زیږدیز کال کې به نژدې سل زره کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شي.

په پام کې ده چې د کډوالو د ستنېدو بهیر تر درو ورځو پورې پیل شي.

چارواکي له راستنېدونکو کډوالو سره د نړیوالو مرستندویو بنسټونو د دېرش سلنې مرستې کمېدو خبر هم ورکوي.

تېر کال لسګونه زره کډوال له ګاونډي پاکستان نه افغانستان ته ستانه شول، چې ډېری یې په سرحدي ننګرهار ولایت کې مېشت شول.

د اروپا په سړه هوا کې افغان کډوال ماشومان له ستونزو سره مخ دي

بلوچستان کې افغان کډوال ولې وطن ته نه ستنېږي

ځینې راستنې شوې کورنۍ وايي، لاهم د سرپناه لپاره سم ځای نه لري.

عبدالله جان چې ډېر عمر یې په کډوالۍ کې تېر شوی او اوس ختیځ کونړ ولایت ته راستون شوی، وايي کله یې چې د افغانستان خاوره کې پښې اېښې ده، تر اوسه چا د مرستې هېڅ لاس نه دی ورغځولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې راستنې شوې کورنۍ وايي، لاهم د سرپناه لپاره سم ځای نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، تېر کال نژدې اووه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي او تمه ده چې سږ کال به هم په همدې شمېر کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

د دغه وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل بي بي سي ته وویل، ښکاري چې تازه راستنېدونکي کډوال به له لا جدي ستونزې سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري وايي، تېر کال یې افغانستان ته هر ستنېدونکي کډوال ته څلور سوه ډالر مرسته ورکوله، خو سږ کال دا مرسته دوو یا دوو نیمو سوو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو له خبرو ښکاري، چې له ډېرو مالي او اقتصادي ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي، خو تر ټولو لویه ستونزه به یې بچیانو ته د زده کړې د زمینې نه برابرېدل وي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ برخې پخپل رپوټ کې ویلي وو، روان کال هره ورځ تر زرو ډېر افغان ماشومان ښوونځي ته له تګه بې برخې کېږي.

ددغه راپور پربنسټ، ډېری دا هغه ماشومان دي چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.

وړاندې افغان چارواکو ویلي و، هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو د ماشومانو زده کړه لومړیتوب ورته لري، خو لاهم روښانه نه ده چې هېواد ته ټول ستنېدونکي ماشومان به ښوونځي ته د تللو فرصت او اسانتیا ولري او که به له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شي.

"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان کډوال د وطن پر لور