د روسیې سېنټ پیټرز بورګ مېټرو چاودنه کې "۱۰" تنه وژل شوي
د روسيې د رسنيو په وينا، د سېنټ پيټرز بورګ ښار د ځمکې لاندې اورګاډي (مېټرو) تمځای کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې د بلاروس له ولسمشر سره د ليدنې لپاره سېنټ پټيرز بورګ ښار ته تللی و دغه پېښه غندلې ده او وايي، د چاودنې علت تراوسه نه دی روښانه، چارواکو يې پلټنه پيل کړې، د ترهګرۍ په ګډون د ټولو علتونو پلټنه به کېږي.
روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د اوربند دوامدراولو ژمنه کوي
د پولیسو یوې سرچینې تاس خبري اژانس ته ویلي، دا چاودنه د سنایا میدان په تمځای کې شوې ده
ځينې سرچينې وايي د سېنټ پيټرز بورګ په يوه بل تمځای کې هم يو ناچاودلی بم موندل شوی دی.
عيني شاهدان وايي په وژل شويو کې ماشومان هم شامل دي.
د میټرو سالون چې لوګي په کې دي او د یو شمېر کسانو انځورونه خپاره شوي چې ښکاري ټپیان شوي دي.
د پولیسو مامورین خلک د سېنټ پیټرز بورګ له میټرو وباسي او خوندي ځايونو ته يې لېږدوي.
په ښار کې څو نور تمځایونه تړل شوي دي.