BBC
 شاته

ارزګان کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد

د انځور حقوق AFP
Image caption د پرېکنده ملاتړ ماموريت ځواکونو په دغه ولایت کې د بهرنيو سلاکارانو د شته والي خبره کړې ده.

د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقيض رپوټونه ورکړل شوي.

د سیمې خلک وايي، د جمعې په سهار پر مهراباد سيمې هوايي بريد کې لږ تر لږه پنځه ملکي کسان- چې دوه ښځې او درې ماشومان وو- وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بي بي سي ته په خبرو کې د دغه بريد پخلی وکړ، خو ويې ویل چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي:

''زموږ لومړني معلومات په ډاګه کوي چې هلته د وسله والو مخالفینو یوه ډلګۍ ناسته وه او برید ورباندې شوی. دا چې سیمه د وسله والو مخالفانو په ولکه کې ده، د مرګ ژوبلې دقیق معلومات نه شته. اوس ولایتي ادارې څېړنې پیل کړې، چې ایا وژل شوي ولسي وګړي دي که وسله وال.''

بل خوا، په دغه ولایت کې یو قومي مشر وايي، وسله وال طالبان د افغان ځواکونو یوې پوځي اډې ته نژدې راټول شوي وو او پر دغه پوځي مرکز بريد کولو ته چمتو کېدل چې د هوايي بريد ښکار شول. د هغه په وینا، په دغه برید کې هم ملکي کسانو او هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نړيوالو ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموريت د دغه برید په اړه خبر داسې مهال ورکول کیږي چې افغان ځواکونو هم په ارزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره د عملیاتو د پېلولو خبر ورکړی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او په دغه ولایت کې یو بانفوذه قومي مشر محمد قسیم وايي، په تېرو درو ورځو کې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی او د دغو عملیاتو پر مهال د هوايي ځواکونو ملاتړ ګټه کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه بريد نن سهار مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه پر مهراباد سيمه شوی.

په همدې حال کې د نړيوالو ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموريت د ناټو په مشرۍ د بهرنیو سلاکارانو د یوې ډلې عکسونه خپاره کړي، چې ارزګان ته يې سفر کړی.

پرېکنده ملاتړ ماموريت د دغو سلاکارانو په اړه ډير معلومات نه دي ورکړي، خو په عکسونو کې ښکاري چې د بهرنيو ځواکونو نظامي سلاکاران د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره ويني.

ارزګان د افغانستان په سوېل کې له ناامنه ولایتونو دی. پروسږکال وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر شاوخوا سيمو ډله‌‌ ييز بريدونه وکړل او د ترينکوټ ښار تر دروازو ورسېدل، خو د نړيوالو ځواکونو د هوايي بريدونو له کبله له ماتې سره مخ شول.

دا هم ولولئ: