ماین چاودنې د کاپیسا ولایتي شورا منشي وژلی
د کاپيسا د ولایتي شورا منشي د ماین په چاودنه کې وژل شوی. ولایتي چارواکو ویلي، محمد امان مبارز سیمې ته د یوه تاریخي ځای د لیدو لپاره تللی و، چې پر ماین وربرابر شو.
د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري بي بي سي ته ویلي، د ولایتي شورا غړی او منشي محمد امان مبارز د دغه ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په (خم زرګر) نومي کلي کې د دغه بريد هدف ګرځېدلی.
ښاغلی قادري وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ماین له پخوا راهيسې هلته و او که تازه ځای په ځای شوی و.
د کابل شمال کې د کاپیسا د والي ویاند زیاتوي، ښاغلی مبارز د جمعې تر لمانځه وروسته، وژل شوی دی.
نوموړی وايي، مبارز له ځینو خپلوانو او ملګرو سره د یوې تاریخي سیمې د کتلو لپاره تللی و، چې چاودنه کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
قیس قادري زیاتوي، سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده.
له کاپیسا نه د ناامنیو ډېر خبرونه نه ورکول کېږي، خو په ځینو سیمو کې یې وسله وال طالبان او د حزب اسلامي جنګیالي نفوذ لري.
نور ولولئ: