BBC
 شاته

د احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز تر منځ روغه وشوه

د انځور حقوق MUBARIZ/HOTAK FB
Image caption د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې رییس ظاهر ویلي و د موضوع د حل لپاره یو کمېسیون جوړ کړی

د افغانستان دوو وتلیو لوبغاړو تر منځ له لفظي شخړې وروسته روغه جوړه شوې.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز تر منځ له یوې لفظي شخړې وروسته ناندرۍ رامنځته شوې وې، چې د رپوټونو له مخې د افغانستان ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په هلو ځلو دغه موضوع حل شوې ده.

د افغانستان اولمپیک کمېټه: د مبارز او هوتک سیالۍ ته اجازه نه ورکوو

د دوو وتلیو افغان لوبغاړو یوه بل ته ګوتڅنډنه

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې رییس ظاهر اغبر له دې مخکې د پنشجنبې پر سهار (حمل/وري ۱۰مه) بي بي سي ته ویلي و د دواړو ورزشکارانو ترمنځ د رامنځته شوې ترېنګلتیا د حل کولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی دی.

د انځور حقوق FB
Image caption د دواړو لوبغاړو تر منځ له دې مخکې لفظي شخړه شوې وه او هوتک مبارز ته د سیالۍ چلینج ورکړی و.

ښاغلي اغبر ویلي و، که څه هم د ورزشکارانو ترمنځ سیالي معمول ده، خو د هېواد په اوسنيو حساسو شرایطو کې د ورزشکارانو دا ډول ننګوونکو څرګندونو ته په کتو ددغې سیالۍ ترسره کېدل قومي نفاق ته لمن وهي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې رییس وویل، له دواړو ورزشکارانو بازمحمد مبارز او احمد ولي هوتک سره یې خبرې کړي او ډېر ژر به یې له نژدې هم وګوري او هڅه به وکړي هغوی په خپلو کې له سیالۍ راوګرځوي.

د دواړو لوبغاړو تر منځ له دې مخکې لفظي شخړه شوې وه او هوتک مبارز ته د سیالۍ چلینج ورکړی و.