BBC
 شاته

روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

د انځور حقوق iSPR/DAWN
Image caption ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې په حواله رپوټ ویلي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د تازه اقداماتو په اړه روسي پلاوي ته معلومات ورکړل شول.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان له وزیرستانه د یوه روسي پوځي پلاوي د لیدنې په اړه یو رپوټ خپور کړی او په کې ویل شوي چې دغه پلاوي د پاکستاني پوځيانو په ملتیا د شمالي وزیرستان له میرانشاه او د سوېلي وزیرستان له واڼه څخه لیدنه وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي د پلاوي مشري د روسیې د لوی درستیز مرستیال اسراکوف سرګې یورفیچ کوله.

پاکستان کې روسي ځواکونه

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

"پاکستان د افغان سولې خبرو کې ګډون کوي"

ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې په حواله رپوټ ویلي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د تازه اقداماتو په اړه روسي پلاوي ته معلومات ورکړل شول.

د یادولو ده چې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره روسي پوځیان پاکستان ته راغلل او په ګډ پوځي تمرین کې برخه واخیسته.

ایکسپریس ټریبیون

بلې پاکستانې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په دې اړه لیکلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شوې او غواړي د سړې جګړې پرمهال د اړیکو وضعیت هېر کړي.

د انځور حقوق DG ISPR Twitter
Image caption ورځپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېواونو د همکاریو محور په سیمه کې ثبات او د اسلامي دولت ډلې اړوند اندیښنې دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېواونو د همکاریو محور په سیمه کې ثبات او د اسلامي دولت ډلې اړوند اندیښنې دي.

ده هیندو

هندۍ ورځپاڼې ده هیندو د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې د روسي هوايي ځواکونو د یوه تمرین په اړه یوه راپور کې لیکلي چې په دغه تمرین کې د روسیې ټي یو ۹۵ او ټي یو ۲۲ایم ۳ لرې واټن بمب غورځوونکي الوتکې کارول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغو تمریناتو څلور ورځې دوام درلود. د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویل شوي چې په دغې پوځي تمریناتو کې جیټ الوتکې او جنګي چورلکې هم کارول شوي دي.

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۶ کال فبرورۍ کې کابل کې د روسیې سفیر الکسندر متنیتڅکي د روسي وسلو مرسته وکړه

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په افغانستان کې د روسیې د رول په اړه وايي چې دغه هېواد د افغانستان مسئلې ته د لویدیځ پر تله په بل نظر ګوري، روسیه په افغانستان کې د امریکې فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري، ورځپاڼې اوسني حالت ته د نولسمې پيړۍ له وضعیت سره تړاو ورکړی کله چې روسیې او بریتانیا افغانستان او شاوخوا سیمې ونیولې، ځکه دغه سیمې منځني ختیځ ته د رسیدو لاره وه.

له افغان ځواکونو سره د روسيې ۱۰ زره کلاشنیکوفونو مرسته

ورځپاڼه زیاتوي چې روسیه طالبانو ته د یوه نړیوال جهادي خطر په توګه نه بلکې له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه کې د یوه ګډونوال په سترګه ګوري هغه ډله چې غواړي په افغانستان کې ځانته د پښې ځای پیدا کړي.

انډین ایکسپریس

انډین ایکسپریس ورځپاڼې په کرېکټ په برخه کې د افغانستان د وروستیو بریاوو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې کرېکټ په افغانستان کې د بدلون یوه وسیله ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې افغانستان له ۲۰۱۱ کال وړاندې په یوه ورځنیو نړیوالو سیالیو کې برخه نه لرله، خو له دغه کال را په دېخوا د ډیرو افغان ماشومانو د لوبو سامان له ټوپکو په بیټ او بال بدل شوي او د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته ور اړولی.

د انځور حقوق AFGHANISTAN CRICKET BOARD
Image caption د انډین اکسپرېس په وینا، له ۲۰۱۱ دغه کال را په دېخوا د ډیرو افغان ماشومانو د لوبو سامان له ټوپکو په بیټ او بال بدل شوي او د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته ور اړولی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د ملي امنیت په چارو کې د ډونلډ ټرمپ مخکني سلاکار مایکل فلین ته وړاندیز شوی د کانګرس له هغې کمېټې سره د قضايي مصؤونیت د ضمانت په بدل کې مرسته وکړي چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په تړاو څېړنې کوي.

لومړی ځل د افغانستان دوو لوبډلو په ورته مهال بریا تر لاسه کړه

ورځپاڼه زیاتوي چې له دې معاملې خبرو کسانو ویلي چې دغې معاملې ته د شک په سترګه کتل کیږي. ښاغلی فلین د ټاکنیز کمپاین پرمهال له روسي چارواکو سره د اړیکو د ادعاو له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.